سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د وردگو په جغرافیا کې زیات شمیر نومونه په زړه پښتو او سانسکریت...

د وردگو په جغرافیا کې زیات شمیر نومونه په زړه پښتو او سانسکریت پورې اړه لري

احسان الله ارینزی
وردک د تاریځ په بهیر کې سیمینار
شپږمه مقاله
د لیکلو کال: ۲۰۱۶
 
 

 پروفیسور عبدالخالق رشید

 ډاكټر عبدالخالق رشيد د غلام سخي رشيد زوى د غزني په رشيدانو (جغتو) كې زېږېدلى دى. ده خپلې لومړنۍ او ثانوي زده كړې د غزني په ليسه كې بشپړې كړي او په كال 1358هـ.ش كې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د لسيانس ديپلوم تر لاسه كړى او د كدر استاد په  توگه منل شوى دى.

استاد عبدالخالق رشيد په 1366 كې له كابل پوهنتون څخه ماستري اخستې او يو كال وروسته د فرهنگي شورى رياست هم ورسپارل شوى دى.

په كابل كې د كورنيو  جګړو په كلونو كې رشيد لومړى پېښور او بيا هند ته لاړ او دوولس كاله (96- 2008م) يې د جواهر لال نهرو په پوهنتون كې تدريس كړى او په عين وخت كې يې له جامعه مليه اسلاميه څخه په ادبياتو كې دكتورا اخستې.

ډاكټر رشيد له 2008- 2011م پورې په ډيلي كې د افغانستان فرهنګي آتشه و، دى په پښتو، دري، اردو، هندي او انگليسي ژبو پوهېږي، دوولس چاپ شوي او 40 ناچاپه آثار لري.  د ده دوه علمي كارونه (د مهاتما ګاندي ژوند او مبارزه) او (علامه اقبال او افغانستان پېژندنه) د هند په رسنيو كې ډېر ځلېدلي او د هند ځينو محصلينو د خپلې ماستري اودكتورا تيزيسونو د استاد تر نظر لاندې بشپړ كړي دي. دا تيزيسونه د افغانستان پېژندنې، د افغانستان ژبې او د دې دواړو هېوادونو تر مينځ د فرهنګي ګډون په هكله ليكل شوي دي.

د استاد خالق رشيد تر ټولو نوى كتاب د غازي محمد جان خان وردك په هكله دى چې د هند په آرشيفونو كې د انګليسي اسنادو په رڼا كې ليكل شوى او خورا په زړه پورې او مستند مواد او معلومات لري.

——————————

 

افغانستان دبشري تمدن دتاریخ یو روښانه څپرکې دی، دغه لرغونی هیواد  که په تاریخي لحاظ د دبیلابیلو قارو ترمنځ دپیوستون کړۍ بلل کیږي همداسې دبشري تمدنو په رامنځ ته کولو، پاللو او خورولو کې یي هم موقعیت او شته  والی په ځانګړې توګه دیادونې او څیړنې وړ دی، دا په دې چې  دبشري تاریخ په دغه حساس  جغرافیایی موقعیت کې ډیرې داسې خبرې ترخاورو لاندې دي  چې لاهم نه دي څیړل شوې، لاهم څیړنواو راسپړنو ته اړتیا لري، په دغه  جغرافیایی موقعیت کې  لاهم دنویوعلومو په مرسته  ډیرنوي معلومات ترلاسه کیدای شي چې باید کارپرې وشي، دهمدغو نویو څیړنو په مرسته تحلیل او دبشري میراث په توګه  ترسترګورو کسانو پورې ورسیږي.

داوسني  ساینس اوپوهې یوه دنده هم دحقایقو راسپړل اوپه دقیقه، مستنده اوسمه توګه  دناویلو  ویل دي. بیلابیل علوم که له یوې خوا  دنویو پرمختګو په لور هڅه کوي،  نوي کشفیات کوي  په څنګ کې یې داهم اړینه بولي  چې باید دخپل اند وژوند، دخپل چاپیریال او جغرافیي  پررازونو باندې هم پوهه اوحقایق په ډاګه کړي، نن سبا  تاریخي او جغرافیایی څیړنې  دانساني ژوند اودهغه دجغرافیی  دلاښې پیژندنې په ترڅ کې یوبل مهم اصل دی چې که موږ وغواړو اوکه نه دغه اصل دنړۍ په نویو څیړنواوپرمختګونوکې په بهیرکې خپله ځانګړې وړتیا لري . په دغه څیړنه کې  دځمکي پرمخ آسیايی میراث د پخوانی ټاټوبی  دمیراث په حیث په عمومي او لرغونی افغانستان په ځانګړي اوڅرکنده توګه دپاملرني وړدی، خکه نو دابه ډیره تصادفي خبره نه وي چې دهرنړیوال زورګیرځواک وس رسیدلی نو بیایی پردغه خوا رامخه کړې، اودآسیا په زړه کې ترټولو دمخه ددغه هیواد دنیولو تمه ورسره پیداشوې ده، له بده مرغه چې موږ دخپل هیواد په دغه رمز باندې تراوسه هم ځان پوه نه کړ اونه مو ددغو پرونیو او ننیو  ظالمو ځواکونو  ددغې حرصی تندي رمزاو راز په دقیقه توګه درک کړای شو. ددې لپاره چې خبره سیاسي نه شي غواړم خپله خبره بیا له هغه ځایه راپیل کړم لکه چې یومهال دهند انګریزویسرای لارد کرزن کلونه مخکې زموږ د هیواد وجغرافیايی موقعیت په اړه ویلی وو :« افغانستان باید دخپل جغرافیایی موقعیت مرهون واوسي ». 

په هرډول، زموږ پخوانو پوهانو زموږ  او نورو لپاره ډیرڅه لیکلی واو ویلي دي  چې موږ یي په ډیرو تراوسه هم ناخبره یو، دا زموږ دنده ده چې هغو ته مخ ور واړو، هغه ولولو او دهغو په ویلو باندې له پیړیو پیړیو وروسته  یوه علمی او مثبته کتنه وکړو  که مو پروس پوره شوه باید یو څه پرې ور زیات کړو اوکه داهم ونه شوه باید لږ ترلږه خو یی نورو ته له تظاهره پرته و روپیژنو.  زما لپاره هندوستان  دعلومو اوانسانی علمي او کلتوری سرچینو په برخه کې  دتیرې یوې دوو لسیزو په اوږدو کې  یوه ښه او په زړه پورې بیلګه شو، په دغه هیواد کې د علمي څیړنو لړي په خورا شور اوزوږ سره  مخ په وړاندې روانه ده، داجتماعی علومو په برخه کې دغه هیواد یوازني هیواد دی چې دنړي دنورو هیوادو په انډول زیات دټولنیزو، ژبنیو، تاریخي، روانی او مذهبي څیړنو په برخه کې کارکوي، په لسګونو سیمنارونه او کنفراسونه ددغه هیواد په علمي موسسو او پوهنتونو کې جوړیږی او په زرګونو زده کونکي د ټولنیزو علومو په برخه کې په لوړو زده کړو بوخت دي. په دغه تاوده بازار کې هرکال په زرګونه کتابونه او آثار  دتاریخی، ژبنیواو فرهنګی څیړنو په برخه کې ددغه هیواد په بیلابیلو ژبو باندې چاپیږي. تاریخي څیړني هم په هندوستان کې د دغه هیواد دبډایو سرچینوپه پام کې نیولو سره اوس هم خپل ځای لري داځکه چې دغه څیړنې ددغه لرغوني هیواد او ګاونډیو سیمو دشته والي اوپیژندنی  په برخه کې ترټولو ښه او  د درناوي وړ څانګه بلل سوې ده. همداده چې هندي لیکوال تل دغزنی د دربار د نامتو لیکوال ابوریحان البیرونی دهندپوهنې له امله په درنښت یادوي اودهغه آثار په دغه برخه کې بی له شکه دخپل هیواد دتاریخ او فرهنګ ترټو لو دقیقه او علمي پانګه بولي. له دغې لنډې یادونې څخه مقصد او مطلب دادی چې موږ له هندوستان سره دتاریخ په اوږدو کې په یوه کلتوري اوفرهنګی حوزه کې اوسیدلي یو له همدغه امله زموږ د هیواد او خلکو په اړه  ډیرې خبرې داسې هم شته چې موږ باید دهغو په رڼا کې خپل ځان او خپل تیروګورو، په دغه برخه کې هم په لنډه توګه  د وردګو دلرغونې سیمې چې دبودایی او شیوایی دورې دڅیړنو په برخه کې ترهند،چین،تبت اونورو سیمو مهمه او لرغونۍ بلل شوې دیوشمیرنومونو په اړه چې له لرغونو زمانو تراوسه په یوڅه بدلون په خپل حالت پاتې دي لنډې خبرې ولرم.

وردګ د سانسکریت ژبې په ویی پانګه کې :

ماد دغازي محمدجان خان دکتاب په پیل کې دغه ټکي ته اشاره وکړه چې  وردګو جغرافیایی نومونه په خپل وار دیوه اوږده تاریخي تسلسل کیسه له ځان سره لري، دغو نومونو ډیرکم توپیر کړی او په ځینو وختو هرچا په خپله خوښه تفسیرکړي اومعرفي کړي دي، زه ددغه کار په اړه نه  خوشبین یم او نه هم بدبین، دکلیواو سیمو بدلولو دغه لړۍ  دنړۍ په ډیرو برخوکې دود ده چې په هرزمانه کې دخلکو دځانګړو تمایلاتو استازیتوب کوي، په دغه کارکې ملي او مذهبي  تمایلات او لیوالتیاوې، ښکیلاکي فرهنګی نفوذ داټول عوامل  خپل خپل ځای، اغیزاو اهمیت لري. خو زما لپاره په دغه برخه کې دوه ټکي ډیرمهم ول، یوداچې دغو خلکو دغه نومونه تراوسه پورې په خپل هم هغه لومړي شکل ساتلي داپه خپل وارپه علمي لحاظ دا په ګوته کوي چې وردګ له کوم مهاله چې پردغه سیمه میشته شوي تراوسه چاله دغه ځایه نه دي بې ځایه کړي، دوی داسې نه وو لکه دبامیانواومرکزي افغانستان دنورو سیمو اوسیدونکي چې د یرغلونو په پایلوکې دلته ځای پرځای شوي اوپرناحقه په اوسنیو تاریخي سیمو کې دلرغونو اوسیدونکوادعا وې کوي  او دویم داچې  ددغو خلکو تاریخي سیمه دیوه لوی او نړیوال تمدن  سره په تړاو کې دپاملرنې وړ ده چې دسیمې له بیلابیلوژبو، مذهبي اغیزو اوکلتوري وړتیاوو سره په تاریخی، جغرافیوي، ژبني لحاظ ځان تړلای شي، او ددې امکان شته چې موږ او زموږ نوي نسلونه به پردي وتوانیږي چې په دغه برخه کې په نویو کشفیاتواوپه دغه سیمه کې دبشری تیر تمدن یو زیات شمیر ناویلی نورې هم دنړې دعلمي موسسوپه واک کې دیوې بشرې ډالۍ په توګه ورکړو.مرکزي افغانستان په هغه کې یوشمیرسیمې لکه وردګ،غزنی ، بامیان، لوګر، پکتیکا، پکتیا، کابل او پروان، له شکه پرته د بودایی تمدن له خورا ځلاندو سمیو څخه بلل شوي دي، په دغه برخه کې  سره له دې چې  لرغون پوهانو هم ډیرکار کړی اوپه دغه برخه کې ډیرې سیمې دبودایی تمدن دمهمو مرکزونو په توګه ثبت کړي دي، خو زه باورلرم چې دغه کار په خپل ذات کې اوس هم بشپړ نه دی. او تردې هم څوڅوځلې زیات علمي کارته اړتیا لري، په دې چې دلته ډیرې داسې خبرې هم دي چې هغه ترزیاتې اندازې د ارادتي اوعقیدوي لیوالتیا پراحساسات شوې  چې په علمي نړۍ کې زیات اهمیت نه لري، دبیلګې په توګه  کلونه کلونه د وردګو  په اړه دانظر و چې ګواکي دوی عرب او سیدان دي،  خو زه وایم چې  په دوی کې سیدان هم وو، بودایی ملایان هم، ستانه هم په کې وو دطریقت او تصوف نومیالي هم په کې وو، ان چې په شیوایي دوره کې  وردګ دشیوایی تعلیماتو یولوی او مهم مرکزهم و، همداده چې تراوسه  پورې دا آسیایی مذاهبو زیاتې نښې په دغه سیمه کې  چې نن سبا د  ( غزني، وردګ، بامیانو، لوګر، کابل ) په نومونو یادیږي خو وردګ په کې ترټولو مهم و لیدل کیږي.  خو ارادتي لیوالتیا باید دومره هم نه وي چې دهغې په زړه کې دی یوقام خپل توکمیز شته والي او اصلیت  پرته له دې چې په دغه برخه کې  پرعلمي او باوري اسنادو باندې تکیه وشي له پوښتنې سره مخامخ کړي، زه نامتو مورخ بیلو له دغې خبرې په هیڅ ډول یوه خوله نه یم چې وردګ  سیدان بولي، د دوی داډول خبرې یوازې پرافسانو او عامه خوشبینوباندې ولاړې دي، په داسې حال کې چې ده باید دیوه مورخ په توګه دامساله دبیلابیلو علوموپه رڼاکې څیړلي، تحلیل کړی او بیا یی دیوه علمي تیزسس په توګه  په یوه علمي مرکزکې طرح کړې وای. دده دانظریه نه یوازې د وردګوپه اړه دپوښتنې وړ ده بلکه دنورو قومونو په اړه هم له کټ مټ انتقادسره مخامخ ده.دده خبره په دغه اړه داسې نقل قول شوې :

 

“ THE TAJIK, or, as he is frequently called, the Parsiwan, constitute a numerous and widely spread portion of the inhabitants of Afghanistan, from whom they differ in language, internal government, and manners and customs. They are the representatives of the ancient Persian inhabitants of the country, as the Afghans are of its ancient Indian inhabitants. It would appear that as the Afghans (whose true home and seat are in the Kandahar and Arghandab valleys) mixed and intermarried with the Indian people whom they conquered, and gave their name to the mixed race, so the Arabs, who did the same with the Persian people whom they conquered, left their name as the national designation of their mixed posterity, that is, the name by which they were called by the Persians, Where the Arab progenitors were Sayyids, that is descendants of the Khalif Ali, son-in-law of Muhammad, they gave their own designation to the tribes sprang from them. There are several Sayyid tribes in Afghanistan, the principal being the Wardak andUshturani”( http://www.jatland.com/home/Wardak)

 

موږ په تیره یوه لسیزه کې چې لویدیز زموږ پرهیواد د دموکراسۍ په نامه راوبلوسید، په علمي اواکادمیکه برخه یوکوچنی ګام هم پورته نه کړ، دوی که څه تحقیقات کړي، هغوهم یوازې دبیړنیو پروژو بڼه درلوده چې یوازې د یوه استخباراتو مرکز له خوا دیوې لنډې مودې لپاره تمویل شوې اوبیا ورک شوي دي، زموږ پوهنتونو ښه ډیرشاګردان لري،خو له بده مرغه چې دغو لویدیځومعامله ګرو زموږ پریوه پوهنتون کې هم نه تدریس لپاره څه وکړل اونه هم دتحقیق لپاره، برعکس هغه څه چې موږ په دودیزه توګه ترسره کول هغه یی راته مسخه  کړل اونوي خو یې ګرد سره پرې ور زیات نه کړل، همداده چې دم ګړۍ موږدنړۍ دعلمي پرمختګو له بهیرڅخه ډیرلرې پاتې یو اونه شو کولای دعلومو (طبعیی او ټولنیز ) په یوه برخه کې هم دځان لپاره ځای ومومو، همداده چې  نړیوال په خپلو علمي محاسبو کې زموږ په باره کې، زموږ دتاریخ اوفرهنګ په باره کې د ړندو په شان لیکنې او قضاوتونه کوي، دروغ  لیکي، دروغ وايی داسې چې  موږ له هرپلوه پرځان اوخپلو فرهنګي میراثونو باندې شکی کوي، په تیره اوس چې انترنیتی آسانتیاوي زیاتې شوې، دکتابخانو دروارې مخ په تړلو دي، ځکه چې هرڅوک دانترنیتی تبلغاتي منابعو پرمعلومات باندې اتکا کوي چې په علمي لحاظ  له هره پلوه نیمګړي او پراسنادو نه دي ولاړ. راځۍ د وردګو په اړه دا دخندا وړ لیکنه هم یوځل ولولو: 

 

“  The Vardoji, or people of the Vardoj district, seem to have planted a colony, at some former period, in the vicinity of Ghazni, where their posterity are now represented by the Wardak tribe, not only from the similarity of names, but also from other corroborative circumstances, such as similarity of appearance, character, and habits. The Wardak are not Afghan nor Pathan by descent, nor Ghilzi, nor Hazara, nor Turk, nor Mughal; by some they are reckoned Tajik, by others they are called Shekh, whilst they pretend descent from the Arab Curesh. They speak the Pukhto but in a corrupt dialect mixed with many foreign words, which may perhaps come from the Vardoj language”

http://www.jatland.com/home/Wardak)

 

داټول هغه څه دي چې په دغه اړه له یوې بشپړې ناخبرې څخه سرچینه اخلي، داسې چې په علمي لحاظ دپوښتنې وړده، خو دیوه منفي نظر په توګه باید په پام کې ونیول شی څوله انتقادي کتنې پریوه خوا پاتې نه شي. هغوی  په تیره ځوانان چې په دغه برخه  کې غواړي څیړنې وکړي، باید دې ډول بی باوره خبرو او طرحو ته چې د وردګو، دهغو خلکو په اړه چې دوی دافغانانو له مهمو قومونواوسټو څخه بلل کیږي  په پخوعلمي دلایلو ځواب ورکړي. دوردوج ویی له وردګ سره  په هراړخیزه توګه یوشي نه شي کیدای او دانظریه نه په تاریخي، نه په جغرافیایی لحاظ  له هغو علمي نظریاتو سره ځان عیارولای شي، هغه چې په دغه اړه تراوسه پوهانو ورکړې دي، په دغه اړه زما نظردادی چې :

« دوردګ ویی   پرزړې پښتوبرسیره له  سانسکریت   سره هم په پیاوړې رابطه کې څیړل کیدای  شی ، ماناداچې ددغې کلیمی په اړه  اودوردګو په اوسنۍ جغرافیايي  جوړښت کې ډیرنومونه داسې هم شته چې دهغو له مخې باید  ددغې کلیمې دغه سانسکریتي  مانا او توجیه  په علمي څیړنو کې هم له یاده ونه ایستل شي.ترټولو ښه اوپه زړه پورې خبره داده چې پښتود خپل تکامل په تاریخ کې زیاتي کلیمې اوجوړښتونه سانسکریت ژبې ته د سانسکریت ژبې دهغو پوهانو په واسطه چې د دواړو (پښتو اوسانسکریت ) ژبو په باب یې معلومات درلودل ورکړي دي، اسپه زی  (یوسفزی ) پانني یې یو ژوندی مثال دی. همداده چې د وردګ دکلیمې په اړه بیلابیل نظریات  دبیلابیلو پوهانو له خوا ورکړه شوې خو په دغه برخه کې یوشمیرنورې خبرې هم دیادونې وړدی په لاندې ډول :

۱-   دوردګ  یاوردک ویی  له  ( ویو، وایو ) چې په سانسکریت کې د باد اوهوا مانا لرياو ( دک ) چې داوبو اواوبخورمانا لري هم تړلی دی ، مانا داچې هغه سیمه چې دښواوبو او ښې هوا لرونکې ده.

 زه په دې باورنه یم چې داکلیمې به کره  سانسکریت وي، خو په دې باوریم چې  سانسکریت دغه ویي پرخپله بڼه ترموږ پورې رارسولې دي او موږ هم تراوسه پورې ساتلي دي.ځکه دسانسکریت ژبې پوهان هم په دې نه پوهیږي  او ورته حیران دي چې دغې  ( سانسکریت ) ژبې   یوشمیرمیلمانه ویی چې ددغې ژبې په پخوانیودوروکې نه لیدل کیږي  څنګه او له کومې لارې راغلي دي.  وګورﺉ، په سانسکریت کې د اوبو لپاره  دود ویی  (جل ) دی،خو داچې  ( دک ) هم داوبو مانا لري، او یا داچې په اوسنۍ هندي کې اوبه ( پاني ) بلل کیږي  او (دک ) زیات  دود اود ویلو وړ نه دی  خو له دې سره سره سړی دا ویلای شي چې سانسکریت یوشمیر ویی له  خپلې ګاونډۍ ژبې  ( پښتو ) څخه په یوه تاریخي دوره کې پورکړي دي، چې اوس  هغه دپښتو لپاره ناآشنا او نورو لپاره آشنا ښکاري  لکه  د  ( دک ) او ( لکهنا- لیکل  ) وییی که چیرې لږ ورته ځیرشو  د ( دک ) یا ډک ویی اوس هم پښتانه داوبوهغه بندکي ته وایی چې کروندګراوکلیوال یې له  اوبوڅخه دکروندو اوکلیو  د ژغورنې په موخه  دسیندونو پرمنځ اوغاړوباندې  جوړوي،چې خبره یې  بیا هم له اوبو سره په تړاوکې طرحه کیدای شي.  دسندک په نامه یوسندګی اوس هم دهنددبیهارپه ایالت کې شته چې هلته هم  ( دک) داوبوپه مانا کارول شوی دی، داچې پردغه سیمه د پښتنو میشت زیات و کیدای شي دپاتیدو لامل یې هم دا وي.

۲-  د وردک ویی  له ( وید او ویدا ) سره  چې  د (پوهې اوعلم ) په مانا دی هم تړاو لري چې کیدای  د( ویدکولا) یا دویدونو سمبالونکي او پراختیا ورکونکی کول یا پاټکی هم ورته وویل شي … اریایان چې کله هندوستان ته ورسید ل دوی د سراسوتی یاسواستی  او ګنګا ترمنځ دیوه تمدن بنسټوال شول، دآریاناویجې دډیرو سیمونومونه یې له ځانه سره بهارت ته یووړل ، په بهارتا کې دآریایانو دیوې سیمې نوم  ( وردها) و چې  (ویدهاس) به کې اوسیدل، دوی ترزیاتې کچې د ویدونو مبلیغین او لارښونکي وو، ددغه ټکي یولامل داهم دی چې ویدونه او ویدیک سندرې د پوهانو د څیړنو پر اساس دهندوکش په جنوب کې ایجاد، دود اوله همدغه ځایه هند ته هم دهمدغه خلکو چې وردګان هم په کې راځي لیږدول شوې دي.  د وردها  سیمه دشمالي هندوستان  داوسنی بیهارسره تړلې ده.    ( ان ادوانس هیستری اف اندیا  ۳۹ مخ ) 

 ۳ –  ( ورودهک ) چې په پالي کې د  (وردوبهه ) په بڼه ثبت دی  دیوه پاچا نوم هم و چې د ( ۴۹۴ ق م ) په شاوخواکې په هندکې تیرشوی وایی چې ده غوښتل چې یومرکزیت جوړکړی اوټولې سیمې ترخپل نګین لاندې راولي… ( وګورﺉ   د ال. باشم ، هندوستان کا شاندارماضی، ۱۹۹۸ دډیلی  چا پ   (۷۵ ) مخ )  داد شمالي هندوستان یولوی واکمن و چې پرشاکیانو باندې یې یرغل وکړ، هغو یی مات کړل، ددغه واکمن د واکمنې په ترڅ کې  دبودیزم دخورلو په برخه  کې زیات کوښښ شوې، له ده وروسته  یې واک زوی ته رسیدلی دي  ( رما شنکر ترپاتی، قدیم هندوستان کی تاریخ، ډیلی  ۱۹۹۸  (۱۲۰ مخ )

سره له دې چې د وردګ ویي ډیرلرغوني ویی دی، اوماهغو سرچینو ته کتنه نه ده کړې هغه چې زموږ پخوانیو په خپلو لیکنو کې ویلي دي، له دې سره سره  زه په دغه اړه بیاهم خپلې رایې ته دمطلقیت بڼه نه ورکوم اونه یې دکاڼي کر ښه بولم، یوازې دیوې نظریی بڼه لري چې کیدای شي دنورو څیړنو او ګرویږنو په ترڅ کې یاوده وکړي او یاهم په هیڅ حساب شي، په لاندې ډول :

د لومړي ټکي په اړه باید ووایو چې زه ددغه  ویی  په جوړښت  کې تر (ګ )  (ک ) ته لومړیتوب ورکوم داځکه چې  ( ک ) په زیاتو لرغونو نومونو او په دغه اړه   څیړنو کې   په لرغونوژبنیو سټوکې لیدل کیږي.  بله داچې په دې کې شک نشته چې دښکلې هوا او ښکلو او بو په شته والي سره دغه سیمه په ټولو هندي، عربی اوفارسی منابعوکې ستایل شوې ده،  یوه ټکي ته موپام وی اوهغه داچې دغه  سیمه  له اسلامي دورې راپه دېخوا دومره ورانه شوې چې دهغې د پخواني  برم او ښکلا ډیره وړه برخه هم اوس نه ده پاتې، ځکه دغه سیمه اودهغې وړه برخه چې اوس د وردګو په نامه یادیږی چې هغه  د( وایو+  دک )  له زمانې  اومانا سره هغه چې زما موخه ده  توپیرلري، دوردک په آره جغرافیه کې بامیان هم راځي  چې ان تربودایی عصره یې په دغه سیمه کې ځانګړی پرتم اوتاریخ خوندي دی. او تربامیانو هم  دوردګو په سیمه کې دبودایي او شیوایی دورې ډیرې مهمي بیلګې اوس هم خوندي دي. زما پراند د وردګ د ويي په اړه دغه توجیه ترډیره حده په دغه اړه سمه بریښي. 

ترکومه ځایه چې له ماسره داوسنې وردک دجغرافیی اوتاریخ په اړه نیم ونیمګور معلومات وو دهغو له مخې  دالاندې نومونه چې سانسکریت  ژبې ساتلې دي  دلته په ګډه سره را اخلو او یوڅه یې په باره کې لیکو :

۱- جغتو  (Jaghatu) – له ( جګت)  څخه  راوتلی ویې دې چې مانایې  کاینات یا انګریزي  یونیورس دی، داسیمه د اوسنیو وردګو دسیمې زړه یادیږي تراوسه پورې چې په دغه  اړه کومې لیکنې شوې، په هغو کې ټولو همدایوه خبره کړې چې ګواکي دغه نوم له  چغتای  چنګیز اوترکې  ( جوغه، چوغه ، چیغه) اونورو  نومونو سره تړاو لري، په داسې حال کې چې داسې نه ده،  کیدای شي، په هغه توره دوره کې  چې چنګیزي  څپاو پردغه خوا راغلی  دوی  اویاهم نورو  دچغتای نوم دځانګړو ناچاریو اوملحوظاتو له مخې  پرځان باندې ایښی وي،خو داعلمی نه ده په دې چې ( جګت ) خورا لرغونی او ددغې سیمې له طبعیی جولې سره برابر نوم دی  چې په سانسکریت او ان اوسنۍ هندي ژبه کې هم ژوندی او ورځن بول ویی دی.

۲- ګوربت  ( ګره بتهGarabata)( ) هم سانسکریت نوم دې چې ( بته، بتخ ) اوس هم په هندي ژبه کې ورځن بول  ویی دی  چې مانایې مارغه  یا عقاب دی، دادهغه غره نوم چې دجغتو په زړه کې  داوسنې سلطان بند پرشمال باندې دنګ ولاړدی، ددغه غره پرشاوخوا زیاتره نومونه  چې آر یې په سانسکریت  او هغې زړه پښتو چې موږ لږ پرې  پوهیږو  پورې اړه  لري اوس هم ژوندي نومونه دي.

۳- ګنده قول(Gandakola)  – ګندکولا، ګند په  سانسکریت کې خوشبویی  او کولا، کورنې او قام اوکله کله سیمې ته ویل کیږي، دا دهغه کلي نوم دې چې دګوربت په غیږه کې  پروت دی، اوس یې  په ( ګلدره ) اړولی چې د ګندکولا پښتو ښکلی ژباړه ده.  دپښتو ژبې نامتو خواخوږی اولیکوال  ارواښاد ارسلان سلیمی  هم ددغه  کلی زیږدي دي.

۴- مدقولي  ( ماتا کولا )(Matakola)   داهم دسلطان بند سره نږدی کلی دی چې  اوس یې اوسیدونکو او کاتبانو ( محمدقلی ) ترې جوړکړی چې سم نه دی.

۵- سه ده (Saha or Asha) :  په دوو مانا ده یوه ( دزمري ځايګی، ) او یاهم ( هیله ځای ) د ( آسه )  مانا له هیلې سره سرلګوي.  که ( سه ده )  په فارسی کې  وژباړو، نوهیڅ ډول منطق نه جوړوي،ځکه دلته نه دری کلي شته اونه هم دومره لوی ځای دی.

۶ –  سپیرګین (Spirjina) یا سپیرجینه :  څوک  او یاهغه ځای چې دمارانو دم دعا په کې کیږي.

۷ ـ بره کولا  (Barakola):  برغالی ، هغه پرګنه چې په لوړه وي. 

۸ – الا کو (Alka)، هلاکو  : چې آرشکل یې  ( الکا) دی، دهمالیا دغرونو لوړه څوکه ده.  دغرونو ددغې  لړۍ چې له برغالي مخ په لویدیز تر رشیدانو پورې  رسیدلې  لوړه څوکه  د( الاکو ) په نامه یادوي، ځینې وایی چې په سریې دهلاکو بابا زیارت هم  دی، داچې زیارت دهرویاړلي چا دی وي به، خو دغه نوم دچنګیزي هلاکو له نامه سره هیڅ ډول تړا نه لري، داچې دګوربت مقابل دغه غره لوړه څوکه  د (الکا ) په نامه یاده شوې، دهمالیا دنامتوغره ( دهند په شمال ) لوړه څوک هم  (الکا ) په نامه بلل کیږي، په هندي ژبه کې دغه نوم  دنجونولپاره دهغې دښکلا اوپرتم په لامل ایښودل کیږي.

۹- قول جینه :  جینه کولا(Jinakola) :  ژوند بښونکې پرګنه،

۱۰- جرګه(Jaruka)   : وردګان جرګه هدیرې ته وایی چې  په سانسکریت  (جروکه   ده، چې  له زګورت  ( زیارت ) سره یوشان او یوه مانالري.

دهدیرې ویی  هم په مهابهارت کې  د ( آیدوک) په بڼه راغلی دی  او داسې دعاځای ته ویل کیږي چې په پراخ ډګرکې وي، ماناداچې انګړ ونه لري.

۱۱ـ   دایه(Daya)    لکه  په دایمیرداد کې  :  چې  د آرامۍ او هوسایۍ مانا لري.

۱۲- کلان ده(Karanda)   یا کرانده  ( په جغتوکې ) :  د یوه مرغه نوم دی.

۱۳ـ بیهکشو  (بیګ موش ) (Bihkshu) :  له څلوروعبادت کونکو ډلو یوه  ډله یوه.بیهکشونی دیوه بودایی مونک نوم هم و. 

۱۴- ایرواڼآ   ( ایریاو ) (Airavana) : هاتي، فیل،

۱۵ –  موله (Mula) : خدایي ډوله 

۱۶ـ  بو تاتا دا : (Butathada) بوتاوکه  یا بودتاوکا : د واقعیت په اړه پوهه ،  بوتاوکه  یوه بڼه ( وینایکه ) هم لري چې مانا هاتي ډوله خدای  (ګڼش) ده چې ترزیاتې اندازې له دغه (بوتاوکه ) سره نژدېوالی ښودلای شي.  په دغه باره کې یوپراخ تحقیق ته اړتیا شته ځکه چې وردګ، کابل، لوګر، غزني، کاپیسا  اویوشمیرنورې مرکزې سیمې د شیوایي مذهب ډیرې مهمې نښې نښانې له ځان سره لري. 

۱۷- سوخواتي  (Sukhavati)، خوات : جنت

۱۸ ـ اوتامسا (Avatamsa)، هفت آسیا  : غمی لرونکې ګوتې،

 ۱۹ ـ  وجره (Vajra)، وجیره،  : د زده کونکو درسخونه

۲۰ـ وجره پني  (پڼي )(Vajrapani):  حجره ساتونکی  

۲۱ـ   ورشیکه(Varshika) ،  ورسک :  پیتاو

۲۲ـ دنه یا دانه (Dana):  خیرات، زکات  (پښتانه په تیره  وردګان په خپل ګړدود کې دغه ویی  سره  ددانې او زرې په توګه کاروي، خو کله چې وايي  دخدای په نامه کومه دانه مانه  لرې  په دغه حال کې سړی په دغې باریکۍ سره چې په وردګې پښتوکې کارول کیږي پوهیدای شي )   دنه په جغتوکې دیوه کلي نوم هم دی.

۲۳ـ آدینه (udana )  (جغتو) : لوړتیا، ویاړ

اولبدین، یریاو، اوبتاله،چه کولا،ممه، منډی،عاشور یا ایشور، بموبی ، نرخ  یا نرګ ،لیله، او په سلګونو نور داسې نومونه دي چې یا خو نګه پښتو دي او یاهم سانسکریت لکه چې یوڅوبیلګې مویی ولوستې.

په دغه سیمه کې په سلګونو نورنومونه هم شته چې  د هغو بنسټ هم له سانسکریت او زړې پښتوسره په هراخیزه توګه تړلي دي  ان چې دوردګو په چم ګاونډ سیموکې هم په سلګونو ځای نومونه شته چې دهغو جرړې له زړې پښتو اوسانسکریت سره یوشی دي. لکه  برګد (برکت) ګژنی یا ګجني (غزنی )، شلګره، مقر، موکر، جاغوري، جاګوري، لومان، نومان، مالستانا، ناهور، واغز، جرمتو،  او په سلګونو نور. دا چې له ماسره د وردګو دسیمی دکلیو، کوتلونو او درونومونه اوپه دغه اړه کوم لیکلی سنددم ګړۍ  نه و، نوځکه مې په همدغو یوڅونومونو چې زما په حافظه کې وو، بسنه وکړه.

وردګ دافغانستان په زړه کې دخپل مهم موقعیت  اوترهغه هم  مهم د ویدي سندرو د ایجاد اورامنځ ته کیدو دټاټوبي او زانګوپه توګه دمستندو لرغونو سرچینوله  امله له شکه  پرته  یوه لرغونې او عین حال کې  په کلتوری اوفرهنګي لحاظ یوه بډایه سیمه ده، ویدی سندرې همدلته ایجاد شوې، هغه سندرې چې بیا وروسته زردشتیانو هم له هغو څخه دخپلو تعلیمات دښې پیژندګلوۍ اومعرفۍ له امله کارواخیست لکه چې یوهندي لیکوال دنامتوتاریخ لیکونکي ویل درانت په حواله لیکي : 

 

“ Zoroaster adopted, not only numerous Vedic ideas but also copied in verbatim many of its verses. How can Avesta show light to Vedas, the much older scripture of India? It should also be remembered that like the people of Punjab, the Iranians were polytheistic where as Zoroaster was monotheistic, and his message is said to have influenced both Christianity and Islam. Will Durant accentuate the role of the Vedic God Mithra to give him the Iranian tinge? He also stole the vedic God Vayu and dressed up Agni as Atar. ( The Vedic Civilisation,2003 P 39)

 

وردګ دافغانستان دیوې مرکزې سیمې په توګه  روښانه راتلونکې  لري اوډیرزر کیدای شي، دغې سیمې ته دنړۍاو سیمې  دبیلابیلو دعلومو دبیلابیلو څانګو د کارپوهانو اوڅیړونکو پاملرنه ورواوړي، زه باورلرم چې که په دغه اړه افغانان په یوه ملي روحیه اوعلمي وړتیا دخپل هیواد دتاریخ او فرهنګ په برخه کې علمي فکروکړي، باور دی چې موږ به ډیرزر په هغو رازونو باندې هم پوه شو چې دم ګړۍ  دلتهدحالاتو او ناخوالو له امله لاهم ناویلي او نا سپړلي پاتې دي ؟ 

سرچینې :

۱ ـ  ای.ایل. باشم ، هندوستان کا شاندار ماضی، په اردوژبه ، ډیلی   ۱۹۹۸ کال

۲ ـ رما  شنکر ترپاتي، قدیم هندوستان کی تاریخ،    ډیلی، ۱۹۹۸  کال دویم چاپ

 

3- William Edward Soothill… A Dictionary of Chinese Buddhist Terms , Delhi edition ,  2005

4- ( http://www.jatland.com/home/Wardak)

5 –http://www.iranicaonline.org/articles/jagatu

6- An Advance History of  India , Delhi 1997.

7- Anwar Shaikh , The Vedic Civilization , UK, 2003.

8- B.S. Upadhyaya, feeders of Indian Culture, Delhi, 1989.

وردګ او وردګی ټبر | لیلا خرم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب