سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+غزه کې بل شوی اور سیمه کې خپور شوی

غزه کې بل شوی اور سیمه کې خپور شوی

محمدشفیق رشید

د فلسطین په غزه کې د اسراییلو له خوا هوايي او ځمکني بریدونو نږدې دوه سوه ورځې پوره کېږي او اوس شواهد دا ښيي چې دغه بل شوی اور په سیمه کې خپور شوی دی او که ژر تر ژره کنټرول نشي نو آن نړیوالې جګړې د پېښېدو لامل هم کېدای شي.

په ۱۹۴۸ میلادي کال د عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ جګړه وشوه چې لوېدیځ په تېره بیا امریکا او انګلیستان د اسراییلو ملاتړ وکړ او عربو ماتې وخوړه چې په نتیجه کې د عربي هېوادونو ځینې سیمې د اسراییلو لاس ته ورغلې.

ملګري ملتونه اوس هم هغه ځمکې چې په دې جګړه کې د اسراییلو لاس ته ورغلې د اسراییلو حق نه ګڼي بلکې په وار وار يې ویلي چې دا ځمکې دې بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپاري خو اسراییل نه یوازې دا ځمکې عربو ته نه ورکوي بلکې هره ورځ هلته نوي یهود مېشتي ښارګوټي جوړوي او دا موضوع د اسراییلو او عربو په خاصه توګه فلسطنیانو ترمنځ د لانجې د دوام سرچینه پاتې شوې ده چې د همدې جنجالونو په دوام کې تېر کال یعنې ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه حماس غورځنګ پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ چې لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا د لانجې پيلېدو اصلي لامل ته له پام پرته د اسراییلو په ملاتړ سیمې ته جنګي بېړۍ واستولې، اسراییلو ته يې پرېمانه وسلې او پيسې ورکړې او هغوی پر غزه داسې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړل چې له امله يې تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیان شهیدان او له ۷۰ زرو شاوخوا ټپيان او د دغه سیمې تقریبا ټول تاسیسات له خاورو سره خاورې شوي دي.

په عین حال کې ایران هم په دې لانجه کې غلی نه دی پاتې شوی بلکې په عراق، سوریه، لبنان، یمن او ځینو نورو هېوادونو کې يې وسله والې ډلې جوړې کړې او ملاتړ يې کوي چې همدا اوس دغه ډلې له اسراییلو او په سیمه کې له امریکايي عسکرو سره په جګړه کې ښکېلې دي.

د ملګرو ملتونو په شمول ځينو آسیايي هېوادونو لکه چین او روسيې اسراییلو او امریکا ته خبرداری ورکړ چې جګړه د حل لار نه ده او ستونزې دې د خبرو له لارې حل او د ۱۹۴۸ میلادي کال چې د فلسطین سرحدونه و د همهغو سرحدونو په لرلو سره دې دوه دولتونه (فلسطین او اسراییل) جوړ شي.

دې هېوادونو خبرداری ورکړ چې که داسې ونه شي نو سیمې او آن نړۍ ته د دې جګړې د پراخېدو خطر به رامنځته شي.

د چین د دولت رییس شي جین پينګ د بو او اسیايي فورم په اړه په یوه وینا کې وویل چې د نړۍ هېوادونه دې د تقابل پر ځای تفاهم، یو د بل پر ضد د ایتلاف او ډلو ټپلو جوړولو پر ځای دې همکارۍ وکړي او جګړې د حل لار نه دي.

په امنیت شورا کې د چین استازي وویل چې که د غزې بحران کنټرول نه شي نو د دې ویره شته چې دا بحران پراخ شي.

ده په غزه کې د سملاسي اوربند په اړه د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

هغه د امنیت شورا په یوه غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې اسراییلو ځانونه کاڼه اچولي او په غزه کې يې یوه بې مخینې انساني غمیزه رامنځته کړې ده.

ده اسراییلو ته په خطاب کې ویلي چې امنیت د ډله ییز مجازات له لارې نه راځي او خشونت ته په خشونت ځواب د کرکې او تقابل سبب کېږي.

په امنیت شورا کې د روسيې استازي هم ویلي چې اسراییل د خشونت د ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو د غوڅ اکثریت غړو نظر له پامه غورځولی او اوربند نه کوي.

اوس د غزې بحران د سیمې هېوادونو ته خپور شوی خو که کنټرول نه شي پر نړیوال بحران بدلېدای شي.

اسراییلو په غزه کې د امنیت شورا له خوا د اوربند له پرېکړې څو ورځې وروسته په دمشق کې د ایران د سفارت اړوند یوه ودانۍ برید وکړ چې له امله يې د ایران څو نظامي مسوولین ووژل شول.

ایران د دې په ځواب کې د اپرېل په ۱۳مه پر اسراییلو پراخ هوايي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې له ۳۰۰ ډېر بالسټیک توغندي او ځانمرګو بې پيلوټه الوتکو پکې وېشتل شوي دي.

ایراني سرچینو ویلي چې په دې برید کې د عراق اسلامي غورځنګ، لبنان حزب الله او د یمن حوثیانو هم برخه اخیستې ده.

د امریکا په مشرۍ ځینو لوېدیځو هېوادونو پرته له دې چې په غزه کې د اسراییلو جنایتونه او په دمشق کې د ایران پر سفارت برید وغندي، پر اسراییلو يې د ایران بریدونه غندلي او له اسراییلو يې د هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی.

نتیجه:

اوس عملا د غزې بحران د سیمې هېوادونو ته خپور شوی او د نړیوال کېدو ویره يې موجوده ده.

خو له وضعیته داسې ښکاري چې نړۍ په دې اړه پر دوو ډلو وېشل شوې چې یوه ډله يې امریکا او نور لویدیځ هېوادونه دي چې متاسفانه په ملګرو ملتونو کې هم نفوذ لري او دوی عملا نه یوازې د غزې بحران پراخېدل غواړي، بلکې په حقیقت کې دوی یوه نا امنه اسیا غواړي او که په اسيا وچه کې د هرې جګړې او لانجې جرړو ته کتنه وشي نو د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو رول به پکې ثابت شي.

خو بل لوری بیا اسیايي هېوادونه دي چې په سرکې يې چین او روسیه چې دواړه په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب لري او د امریکا په شیطاني سیاستونو په پوهېدو سره يې د غزې د بحران د واقعي او صادقانه حل لپاره وړاندیزونه کړي دي.

لازمه دا ده چې د اسیا ټول هېوادونه سره یو موټی شي او نور امریکا او لوېدیځ والو ته په زغرده ووايي چې په آسیا کې دې لانجې نه جوړوي او له دې وچې دې خپل پوځي تاسیسات وباسي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ما څو کاله پخوا یو ترکی سریال د (پایتخت عبدالحمید ثاني) په نوم ولیده، دنورو موضوعاتو څنګ کې د اسراییل بیرغ یوه ورځ سلطان پاشالر( وزیرانو یا جنرالانو)ته وښود او پوښتنه ې وکړله : ستوری خو عادي خبره ده او دهر ملک په بیرق کې وي ؛بل څه ستاسو توجه جلبوي؟
    پاشاګان پوه نشول؛ خلیفه لکړه واخیسته او د ستوري پاس او لاندې دوه خطونه یا کرښې ېې وښودلې!! اصلي دا پورته دجله او لاندې فرات نهرونه ښېې چې د پخواني یهودی دولت حدودو ته رسیدل هدف لري!!
    نو دا چې عراق ،سوریه، لبنان ، فلسطین،اردن، مصر ؛حتی افغانستان ؛ترکیه ، کردیه!!، ایران؛یمن ،لیبیا …قصداََ د دیاسپورا کې بلیونرانو بالدارانو په مستقیمو غیر مستقیمو مرستو په نښه کړي؛یا ې پلان کې لري
    دا د همغو انګریزانو د ۱۹۴۷ او ۴۸ کلونو د کینسر یا سرطان تخم کرلو نتیجه ده چې باید لایزر یا راډیوتراپي سره د ارض له مخې ېې نوم ورک شي ؛
    بل دا چې م.م.م.کې دویتو حق ایسته شي که په رښتیا متحده ملتونه وي ..
    د۴۷ په چنګاښ دانې خو به هم پوه شوي ېاست !!! .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب