دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد هلمند د کجکي بند له چارو د ملا برادر لیدنه

د هلمند د کجکي بند له چارو د ملا برادر لیدنه

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هلمند ولایت ته د سفر پر مهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ملا برادر د کجکي بند پروژې د مسولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه ځينې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي بللې او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسولینو د هڅو قدردانی کړې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو کمښت له امله د برېښنا تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

هغه زیاته کړې: له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

طالب چارواکي او له هغې ډلې ملا برادر اخوند وخت پر وخت د اوبو او برېښنا له هغو بندونو چې د جمهوري نظام پر مهال یې چارې پیل شوې وې، لیدنې کوي چې منتقدان یې له دغو پروژو په خپله ګټه د طالب مقاماتو تبلیغاتي استفاده بولي.
د طالبانو یو شمېر ستایونکي بیا د ورته پروژو د چارو د دوام لپاره د واکمن رژیم هڅې د پام وړ یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب