سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeسپورتاسیايي جام ته د افغانستان د فوتسال لوبډله اعلان شوه

اسیايي جام ته د افغانستان د فوتسال لوبډله اعلان شوه

تاند- د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اسیا د فوټسال اتلولیو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

دغه فدراسیون نن (سې شنبې) په خپله ایکسپاڼه او فیسبوک د دغو ۱۴ لوبغاړو نومونه اعلان کړل:

 محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزي، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسن محمدي او صیاد مجتبی.

فوټبال فدراسیون وايي، د اسیايي ملتونو په جام سیالیو کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د فوټسال ملي لوبډلې د سرروزونکی وي.

 د فوټسال اسیايي سیالۍ به د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې سر له سبا (چهارشنبې د روان اپریل۱۷مه) پيل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام وکړي.

 افغانستان په (D) ګروپ کې له ایران، کوېت او بحرین سره په یوه ګروپ کې دی. د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اپريل په ۱۸مه نېټه له ایران سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب