سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد ملي بیرغ پر ځای د خپل سپین بیرغ په حاکم ساتلو...

د ملي بیرغ پر ځای د خپل سپین بیرغ په حاکم ساتلو د ذبیح الله مجاهد ټینګار

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای دوی د خپل سپین بیرغ د حاکمولو حق لري.

د هغه په ادعا، دا د دوی حق دی چې د واکمن لوري په توګه خپل بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه حاکم کړي.

د طالب ویاند دا څرګندونې د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.

د دوی په باور، طالبان د یوه په زوره او نا مشروع ډول واک ته رسېدلي رژیم په توګه د داسې پرېکړو حق نه لري او د دا ډول کړنو سرته رسول او توجیه کول به ورته ښې پایلې ونه لري.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی په لومړیو کې د موقت وخت او په دې اړه تر ملي پرېکړې پورې د ملي بیرغ د څنډې ته کولو خبرې کولې، خو اوس د وخت له تېریدو سره ښکاري چې په دې اړه یې خلکو ته په لومړیو وختونو کې کړې نرمې خبرې غولونکې وې.

د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو وختونو کې د دوی په لاس د یو شمېر هغو کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي وو، چې د افغانستان د ازادۍ د کلیزې په مناسبت یې په جلال اباد او یو شمېر نورو ښارونو کې له درې رنګه ملي بیرغ سره د ازادۍ کلیزه نمانځلې وه.

5 COMMENTS

  1. لری له کلیمی څخه یې.
    له سپین بیرغ نه د هیبتی ښځې ته پرتوګ تری جوړ کړې چې هغه بوینه سومبی پټه شې

  2. ياره داسپک ويل ښه کار نه ده ځکه په سپک ويلو کوم هدف ته رسيدلای نه شي.
    بيا که غواړي چي څوک وځوروي بيا هغه شخص مخاتب ونيسه؛ نه د مخاتب کس ميرمن يا خور او يامور ته سپک ووايي ځکه د مخاتب کس ميدمن ، خور او يامور د مخاتب کس د کړو مسولي نه
    راځي چي د سپکو ويلو له کلچر نه لاس واخلو په عوض يي منطق او دليل را مخ کړو.

  3. هو دوی اوس د زړه خبره وکړه، د دوی هدف دی چې د افغانستان تاریخ محوه کړي!
    هو پر هر څه د دوی حق دی، دا نور خلک دوی ته هیڅ انسانان نه ښکاري هیڅ حق او خوښه نلري. هیوادونه په دې ډول خودخواهۍ نه جوړیږي. هیوادونه هغه وخت وده کوي چې ټول ملت په کې ځان وویني اوس خو یوازې ملا صیبان او بیا هغه ملاصیبان چې ددوی خودخواهانه او متحجرې پالیسۍ تائیدوي پکې ځان ویني او دا نور خلک ترې ورځ تر بلې پردي کیږي او په دې خبره به ترې نور هم ډیر پردي شي!

  4. د اسلام په تاریخ کې هېڅکله سپین بیرغ نه وو.
    تردولسمې میلادي پېړۍ پوري اسلامي هېوادونو کوم خاص رنګ بیرغ نه درلود، کله چې په اروپا کې ملي دولتونه جوړ شول ، هغوی د خپلو هېوادونو لپاره د ملي او کلتوري دلایلو په اساس ځانونو ته بیرغونه جوړ کړل.
    د ترکانو عثماني امپراتورۍ بیرغ سور رنګ او سپوږمۍ وه ، چې تر نن پورې د خپل هېواد عظمت او تاریخي قدرت تمثیلوي .
    په افغانستان کې لومړی تور رنګه بیرغ استعمال شوی ، چې د امیر امان الله خان له وخته د لویې جرګې د برخه والو په وړاندیز تور ، سور او زرغون رنګونه درلودونکی ملی بیرغ منظور شوي وو. تور د ا شغال تورې دورې یادونه کوي ، سور د افغان مسلمانو واقعي مجاهدینو د جهاد او فدارکارۍ او زرغون چې افغانستان یو کرنیز یا زراعتي هېواد دی ، تمثیلوي .
    په سقاوي دوره کې هم دا بیرغ پرځای پاته شو، د نادر خان او ظاهر شاه ، داود خان تروخته همدا درې رنګه ملي بیرغ له لږ تغییراتو سره پرځای پاته شو.
    متاسفانه په افغانستان کې له 1357 کال را پدې خوا هره جنګي ډلې چې د هېواد واک په زوره ترلاسه کړی . ملي بیرغ چې د یوه هېواد د ملي وحدت او ملي یوالي سمبول دی ، په خپله خوښه انتخاب کړی .
    د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په اولو دو کلونو کې د خپل ګوندي بیرغ ترڅنګ ملي بیرغ رنګ په سور تبدیل کړ . کله چې وروسته خپلې اشتباه ته متوجې شول ، په تدریج سره یې د ملي بیرغ رنګ هغه پخواني درې رنګه بیرغ ته واړول .
    ملا رباني د خپلې څلور میاشتنۍ واکمنۍ چې وروسته یې نژدې پنځه کاله د تاجیکستان په کولاب کې تېر کړل ، تور شین اوسپین رنګه بیرغ انتخاب کړ. ملي سرود یې د پنجشیریانو یوه ترانه غوره کړې وه.
    ملایانو د خپلې واکمنۍ په اوله دوره کې سپین رنګه بیرغ پورته کړ. خو هغه دولت افغانانو او نړیوالو ته د منلو نه وو، چې ډېر ژر راوپرځېد.
    د افغانستان د اسلامي جمهوریت په شل کلنه واکمنۍ کې بیا هغه د مرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د وخت درې رنګه تور ، سور او زرغون بیرغ د الله اکبر په اضافه کولو سره د لویې جرګې له خوا تصویت او پورته شو، چې ترډېرو د ټول افغانستان د پرګنو او ګوندونو ته د قناعت وړ وګرځېد.
    د طالبانو په دوهمه واکمني کې بیا هغه پخوانی سپین بیرغ چې د هغوی د سپین څادر درلودلو سمبول دی او د پاکې مقدسې طیبه کلیمې په اضافت سره انتخاب کړی . سپین رنګه بیرغ د ملي بیرغ ځای نشي ډکولی او یوازې د یوې ډلې یا تنظیم د علایقو استازیتوب کوي ، بنا ملي ګټې ، نړیوال نورمونه او د افغانستان د مختلفو پرګنو غوښتنې دا ایجابوي چې زمونږ هېواد د نورو متمدنو دولتونو تر څنګ ملي بیرغ ، اساسي قانون ، ملي سرود او نور داسې قوانین ولري ، چې د افغان مسلمان ملت غوښتنې ، حقوق او وجایب ، د هېواد نړیوالې اړیکې او خارجي سیاست پکې روښانه او تسجیل شوی وي .
    که طالبان د ولس غوښتنې ونه مني ، لرې نه ده چې د ولس کرکه او نفرت به د دوی په مقابل کې ورځ تربلې ورځې زیات او یوه ورځ به بیا د پنجاب په لورې کډې وربار کړي . و ماعلینا الاالبلاغ المبین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب