سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

ذبيح الله خورشيدى

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوازينى افغان سياستوال دى چې په کابل کې يې طالبانو ته د زړه له کومې هرکلى ووايه.

هغه د خپل حزب په استازيتوب د طالبانو له حکومت څخه له کوم شرط پرته ملاتړ اعلان کړ.

د حکمتيار په وينا همدا يوازينى اسلامي نظام دی چې ټول يې بايد ملاتړ وکړي او د افغانستان قضيه نوره بايد حل او هیواد له بحرانه راووځي.

له همدې امله د حزب مشر په خپلو اونيزو خطبو کې طالبانو ته د حکومتولۍ ځينې مشورې هم ورکولې او په ځينو مواردو کې يې بيا ښکاره د اسلامي امارت په کړنو نقد کاوه.

حکمتيار د نجونو د ښوونځيو، پوهنتون او کار له ممانعت موافق نه و او په دې برخه کې يې د طالبانو بنديز منطقي نه ګاڼه.

دغه راز  ښاغلي حکمتيار له طالبانو د يوې با صلاحيته شورا جوړېدل غوښتل چې  د حکومت لپاره طرزالعمل او کړنلاره جوړه کړي او پر اساس يې اساسي قانون جوړ شي.

دا هغه ټکي دي چې د اسلامي امارت او حزب اسلامي ترمنځ يې اوس د خولې خوند پيکه کړى او اړيکې ترينګلې شوي دي.

له حکمتيار يې هغه کور او استوګڼځاى اخيستى چې د ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت ورته د سولې د معاهدې په پروتوکول کې ورکړى و.

خو د جنجال اصلي ماجرا څه ده؟

د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جنجالونه پخوانۍ سابقه هم لري،خو د امريکا خلاف جګړې دوى په يو واحد صف درولي وو.

طالب چارواکي له همدې امله حکمتيار ته درناوى کوي چې د امريکا خلاف يې د جهاد ملګرتيا کړې ده او د دوى دريځ يې ستايلى.

خو اوس واړه جنجالونه غټ شوي دي او پخوانى نزاکت او درناوى هم پيکه شوى دی.
ما له ځينو کسانو چې له حزب اسلامي سره نږدې اړيکې لري  اورېدلي چې طالبانو له فتحې را وروسته دا کوښښ کاوه چې حکمتيار د دوى له امير مولوي هبۃ الله اخندزاده سره بيعت وکړي.

په دې اړه څو ځلې ځينې طالب وزيران د حکمتيار کور ته ورغلي او له هغه سره يې خبرې کړي دي.

خو د حکمتيار وړانديز دا و چې د بيعت په اړه لومړى بايد له امير المومنين سره له نږدې خبرې وکړي او وروسته به په دې اړه خپله پرېکړه کوي.

خو طالب چارواکي دې ته تيار نه وو چې د حزب اسلامي مشر له اميرالمومنين سره خبرو ته کښېني.

کله چې د بيعت په تړاو طالبان د حکمتيار په دريځ پوه شول چې بيعت نه کوي، له هغې وروسته يې د فشار په توګه لومړى د حکمتيار په اونيزو خطبو بنديز ولګاوه چې حکمتيار به له خپل ممبره د امارت په ځينو کړنو کلکې نيوکې کولې.

دې خطبو او په رسنيو کې د يو رهبر په توګه د هغه راښکاره کېدل طالب مشرتابه ته خوند نه ورکاوه.

وروسته دا جنجال تر دې ځايه راورسېد چې حکمتيار له خپل استوګنځى وایستل شي.

اوس که د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي وروستيو څرګندونو ته وکتل شي هغه په واضح توګه حکمتيار ته خبردارى ورکوي چې دلته اوسې نو زموږ قانون به منې کنې وتلى به وې.

له دې ښکاري چې طالبان غواړي ټول هغه سياستوال چې افغانستان ته د راستنېدو لېواله دي او يا راغلي نو له دوى سره به بيعت کوي او سياسي فعاليت به نه شي کولاى.
له دې وړاندې د کډوالو وزير خليل الرحمن حقاني ويلي و چې د جمعيت ګوند مشر عطامحمد نور ورسره بيعت کړى دی. خو ښاغلي نور بيا دا خبره رد کړه.

اوس خبر شوم چې له خلکو سره د حکمتيار په ليدنو هم بنديز لګول شوى دی.
زه دې بدلونونو او تنګ نظريو ته چې ګورم د افغانستان راتلونکې راته ښه نه ښکاري.

3 COMMENTS

  1. اصل حقیقت دا دی چی اسلام دین دی او حکومت نه دی. نه پکې د حکومت طرز شته دا د اسلامي حکومت خبرې وچ دروغ دي او د دغو دروغو کله رباني،کله سیاف،مله خمیني،کله ګلبدین او کله ملا هیبت سو استفاده کړې ده. آینده کې د داعش نوبت دی. کوم دی هغه آيتونه او حديثونه چې د اسلامي حکومت اصول بیانوي؟ کوم دي هغه آيتونه چې مسلمانه ټولنه کې د لوږې چاره ورسره کیږي؟ د حکمتیار خپله اولاده عیسوي جهان ته پناه وړې ده. دغسې د نورو. د مسلمانانو تر ټولو لوی مسولیت دا دی چې د اسلامي حکومت به نوم وج دروغو او جهالت نه ځان وژغوري او که ځان نه ژغوري نو د افغانانو غوندې به د کافرانو خیرات ته پراته وي.

  2. خبریال:
    تاند
    اپریل 16, 2024
    (ما له ځينو کسانو چې له حزب اسلامي سره نږدې اړيکې لري اورېدلي چې طالبانو له فتحې را وروسته دا کوښښ کاوه چې حکمتيار د دوى له امير مولوي هبۃ الله اخندزاده سره بيعت وکړي.
    په دې اړه څو ځلې ځينې طالب وزيران د حکمتيار کور ته ورغلي او له هغه سره يې خبرې کړي دي.
    خو د حکمتيار وړانديز دا و چې د بيعت په اړه لومړى بايد له امير المومنين سره له نږدې خبرې وکړي او وروسته به په دې اړه خپله پرېکړه کوي.)

    ښاغلی حکمتیار د افغانستان په سیاست کی تر ټولو ناکامه، بی سنجشه او مغروره څیره ده. خو دغه د بیعت وړاندیز یی منطقی دی، ځکه په پټو او ړندو سترګو خو څوک بیعت نشی کولای. د ااا تر ټولو غټه ناکامی همدا ده چه مشر یی چا نه دی لیدلی. که مشر یی وای چه امنیت ته می خطر دی. مونږ ورته وایو چه که څوک په الله ج باور لری نو بیا د هر انسان امنیت د الله ج په لاس کی دی.
    افغانان او ټوله نړی په تشویش کی ده چه دغه سړی ولی؟ او ولی؟؟ او بیا ولی؟؟؟ ځان او څیره نه ښایی؟؟؟؟؟؟؟
    بی له شکه چه مونږ انسانان د الله ج په ذات او قدرتونو غیبی ایمان او باور لرو. مګر د انسان په غیبو او نه لیدو کی بیعت مونږ ته نا اعوذ ب الله بله معنی لری.

  3. تکبر یوازی او یوازی د الله سبحانه سره ښائی.
    دا هم وړوکی ګناه نه ده چی یو څوک په خوله ” تکبیر ” وائی خو ځان ور ته تر هر چا ” کبیر ” ښکاری ( البته منظور می مولوی کبیر نه دی ) همدارنګه دا هم وړوکی ګناه نه ده چی یو چا په هره بیه د سیاسی قدرت د تر لاسه کولو هڅه کړی وی یا هڅه کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب