دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهایران کې د طالبانو خلاف د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه

ایران کې د طالبانو خلاف د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه

تاند (۳ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ویلي، چې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر حسن مرتضوي له نوموړي سره د لیدنې پر مهال په ایران کې د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي ډاډ ورکړی.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

ایران له تاجکستان څخه وروسته دویم هغه هېواد دی، چې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې یو شمېر دفترونو پکې تر څه مودې مخکې پورې ښکاره فعالیت درلود.

دغو دفترونو په تهران او مشهد ښارونو کې ظاهراً فرهنګي او سیاسي فعالیتونه کول او د طالبانو خلاف یې غونډې او مطبوعاتي اقدامات ترسره کول.

د ملي مقاومت په نوم د وسله والې جبهې مشر احمد مسعود هم وخت پر وخت ایران ته سفرونه کول او یو ځل خو یې د ایران په منځګړتوب په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سولې مذاکرات هم ترسره کړي وو.

د یادې جبهې تر څنګ د طالبانو یو بل مخالف قومندان اسماعیل خان هم په ایران کې ژوند کوي .

هغه څو میاشتې مخکې له دغه هېواد څخه تاجکستان ته هم په سفر تللی او د طالبانو خلاف د فعالیتونو د شدت خبر ورکړی و.

د ایران حکومت او په کابل کې یې سفارت د طالبانو له لوري د دوی له قوله خپره شوې ادعا تر اوسه رد یا تایید کړې نه ده.

د تاند با خبرو سرچینو بیا تایید کړې، چې ایران او طالبانو په دې برخه کې ځینې توافقات کړي او له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د طالبانو د مخالفو ډلو فعالیتونه له محدودیتونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب