امریکا، بريتانيا او استراليا په اوکاس کې جاپان ته غړيتوب ورکړی او دغه ګام يې د سيمه يیز امنيت لپاره سخت ګواښ بلل شوی دی.
اوکاس یا د استراليا، بريتانيې او امریکې هستوي مشارکت په ۲۰۲۱م کال کې جوړ شوی، چې له مخې به یې برېتانيا او امريکا استرالیا ته ټکنالوژي ورکوي، څو داسې د اټومي ځواک لرونکي اوبتلونه چمتو کړي، چې د اټومي انرژۍ پر مټ به چلېږي.
امريکې کابو پنځه لسیزې پخوا برېتانيې ته د اوبتلونو ټکنالوژي ورکړې وه او اوس یې استراليا سره ياده ټکنالوژي شريکه کړې ده.
دغه ډول اوبتلونه تر میاشتو پورې په ژورو اوبو کې پاتې کېدای شي او د اوږد واټن ويشتونکو توغنديو د توغولو توان لري.
په دغه اټومي مشارکت کې د مصنوعي ځیرکتیا، انټرنېټي امنیت او انرژۍ همکارۍ هم شاملې دي او دا په تېرو څو لسیزو کې د امريکې، برېتانیې او استرالیا ترمنځ تر ټولو لوی دفاعي تړون دی، چې یو لړ اندېښنې يې هم راپورته کړې دي.
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې(IAEA) د اوکاس د جوړېدو پر مهال ويلي وو، یاد هېوادونه باید ډاډ ورکړي، چې د دې پروژې د پراخېدو خطر نشته.
کارپوهان وايي، اوکاس ښايي په ختيځې اسیا کې د ناټو بڼه غوره کړي، ځکه د خورېدو په درشل کې دی او چین او روسیې وار له مخې دغه تړون غندلی دی ..
کله چې امريکې، برېتانیې او استرالیا دا نوی امنیتي تړون لاسلیک کړ، نو همغه مهال فرانسې پرې سخت عکس العمل وښود او استرالیا او امریکا یې په ”دوه مخۍ” تورن کړل، چې دوی د نوي امنیتي تړون په اړه دروغ وايي او له دواړو هېوادونو یې خپل سفیران بېرته ور وغوښتل.
د فرانسې د وخت بهرنیو چارو وزیر جیان یویس لي دریان دا نوې هوکړه پر خپل هېواد ‘له شا د چاکو ګوزار’ بللی و.
فرانسې او استراليا په ۲۰۱۶م کال کې د ۳۷ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د ۱۲ اوبتلونو د جوړولو هوکړه کړې وه، نو ځکه یې د یاد مشارکت په اړه عکس العمل وښود، چې په دې سره یې يادې پیسې په اوبو لاهو شوې.
کارپوهان وايي، دا تړون ښايي د سیمې هېوادونه په جنجالونو او شخړو کې ښکېل کړي. که څه هم په دغې هوکړې کې د کوم هېواد یادونه نه ده شوې، خو معمولاً لوېديځ هېوادونه په هندي ارام سمندر کې د چین پوځي فعالیتونو ته ګوته نيسي او ښايي همدا یې يوه هڅه وي، چې په جنوبي سمندرګي کې د چين مخه ونيسي.
چين بیا په جنوبي سمندرګي کې خپل ټول فعالیتونه قانوني بولي او د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ دغه تاریخي امنیتي هوکړه یې څو څو ځلې غندلې او دا یې د یادو هېوادونو سخته بې مسوولیتي او تنګ نظري بللې ده.
اوکاس اوس جاپان ته هم غړیتوب ورکړی او دغې کړنې يې د ختیځې اسیا هېوادونو اندېښې راپورته کړې دي.
د جاپان حکومتي چارواکو د خپل هېواد لپاره د اوکاس غړيتوب مهم بللی، خو ډېرو جاپانيانو بيا اندېښنه څرګنده کړې او شکایتونه یې کړي، چې اوکاس د بېلا بېلو ټولنو له اندېښنو سره سره بيا هم نوی غړی جذب کړی، چې دا اقدام به يې د ډلو ټپلو د تقابل د سختېدو او د اټومي وسلو د خپرېدو سبب وګرځي.
اوکاس پلان لري، چې لومړی په استراليا کې اټومي تحت البحري بېړۍ ځای پر ځای کړي او ورپسې د نوي نسل اټومي تحت البحري بېړۍ جوړه کړي.
درې واړو هېوادونو د خپل جنګي توان د نوي کېدو په موخه ګډې همکارۍ پېل کړي او د نویو عصري ټکنالوژيو د جوړولو په هڅه کې دي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي، چې په دغه مشارکت کې ورسره برخه واخلي.
اوکاس ولې جاپان خپل لومړی نوی غړی انتخاب کړ؟
د شنونکو په اند، اوکاس د دوو لاملونو پر اساس جاپان ته غړيتوب ورکړی دی.
لومړی يې تخنيکي لامل دی. امريکا، بریتانيا او استراليا د نويو عصري ټکنالوژيو په برخه کې نيمګړتياوې لري، خو جاپان د هایپرسونيک وسلو، کوانټام ټکنالوژۍ، اليکټرونيکې جګړې او مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې ډېر لوی لاس لري، نو له دغه مشارکت سره د دفاعي تخنيکونو په لوړولو کې مرسته کولی شي.
جاپان بیا غواړي، چې له امريکا، بريتانيا او استراليا سره د حساسو پوځي تخنيکونو د شريکولو له لارې خپل دفاعي توان تقويه او د اسيا او ارام سمندر سيمې کې خپل پوځي نفوذ زيات کړي.
دويم يې ستراتېژيک لامل دی او د اوکاس غړي جدا پلانونه لري.
امريکا اوکاس د هند- پاسفیک ستراتېژۍ کليدي برخه بولي او پکې د خپلو زياتو متحدينو او په تېره بيا د عصري ټکنالوژۍ لرونکو هېوادونو جذبول غواړي، څو د چین د نفوذ د مخنيوي موخې ته ورسیږي.
بریتانيا د نړيوالې بريتانيا په نوم د ستراتېژۍ د عملي کولو په هڅه کې ده او غواړي، د جاپان په همکارۍ د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې مداخله وکړي او خپل نفوذ پراخ کړي.
استراليا پخوا په دې اړه اندېښنه درلوده، چې په دغه مشارکت کې د نوي غړي ګډون به د اټومي بېړۍ د جوړولو لړۍ وځنډوي او لومړی پلان یعنې د اټومي بېړۍ د ځای پر ځای کولو چارې به یې ټکنې شي، نو اړه شوه، چې خپل لومړيتوب دوهم پلان ته ورکړي او جاپان نوی غړی ومني.
جاپان بيا غواړي، اوکاس په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د خپلو پوځي اجنډاوو د ترسره کولو او د چين د نفوذ د مخنيوي لپاره د يوې وسیلې په توګه وکاروي.
جاپان د اوکاس همکارۍ چټکولی شي؟
د استراليا ډيالوګ ويبپاڼې د اپريل په نهمې نېټې په يوې مقالې کې ويلي، چې جاپان ښايي د اوکاس مرکزي غړی ونه ګرځي، ځکه د دغه مشارکت غړي يو پر بل شکونه لري او په تېره بيا امریکا د کليدي تخنيکونو د صادراتو په برخه کې خپلې ګټې لټوي او پر خپلو متحدينو ډېر شکونه کوي.
يادې مقالې د اوکاس غړو د اټومي بېړۍ د اخيستلو په برخه کې رامنځته شوي جنجال ته اشاره کړې ده. استراليا ويلي وو، چې د بريتانيا اټومي بېړۍ يو لړ ستونزې لري او بايد له امريکا څخه اټومي بېړۍ واخيستل شي.
مقاله وايي، اوکاس پوځي رنګ لري او جاپان ښايي د امريکا د ډيپلوماتيکو ستراتېژيو وسيله وګرځي او د چين خلاف جبهې ډېر خطرناک ځای ته ټېله شي.
د سريلانکا ولسمشر رانيل ويکرم سینګ د اوکاس ستراتېژي ناسمه بللې او اندېښه یې ښودلې، چې دغه ستراتېژي به اسيا پر دوو دښمنو ډلو وويشي.
د اندونيزيا او ماليزيا مشرانو هم اوکاس غندلی او ويلي یې دي، چې دغه مشارکت به د سيمې ثباب خراب کړي او نفوذ به يې جنوب ختيځې اسيا ته خپور شي او ډېرې منفي اغېزې به ولري. هغوی دغه ستراتېژي د سړې جګړې له مفکورې ډکه او د سيمې له امنيتي ګټو سره په ټکر کې بللې ده.
د اوکاس پيدايښت له اوله اړين نه و، ځکه د اسيا او ارام سمندر سيمې د يووالي له بهیر سره پراخ واټن لري، خو اوس یې نظامي رنګ خپل کړی او ښايي په راتلونکي کې د ناټو په څېر ډېر غړي خپل کړي او د ختيځې او جنوب ختيځې اسیا ډېرو هېوادونو ته به سرخوږی جوړ کړي.