سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر دفتر؛ یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو زموږ لپاره د...

د مولوي کبیر دفتر؛ یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو زموږ لپاره د کمپاین ژمنه راکړه

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ویلي، چې له اروپا څخه کابل ته یو شمېر ورغلو افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره د کمپاین ژمنه ورکړې ده.

سرچینه زیاتوي: د راغلو کسانو په استازولۍ ډاکټر خوشال روهي خبرې کړې او ویلي یې دي، چې راغلي کسان په بهر کې ټولنې لري او د ډېرو افغانانو استازولي کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان په تېرو درېیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې قانع ده.

د ښاغلي روهي په وینا؛ د طالبانو نظام د ګڼ شمېر قربانیو پایله ده، چې باید چاته یې د کمزوري کېدو او تخریب اجازه ورنه کړل شي.

دغه‌راز زیاته کړې یې ده؛ بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري، چې طالبان د هېواد په ابادۍ کې ګټه ترې اخیستی شي.

ډاکټر خوشال روهي د طالبانو اقتصادي او مالي سیاست او هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د قدرت له جزایرو، فساد، نا امنۍ او باجګیرۍ څخه ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا؛ په سیمه او نړۍ کې هېڅوک د جګړې طرفداره نه دي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د طالبانو رژیم  دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي.

دغه‌راز د افغانستان عیني شرایط او وضعیت یې د پخوا په پرتله غوره ګڼلی او ویلي یې دي، چې په رسنیو کې یې په اړه ناوړه تبلیغات کېږي او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به اروپايي هېوادونو ته د افغانستان رښتینی انځور ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اړتیا ده چې په حکومت کې د ټولنې نور اقشار هم ځای او د حکومت اډانه پياوړې شي.

د اروپا مېشتو افغانانو د یاد پلاوي غړې زرکې ملیار ویلي، چې دوی به په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په اړه حقایق وړاندې کړي، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ به د پل حیثیت ولوبوي او په رسمیت پېژندنې ته به کار وکړي.

دغه پلاوي ډاډ ورکړی، چې د طالبانو د مشرانو دریځ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته ورسوي او هغوی به وهڅوي چې خپل هېواد ته سفر وکړي او پرمختګونه له نېږدې وګوري.

 د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال دفتر ویلي، چې مولوي د یاد پلاوي د دې وړاندیز هرکلی کړی، چې دوی د طالبانو او اروپایی هېوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي.

کابل ته د ورغلو دغو افغانانو د پلاوي غړو د دوی له قوله د ادعا شویو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

4 COMMENTS

  1. د هیواد ملي ګټو څخه دفاع او په دغه لاره کې همکاري د هر ریښتینې افغان دینې او ملي وجیبه ګنړل کیږئ. خو د ټرلیب کړه وړه د هیواد دی ملي ګټو خلاف دئ. نو د یو مزدوري او غلامي او د ملت د نیمایې نفوس د حقوقو دښمنه
    ډلګۍ سره همکاري به د څه په معنی وئ؟

  2. عجبه ډورامه به د کمونیستانو له خوا د قادیانیو طالبانو تبلیغ لپاره په اروپا کښی رامینځ ته شی ، اوس به کمونیستان او قادیانی طالبان د روسیی په کومک علنی سره متحد شی !!! بیا هم دا غلامان خپل خائین هدف ته نشی رسیدای !!!!

  3. ښاغلی محترم ډاکټر غروال صاحب!
    ستاسی زیږه پښتونولی او تُنده ژبه می ځکه خوښیږی چی د وطن دوستی هنداره را ته ښکاری.
    فقط ستاسی د خبرتیا په خاطر یوه وړکی یادونه اړینه ګڼم.
    طالبان قادیانی تفکر نلری. قادیانیت د انګریز پلاس جوړ سوی یو بل مذهبی – فکری جعلی مکتب دی چی د ۱۹ پیړی په وروستیو کی د هندوستان په هیواد کی را منځته سو چی موخه ئی د اصیل اسلام د ترویج مخنیوی او تکسیف ؤ.
    انګریز د شیطان زوی په سُنی شرقی – هندی نړی کی د ” قادیانیت ” او په ایرانی – شیعه سیمه کی ” بهائیت ” او په عربی – سُنی سیمه کی د ” وهابیت ” انحرافی مکاتب را منځته کړه چی بدی ګټی تری پورته سوی.
    په پاکستان کی ډیری انحرافی – تروریسټی ډلی جوړی سوی دی کومی چی د بی ګناه سُنی او شیعه او ځینی وختونه صوفیانو وینی ئی توی کړی دی خو د قادیانیانو ( کوم چی مطلق کافران دی – د نبوت د اصل ناقضین دی) په وړاندی ئی هیڅکله او هیڅ ډول سړه او توده مبارزه نه ده کړی ( البته انګریزان اجازه نه ور کوی ) .
    البته
    د طالبانو تفکر ( چی یو دیوبندی تفکر دی ) هم د ” زمانې ” د اقتضاآتو سره سر نه خوری او په هیڅ توګه د اصیل اسلام ښکارندوئی نه کوی بلکه پرونی وهابیت غوندی یو متحجرانه تفکر دی چی انګریزی ذائقه هم پکی د احساس وړ ده.

  4. شاغلۍ محترم غلام حضرت صاحب ، زه ځیږ ژبۍ نه یم بلکه د افغان ملت حقیقی واقعیتونه د کمونیستی کودتا څخه تر اوسه ډیر تریخ دی او ددی تریخو واقعیتونو بیان به د ډیرو له خوا ډیر ځیږ لیده کیږی !
    په ۱۹۸۱ کال کښی امریکا او پنجابی پاکستان سره تماسونه ونیول شول او واضحآ ورته وویل شول چی د افغانستان موجوده شرائيط د تاسو له خوا د مهاجرینو څخه د قومیت او لسان په اساس د تنظیمونو رامینځ ته کیدل د افغان ملت د جهاد او د جهاد کامیابیدو څخه وروسته منفی تمامیږی او همدارنګه د مهاجرینو اولادو لپاره قادیانی مدرسی جوړول!
    د امریکا په ډالرو او دپنجابی پاکستان له خوا ایجاد شوو قادیانیو مدرسو باره کښی د مونږ له خوا هم جدی عکس العمل څرګند کړۍ شو اما پنجابی پاکستان د مونږ انتقادونو ته هیڅ توجه نه درلوده او امریکا په خندا سره ویل چی په افغانستان کښی راتلوونکۍ حکومت باید افراطی وی تر څو روسیی ، چین او ایران ته دوامداره سر دردی وی لنډه داچی هیڅ ډول استدلال ته غوږ نه نیول کیده !

    مونږ پښآور ، راؤلپینډی ، ټل ، کوهاټ ، او کرمی کښی ځینی مدرسی او ددوی معلمان ولیدل او ځینو پاکستانی پښتنو دوستانو سره پدی باره کښی د زیاتر معلومات لپاره په تماس کښی شوړ هغوی واضحآ وویل چی د افغانانو اولادونو لپاره خاصی مدرسی د پاکستان عادی مدرسو څخه کملآ فرق لری یعنی د افغانانو مدرسو لپار افراطی قدیانی معلمان دی نو جنابه د پاکستانی پښتنو معلومات دقیق تره دی او ددوی حقانی مدرسو تبلیغ کاملآ درواغ دی!!
    بلی پخوا وخت کښی د پنجابی پاکستان څخه څینی قادیانیان د تبلیغ لپاره ځدراڼو ، منګلو ، خوستوالو او ځاځیو ته راغلی وو او قومی خلکو ددوی باره کښی ددوی قادینیتوب معلومات تر لاسه کړۍ وو نو ډیر ئی ژوندی غرغره کړل بلی افغانان قادیانی لار کفر په نامه پیژنی او که ملت پوه شی چی دا کثیف کافران قادیانان دی نو دا قادیانی خیټوری غلامی ږیری به ډیر عمر ونلری !!!
    نظر د ارتجاعی نیمه منورینو په واسطه د افغان ملت تباهی د کمونیستی کودتا ( د خودخواه قدرت طلبه محمد داؤد خان تر رهبری لاندی ) څخه راپدی خوا لا تر اوسه دوام لری هریو هوائی بابولانی وائی او دی بابولانو شرائيط نوره هم لا سخت کړی دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب