سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+شعر | پوهنمل محمود مرهون

شعر | پوهنمل محمود مرهون

د شعر کلمه به مو ډېره اورېدلې وي، ډېره به مو لوستې وي او ډېر به ورسره مخامخ سوي ياست. د هر شي د نامه له اورېدلو سره سم انسان ته د هغه شي شکل، جوله او انځور سترګو ته دريږي. له وختو راهيسي په پښتو کي هم چي کله څوک د شعر نوم اخلي نو سمدستي خلګو ته يوه چوکاټي منظومه او شرنګېدلې خبره ور په ياديږي، مګر دا چي په اصل او ماهيت کي شعر څه ته وايي او څنګ دى ايا شعر يوازي منظوم کلام دى او که منثور کلام ته هم شعر ويلاى سو، زموږ د دې وړوکي سر ليک(شعر) تر سيوري لاندي راځى چي دا او دې ته ورته سوالونو ته د نړۍ والو او سيميزو څېړنو په نظر کي نيولو سره د قناعت وړ جوابونه پيدا کړو.

په لومړيو زمانو کي ئې شعر يوه مقفا، منظوم، موزون او شرنګېدلي کلام ته وايه، مګر له څه زمانې تېرېدلو سره سم پر دې تعريف يو اوږد عبارت (چي د اورېدونکو او لوستونکو حواص را و پاروي) ور زيات سو، چي په دې عبارت کي درې نور لنډ عبارتونه (چي خيال، عواطف او فکر پکښي وي) پکښي پټ وه.

په نوو پېړيو کي د شعر له تعريفه کرار کرار د مقفاتوب او منظومتوب دوې کلمې ليري سوې او يوازي يو داسي لنډ تعريف ور پاته سو:

(هر هغه کلام چي هنري ارزښت و لري خيال، فکر او وزن (که ټونيک وي يا سيلابيک) پکښي وي او پر حواصو او عواطفو تاثير وکړي، د شعر په نامه ياديږي).

يو ټکى چي بايد ياد مو وي د نوي نړۍ په ادبياتو کي شعر تر ډېره ځايه محتوا ده او ډېره لږ برخه ئې شکل دى.

د پورتنيو څېړنو په نظر کي نيولو سره شعر د شکل له مخي پر درې ډوله وېشلاى سو، چي هر يو ئې په بېل بېل ډول داسي دی:

الف: منظوم شعر:

هغه شعر ته منظوم شعر ويلاى سو، چي د شعر ټول عناصر چي په تعريف کي مو ئې ياد کړل پکښي شامل وي، هيڅ يوه برخه ئې له نظره نه وي غورځول سوې او ورسره په څنګ کي ټاکلى چوکاټ له سيلابيک او ټونيک وزن او قافئې سره و لري.لکه:

څه خواږه خواږه ګــــوري

وژني مي چي مړه ګوري

سترګو ته دي و وايـــــــــه

نور دي ما ته نه ګـــــوري[1]

يوه خبره چي د پوره پاملرني وړ ده، په دې ورستيو کي په پښتو شاعرۍ کي د ازاد نظم په نوم يو ډول شعر ليکل کيږي، چي دا نومونه د نوو نورمونو خلافه ځکه ده چي يو شعر که ازاد سي نو بيا په هغه کي کوم منظومتوب نه پاته کيږي، ځکه په منظوم شعر کي اساس سيلابيک وزن، خاص چوکاټ او قافيه ده.

ب:منثور شعر:

هغه ډول شعر ته وايي چي د شعر ټولي ځانګېړني و لري، يو خاص ډول ټونيک وزن چي شعري کيفيت ولري او د نثر په چوکاټ کي ليکل سوى وي د منثور شعر په نوم ياديږي.لکه:

((خدايه(ج)!

هره ورځ چي کله ستا د ستايني پر لاره ځم،

په غمځپلو سترګو

هغه ښکلا پلټم

چي ستا ذات دى

او هره ورځ مي کارونه په عاجزۍ سره سرته رسوم،

له خپلو خوندو او وروڼو سره مي مرسته کوم

تر څو درانه بارونه

د ژوند په تاو را تاو لارو کي سم کش کړي

او هره ورځ په زړه کي وايم:

په خوښۍ او غم کي،

په ناکامۍ او کاميابى کي،

په لمر او باران کي،

اې ستر ربه چي يوازي ستا امر پر ځاى سي))[2]

په پورته نثري ټوټه کي موږ وينو چي هغه ډول شعريت پکښي موجود دی، چي موږ د شعر په تعريف کي د هغه په اړه پوره و ږغېدو، مګر په اصل کي دا يوه نثري ټوټه ده، نه منظوم کلام دى او نه هم موزون، نو دغه ټکو ته په کتنه په زغرده ويلاى سو چي دا منثور شعر دى.

ج:موزون شعر:

موزون شعر مسجع نثر، ازاد شعر او سپين شعر ته وايي. دا هغه ډول شعر دى چي ټولي شعري ځانګړتياوي پکښي مرعت سوي وي او ټول شعري تلازمات پکښي موجود وي، خو له شکلي اړخه په مسجع نثر، ازاد شعر او سپين شعر په فورم کي ليکل سوى وي.

په پښتو کي دا ډول شعر په مسجع نثر کي ډېر کم مګر په لنډو وختو کي د ازاد شعر او سپين شعر په فورم کي خورا زيات دى، دا ډول شعر د شلمي پېړۍ زېږنده دى، چي په يويشتمه پېړۍ کي خپل اوج ته رسېدلى او روان دى. په پښتو شعر کي ئې بېلګي خورا زياتي دي لکه:

(د پسرلي په يوه ښكلي سهار

چي غوړيدلې وي پر مځكه دمستيو لمن

چي دخزانه بيخبره بلبل

زموږ دكړكۍ مخي ته

په نازولو په نازكو په بيصبره پنجو

د سروغوټيو ګريوانونه څيري

د پسرلي په يوه ښكلي سهار

چي شېخ پرې ايښې وي دذكركيسه

چي د زاهد پر شونډو ګرځي د خيام ترانې

په مرغلينو څاڅكو

پرخي پرېولي وي غاټول او ګلاب

زه به راځم او ستا په غاړه كي به هار اچوم

هغه چي تل دي غوښتى

هغه چي ډېر دي خوښ و

ستا د خوبونو ستا د هيلو امېل

پر سپين باړخو به دي راتوى سي له خوښيه اوښكي

دانه دانه به رغړي

غېږ به دي وغوړېږي

مابه در بولې څنګ ته

خوښي او بېره به دي پاڅي له خوبجنو سترګو

خوښي د سپينو مرغلرو د هار

او خوښي زما د ليدو

بېره مرموزه بېره

د بېلتانه خبري

د جدايۍ اندېښنه

غېږ به دي وغوړېږي

ما به در بولې څنګ ته

خوزه به ليري يمه

د تندر ږغ به دي را ويښه كي له خوبه څخه

او زما پر قبر به باران اورېږي.[3])

:د صاحب شاه صابر کليات(٢٩٦ مه پاڼه)[1]

[2] :د خداى پر لور (٢)مه پاڼه.

:د ميني ليک(١٣٨ او ١٣٩مي پاڼي)[3]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب