دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ټولنه په اصولو چلېږي | اسدالله غضنفر

ټولنه په اصولو چلېږي | اسدالله غضنفر

متل دی وایي د عقل وږی او د دنیا موړ چا نه دی لیدلی. هر چا ته خپله خبره پخه ښکاري او ګومان کوي چې د سم او د ناسم د جلا کولو لاره چاره ښه ورمعلومه ده. که دغسې نه وای دنیا به په یوه خوله وه، د نوح نبي زوی به د پلار خبره منله او ابراهیم به د ازر په کور کې نه لویېده.

اوسني خلک له یو بل سره د برابري احساس ډېر کوي خو په تېرو وختونو کې به د رحمان بابا غوندې اخلاقي لارښودونکو هم ویل چې د سردار (امرا) او عادي کس (فرد) عزت په یوه اندازه پکار نه دی:

د هر چا حرمت په خپله اندازه دی

نه چې مومي نفر ځای د امرا

د برابر اوسېدلو شعور او د اوسنۍ زمانې ټکنالوژي چې هر چا ته یې د خپل نظر د څرګندولو امکان ورکړی دی، دا اړتیا لا زیاته کړې ده چې په اجتماعي ژوند کې رقابت او مخالفت ته د متفاوتو لوریو د منلو وړ اصول او حدود ولرو.

له بلې خوا اوسنۍ وسلې ډېرې وژونکې او تباه کوونکي دي. د اتم بم او هایدروجن بم خبره به نه کوو، همدا نسبتا عادي وسلې هم د پخوا وختونو تر جنګي وسایلو خورا خطرناکې دي. له هغه راوروسته چې تیمورشاه پایتخت کابل ته راولېږداوه، دغه ښار د جګړه مارو تر منځ په ځلونو لاس په لاس شوی دی خو په کابل کې د ټولو تېرو جګړو د سرومال تاوان یوې خوا ته او د تنظیمي جګړو تاوان بلې خوا ته. وجه دا نه وه چې د پخوانو رحم زیات و، وجه دا وه چې اوسنۍ وسلې ډېر تاوان رسوي. که د دنیا مثال راوړو، د شلمې پېړۍ په دواړو نړیوالو جنګونو کې شاوخوا سل میلیونه انسانان ووژل شول چې په تېر تاریخ کې یې هیڅ ساری  نشته، ځکه پخوانۍ وسلې دومره وژونکې نه وې. نو په داسې زمانه کې چې وګړي ځانونه سره برابر ګڼي او وسلې تر بل هر وخت وژونکي دي، د نړۍ د اوسېدونکو او بلکې د هر هېواد د خلکو خپل منځي اختلافونه او رقابتونه، که بې اصولو وي، په شر بدلېږي او ټولنې ته اور اچوي.

 موږ څو لسیزې د جګړو په اور کې وسوځېدو. ډیری کسان فکر کوي چې که کودتاوې نه وای شوې، بې ثباتي به نه جوړېده او جګړې به نه پېښېدې. د کودتاچیانو خاطرې چې لولو، وایي، د بهتري په نیت یې دا کار کړی و. داسې به وګڼو چې د دوی نیتونه په رشتیا سم وو، خو د میلیونونو انسانانو برخلیک په خپله خوښه او د خپلو ملګرو په خوښه جوړول سم بللای شو؟ ایا که له ګاونډي سره مشوره ونه کړئ او د کورونو تر منځ شریک دېوال په دې نیت ونړوئ چې ښکلی او پوخ  دېوال به یې په ځای ودروئ، سم کار دی؟

په ګڼو هغو هېوادونو کې چې د سیاسي او اقتصادي ثبات په لحاظ یې حالت بهتره دی، د ملت د اکثریت رایه وروستۍ فیصلې کوي. ځینې کسان په دې نظر دي چې د افغانستان په څېر جګړو، بېوزلۍ، بې سوادۍ او د پردیو مداخلو ځبلې ټولنې ته کافي وخت پکار دی چې د خپلو فیصلو لپاره د ملت د اکثریت رایه معیار وګرځوي. دلته سوال کېږي چې څومره وخت په کار دی او دې پړاو ته د رسېدو لاره کومه ده؟ زموږ په ټولنه کې یو شمېر کسان په دې نظر هم دي چې د اکثریت رایه ممکن غلطه وي، نو خامخا منل یې سم کار نه دی. خو دا غلط او نا غلط به یې څوک معلوموي؟ هغه کسان چې غلط او ناغلط معلومولی شي، څنګه تعریف کېږي؟ دغو پوښتنو ته یو ځواب دا دی چې د سم او ناسم توپیر به علما کوي خو ایا زموږ په ټولنه یا بله هره ټولنه کې علما په یوه خوله وي؟ ایا تعبیرونه او نظرونه یې یو شان وي؟

 پیغمبر(ص) ته منسوبه دا خبره ډېره مشهوره ده چې: اخْتِلافُ اُمّتي رَحمَةٌ یعنې زما د امت اختلاف رحمت دی. دلته له اختلاف څخه منظور د فکرونو تنوع ده. په اوسنۍ زمانه کې یو مشهور قول دی چې چېرته ټول فکرونه یو شان وي، هلته په حقیقت کې هیڅ فکر نه وي.

انسانانو له ادمه تر دې دمه همېشه مختلف فکرونه لرلي دي. هغوی چې ایکې یوه نظریه هم مني او ان په یوه ګوند کې هم وي، نظرونه یې یو شان نه وي. د علمای حق او علمای سؤ اصطلاحات اوسني نه دي، ډېر پخواني دي. د علماوو د فکر منبع که څه هم یوه ده، خو کله کله یې فکرونه او تعبیرونه دومره سره بېل شي، چې مخالف لوري ته علماې سؤ او د هغوی کتابونو ته کتب ضاله وایي. دا حال په هر اجتماعي ګروپ کې لیدلی شو.

ټولنه د هغو کسانو د تشخیص او ټاکلو لپاره واضح اصولو ته اړتیا لري چې د ټولنې د برخلیک فیصلې کوي او د فیصلو کسان که په خپل منځ کې د اکثریت رایې ته غاړه کې نه ږدي، د ګډ کار دوام ورته سخته کېږي.

1 COMMENT

  1. ښاغلی غضنفر صاحب په ژور فکر او قلم مو برکت شه. بلی همداسی ده که د بریښنا یا برق چارجونه ټول مسبت وایی او مخالف یا منفی یی نه درلودای کیدایش نن ورځ مونږ برق هم نه درلودای.
    ښاغلی لیکی:
    پیغمبر(ص) ته منسوبه دا خبره ډېره مشهوره ده چې: اخْتِلافُ اُمّتي رَحمَةٌ یعنې زما د امت اختلاف رحمت دی. دلته له اختلاف څخه منظور د فکرونو تنوع ده. په اوسنۍ زمانه کې یو مشهور قول دی چې چېرته ټول فکرونه یو شان وي، هلته په حقیقت کې هیڅ فکر نه وي.

    ټولنه د هغو کسانو د تشخیص او ټاکلو لپاره واضح اصولو ته اړتیا لري چې د ټولنې د برخلیک فیصلې کوي او د فیصلو کسان که په خپل منځ کې د اکثریت رایې ته غاړه کې نه ږدي، د ګډ کار دوام ورته سخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب