سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ د ۵...

پکتیا کې د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ د ۵ غړو مړینه

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) په پکتیا کې ځایي طالب چارواکو د یوه غره د ښویېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړو د مړینې خبر ورکړی.

د دوی د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شوې ده.

د خبر له مخې، چارواکو ویلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د دې کورنۍ ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې د پېښې وخت نه دی ښودل شوی.

تر دې مخکې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د غره ښوېیدو او نورو طبیعي او اقلیمي پېښو له امله د ورته مرګ ژوبلو خبرونه ورکړل شوي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهد دي.

طالب چارواکو ویلي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تر ۵۰ پورې کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي.

د دې ترڅنګ، د سلګونو کورونو د ویجاړیدو خبرونه هم ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب