شنبه, مې 18, 2024
Home+د نړۍ د نیابتي جګړو شالید: په روان کړکیچ کې افغانستان ته...

د نړۍ د نیابتي جګړو شالید: په روان کړکیچ کې افغانستان ته څه پکار دي؟

شاه محمود میاخېل

د بشریت تاریخ د جګړو نه پیل شویدی او دا جګړې اوس هم دوام لري. په راتلونکې به هم جګړې ختمې نشي خو د هر پېر د جګړو نوعیت اوتاکتیکونه سره توپیر لري.

که اسلامي تاریخ ته نظر واچوو، د بشریت د خلقت نه وروسته، لومړنې جګړه د ورونو تر منځ پيل شوله. قابیل خپل ورور هابیل د ازدواج او حیثیت د ساتلو په خاطر وواژه. قابیل قاتل او هابیل شهید یاد شو. دواړه د ادم (ع) زامن و خو قابیل د خپل پلار امر د شخصي خواهشاتو، عزت او پیغور له امله ونه مانه او خپل ورور یې وواژه. وروسته دا جګړې او تاوتریخوالې وخت په وخت زیاتیدې. زورور به مظلوم خپل تابع ګرځوه او که متابعت به یې نه کاوه، هغه به یې له منځه وړه. په اولو او منځیو پيړیو کې یې د ښکار ساحې او جغرافیي موقعیت د یو بل نه نیوه. وړې وړې پادشاهي ګانې یا د قلمرو ساحې جوړې شوې. وروسته پادشاهانو به په خپل قلمرو قناعت نه کاوه او کوښښ به یې کاوه چې امپراطورګانې جوړې او د نورو پادشاهانو په قلمرونو حملې وکړي. د اکثره پادشاهانو انجام به د دښمن د لاسه او یا د خپل دربار په چاپیریال کې د کورنې شخړو او رقابتونو له امله وژل کیدل و.

کله چې په ۱۶۴۸زکال کې په اروپا کې د ویستپالیا د تړون نه وروسته د هیوادونو جوړیدل یا Nation States مفکوره رامنځته شوله او بیا د نیشن سټیټ په رامنځته کیدو سره پرمختګ او صنعتي انقلاب رامنځته شو، په نونسمه پیړۍ کې د نیشنالیزم  روحیه تقویه شوله او هرې پادشاهی به د خپلو خلکو د ګټو ساتلو نه دفاع کوله او هغه جغرافیه به یې ساتله. د نیشنلیزم د رامنځته کیدو سره ملي هویتونه لکه جرمن، انګلیس، فرانسه، افغان او نور هم رامنځته شول. نیشنلیزم منفي او مثبت اړخونه درلودل. د نیشنلیزم مثبت اړخ دا و چې د هیوادونو وګړو ته حیثیت او ویاړ ورکړ او د اوسیدونکو تر منځ یې یووالې رامنځته کړ تر څو د نورو په وړاندې د خپلو هیوادونو د وګړو د ګټو او قلمرو (جغرافیه) نه دفاع وکړي. د نیشنلیزم منفي اړخ دا و چې ځینو قومونو او هیوادونو ته یې د برترې احساس ورکړ او په نورو هیوادونو یې تیرې پیل کړ چې لومړۍ او دوېمه نړیواله جګړه یې ښې بیلګې دي چې میلونونو انسانان پکې ووژل شول.

د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته، اروپایان په خپلو منځو کې سره کیناستل او په جینوا کې د لیګ اف نیشن (League of Nation) تړون په کال ۱۹۲۰ز کې امضا کړ. په دغه تړون کې ۴۱ هیوادونو برخه درلوده چې هغه وخت د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس یې تشکیلوو او وروسته د دغه تړون تعداد شپیته هیوادونو ته ورسید. په اصل کې د دغه تړون مؤخه دا وه چې اروپایان په خپلو منځو کې جګړې ونه کړي او هم هغه مستعمرې چې دوی د دنیا په نورو سیمو کې لري، هلته د جګړو مخه ونیسي. په حقیقت کې یې دنیا یو قسم په خپلو منځو کې تقسیم کړله. دا تړون، نړیوال تړون نه وځکه امریکا او اکثره هیوادونه چې د دوی مستعمرې وې، په دغه تړون کې برخه نه درلوده. همدا و چې دې تړون ونشو کړې چې د دوېمې نړیوالې جګړې مخه ونیسي او دوېمه نړیواله جګړه د جرمنیانو او متحدینو تر منځ په اروپا کې رامنځته شوله. دوېمه نړیواله جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پرتله ډیره خونړۍ وه ځکه نوې وسلې جوړې شوې وې او د امریکا لخوا په جاپان باندې د دوه اتومي بمونو په غورځولو سره پاې ته ورسیدله.

د دوېمې نړیوالې جګړې د پاې سره د ملګرو ملتونو یا United Nations په کال ۱۹۴۵ز کې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې رامنځته شو. دا تړون هم د لیګ اف نیشن تړون په بنیاد و چې د نړېوال جنګ پنځو لویو ګټونکو هیوادونو لکه امریکا، شوروي اتحاد، فرانسې، انګلستان او چین ځانونو ته د ویټو حق ورکړ. د ملګرو ملتونو د جوړیدو نه وروسته دوه قطبي نړۍ د غرب او شرق ترمنځ رامنځته شوله. د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې اصلي پریکړې همدا پنځه هیوادونه کوي او د نورو هیوادونو رایه چندان اهمیت نه لري. د P-5 پنځو هیوادونو په حقیقت کې د دنیا ګټې او د خپلو قلمرو ساحې په خپلو منځو کې سره بیا تقسیم کړې. هیوادونه او انسانان په طبیعي توګه همیشه حریص وي اوغواړي چې خپل د نفوذ ساحه او اقتصاد ته توسعه ورکړي. د د حرص په بنیاد، خامخا د یو بل د کنترول او نفوذ په ساحه کې مداخله کوي. د شرقي او غربي بلاک د جوړیدو سره دا مداخلې ونه دریدلې. دواړو بلاکونو غوښتل چې د یو بل د نفوذ او کنترول ساحو کې نفوذ وکړي. د دې لپاره چې د یو بل په ساحه کې نفوذ وکړي، د سړۍ جګړې په دوران کې نیابتې جګړې روانې وې چې افغانستان هم د دغه نیابتو جګړو نه بچ نه و او د ټولو سیمو نه افغانستان زیات د دغه نیابتي‌جګړو قرباني شو او اوس هم دا نیابتې جګړه په افغانستان کې ختمه نه ده.

په ۱۹۹۱زکال چې د شوروي اتحاد امپراطوري له منځه لاړه نو د دنیا دوه قطبي سیاست په یو قطبي سیاست بدل شو. امریکا د نړۍ یوازنې لوی قوت پاتې شو. همیشه یکه تازی لوی قوت خپلې ټولې پریکړې یوازې د خپلو منافعو په چوکاټ کوي او د دنیا نورو هیوادونو لپاره دا ستونځمنه وه چې د امریکا د پریکړو په وړاندې ودریږي.

د۱۹۸۰ز کلونو راپدیخوا د ګلوبلایزیشن یا د دنیا د نړیوال کیدوسره ساینس او تکنالوژي په ډیره چټکې سره رشد وکړ او د انټرنیټ نړۍ رامنځته شوله. د ګلوبلایزیشن سره د معلوماتو نړۍ یا Information Ageدوره رامنځته شوله او د نړۍ ډیرو هیوادونو زیات پرمختګ وکړ. له بده مرغه افغانستان د نړۍ د رشد په دغه مهمه مرحله کې په نیابتي جګړو کې ښکیل و او د اسیا په کچه د ټولو نه وروسته هیواد پاتې شو. د رشد او پرمختګ د فرصت دا مرحله هم افغانانو لکه د پخوا پشان چې د نورو فرصتونو نه یې ګټه نه وه اخستلې، له لاسه ورکړه.

د ګلوبلایزیش او معلوماتۍ نړۍ کې نوي اقتصادي او نظامي قوتونه رامنځته شول چې دې ته New Emerging Power وایي. په ۲۰۰۹زکال کې ایمرجینګ پاور، د بریکس (BRICS) په نوم یو بل اقتصادي سازمان رامنځته کړ چې د امریکا د ګټو په وړاندې ودریږي او خپلو منځو کې اقتصادي اړیکې ښې کړي تر څو یو لوی اقتصادي بلاک د امریکا په وړاندې جوړ کړي. په بریکس کې برازیل، روسیه، ایران چین او جنوبي افریقا شامله وه. سږکال، ۲۰۲۴ز، کې ایران، د متحده عربي امارت، مصر او یوتوپیا هیوادونه هم د بریکس غړي شول او ویل کیږي چې دا اقتصادي ائتلاف به نور هم پراخه شي. دغه نوي راټوکیدلې اقتصادي او پوځي قوتونه سره کوښښ چې د امریکا په وړاندې نوي اتحادونه جوړ کړي. اروپا هم کوښښ وکړ چې د اروپایي اتحادې (European Union) په جوړولو او د یورو په رامنځته کولو سره د امریکا قوت ته ګواښ مخامخ کړ خو په اروپا کې انګلستان د دغه اتحادی غړی نشو او هغوي خپله کرنسې، پونډ وساته. اوس خبره په هندو-چاینا او لرې ختیځ کې ده او اقتصادي رقابتونه د امریکا او چین هلته راټوکیدلې دي.

د دغه اقتصادي ائتلافونو په وړاندې هم ډیرې ستونځې په مخ کې دي او شاید چې ونشي کړې چې ډیر ژر د امریکا په وړاندې جدي ګواښ شي. ځکه امریکا اوس هم د دنیا لوی پوځي او اقتصادي قوت او د دنیا د اقتصاد کلي چې ډالر او بانکي سیستم دی، د امریکا په کنترول کې دي. د سوړ جنګ له امله د اروپا په ډیرو هیوادونو کې د امریکا پانګونه شته او هلته نظامي حضور لري نو اروپا هم ونه کولاې شو چې د امریکا په وړاندې لوی خنډ شي. د بریکس هیوادونه هم خپلې ستونځې لري د بیلګې په توګه هند او چین نشي کولې چې په یوه لاره سره لاړ شي. هند، عربستان سعودي، اسرایل او متحده عربي امارت نوی ائتلاف رامنځته کوه خو د بریکس هیوادونه غواړي چې دا اتحاد قوي نشي. د نړۍ د اقتصادي او پوځي ائتلافونو او قوتونو د رامنځته کیدو په وړاندې امریکا هم غلې نه ده ناسته او کوښښ کوي چې دا ائتلافونه خپلو مؤخو ته ونه رسیږي او د نړۍ په بیلابیل سیمو کې نوې جګړې رامنځته شولې چې د همدې رقابتونو په لړ کې د اوکراین او منځني ختیځ جګړې یې نوې بیلګې دي.

د پورته تاریخي شالید په کتو سره جنګونه د کورنیو، قومونو، او هیوادونو ترمنځ اکثره د ویرې، ګټو او عزت یا پرستیج ساتلو له امله رامنځته کیږي. په هر حالت کې د جګړې اصلي مؤخه د خپلو ګټو ساتل دي. د اوکراین جګړه ځکه رامنځته شوله چې د امریکا په مشرې، د ناتو نفوذ تر اوکراینه ورسید او روسیې فکر وکړ که اوکراین هم په ناتو او اروپا اتحادیه کې شامل شي نو دا د دوی لپاره Existential Threat یا د بقا تهدید دی نو ځکه یې د ویرې له امله په اوکراین حمله وکړله. شاید امریکا دا غوښته چې روسیه په اوکراین حمله وکړي تر څو روسیه او هم اروپا په اوږده جګړه کې ښکیل کړي او همداسې وشوله. دا چې د دې جنګ عواقب، ګټه او تاوان به اورپا او روسې ته څه وي، هغه به وروسته معلومه شي.

د ویرې له امله کله ضعیفه لورې د مقابل لوري په اهدافو باندې نا خبره حمله کوي چې داسې حملو ته Pre-emptive strike وایي چې مخکې له دې چې دښمن ستا په قوت او اهدافو حمله وکړي، نو د ویرې حمله پیل کوي تر څو د مقابل لورې ستراتیژیک قوت له منځه یوسي. اسرایلو څو ځلې په ایران، عراق او سوریه کې حملې وکړلې تر څو دا هیوادونه قوي پاتې نشي او داسې وسلې جوړې نه کړي چې د اسرایلو موجودیت د تهدید سره مخامخ کړي. ایران هم د اسرایلو په خلاف د نیابتي ډلو لکه حزب الله، حماس او هوثي ډلو نه کار اخسته. اسرایل غواړي چې ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل کړي ځکه یې په سوریه کې د ایران په قونسلګری حمله وکړله.

لوی قوتونو همیشه د نیابتي جګړو په خاطر کوښښ کوي چې د نیابتي ډلو او وړو هیوادونو نه کار واخلي تر څو پخپله مخامخ په جګړه کې ښکیل نشي ځکه د لوی قوتونو جګړې په اوسنې وخت کې چې ډیرې پرمختلې وسلې لري، یو بل محوه کولې شي او نه غواړي چې دا وسلې د یو بل په ضد استعمال کړي. البته دغه وسلې د Deterrence په توګه ساتي او یو بل ته ښکاره کوي که په ما مو حمله وکړله نو ستاسي هم خیر نشته ځکه زه هم پرمختللې وسلې لرم او ستا اهداف ویشتلې شم. لکه ایران چې په اسرایلو حمله وکړله. د ایران هدف هم د جګړې پراخوالې نه دی خو دا یې اسرایلو ته وښودله که د پخوا په شان دې حمله وکړله نو دوی اوس پرمخ تللې وسلې لري او کولې شي چې د اسرایلوپه ضد یې استعمال کړي. د دغه محدودو جګړو بل اړخ د وسلو او قوت ښودل او هم د یو بل په تاکتیکونو پوهیدل هم دی.

په تیرو پنځو لسیزو کې ایران او پاکستان په جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې د ټولو هیوادونو په پرتله ډیرې نیابتې ډلې جوړې کړي او تر اوسه یې استعمالوي. د دغه نیابتي ډلو نه کله د لوی قوتونو د اهدافو لپاره هم کار اخلي او د لویو قوتونو نه پرې پیسې اخلي. ایران د مجاهدینو اته ډلې جوړې کړې وې او دا ډلې تر اوسه د ایران د نفوذ لاندې دي. د عراق او سوري په جګړو کې ایران په لس ګونې نورې ډلې جوړې کړلې تر څو د ایران د منافعو لپاره په سیمه کې وجنګیږي. د دغه ډلونه یې مهمې ډلې په لبنان کې حزب الله، په عراق کې د صدر ملیشې، په یمن کې حوثي ډلې دي چې د اسرایلو په وړاندې یې استعمالوي. په ایران کې د افغان شیعه ډلو نه د فاطیمونو او د پاکستان د شیعه ګانو نه یې د زینبون په نوم لواګانې جوړې کړلې چې په عراق او سوریه کې وجنګولې او اوس هم دغه لواګانو لپاره د جلب او جذب لړې په افغانستان او پاکستان کې روانه ده.

پاکستان هم د مجاهدینو او طالبانو نه نیولې د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، د ازبیکستان اسلامي تحریک، داعش، لشکر طیبه،جندولا، لشکر جنګوي، سپاه صحابه او داسې نورې جوړې، تربیه او استعمال کړیدي. پاکستان دا ډلې په افغانستان، هند، او مرکزي اسیا کې تر اذربایجانه پورې استخدام کړلې. په مقابل کې نور هیوادونه هم غلې نه دي ناست او د خپلو اهدافو لپاره یې پراکسې ډلې د یو او بل په وړاندې تقویه کړی دي.

اسرایلو لومړۍ حماس په دې خاطر تقویه کړ چې د فلسطین اداره د یاسر عرفات په مشرتابه کې کمزورې کړي. هند هم د پاکستان په ضد د بلوچانو او نورې ډلې په داخل د پاکستان کې تقویه کولې. لوی قوتونو لکه امریکا، روسیه، چین او نور هم د دغه ډلو او هیوادونو نه د وخت د اړتیا په صورت کې مرسته غوښتله او نیابتي جګړو ته یې دوام ورکړ. امریکا د مجاهدینو نه د شوروي اتحاد په ضد ګټه پورته کړله. هند او ایران د شمالي ټلوالې سره د طالبانو په ضد مرسته کوله. دا جګړې یوازې زمونږ په سیمه کې نه وې بلکې دا نیابتي جګړې په مرکزي او جنوبي امریکا، ویتنام او افریقا هیوادونو کې تر امریکا د لمنې کیوبا پورې دوام درلود.

که دا بحث خلاصه کړو، د جګړو د خبیثه دایرې تحلیل په دې نه کیږي چې څوک په حقه دی او څوک په ناحقه دی بلکې هره خوا خپل ټول اقتصادي، پوځي، سیاسي او بشري منابع په دی خاطر استعمالوي چې خپلې ګټې خوندي کړي. اروپایان چې په نژادي او مذهبي لحاظ سره ګډ ارزښتونه درلودل، هلته د ټولې نړۍ نه زیاتې جګړې شوي او نړیواله لومړۍ او دویمه جګړه هم په اروپا کې پیل شوله. ایران او عراق دوه اسلامي هیوادونه و چې ګډ دیني، مذهبي او فرهنګي ارزښتونه سره درلودل خوپه کلونو یې سره د خپلو ګټو په خاطر جګړه وکړله. البته دین، مذهب، قوم، ژبه، نژاد او نورفرهنګي ارزښتونه د وسیلې په توګه استعمالیږي چې د خپلو او یا نورو ولسونو په منځ کې حمایت تر لاسه کړي. پرون مې د اسرایلو صدراعظم خبرې واوریدې چې ویلې د خدای په مرسته به کامیابیږي او ایران هم ویلې چې د الهې نصرت په وسیله به صیهونیستان ته د عبرت درس ورکوي. دواړو خواو د الله تعالی د حمایت او نصرت یادونه کوله. کله چې داعش په ننګرهار کې زور واخیست نو د بټي کوټ په سیمه کې د داعش یو کس د طالبانو پلوې حلالوه نو مقتول او قاتل دواړو الله اکبر وایه.

په منځني ختیځ کې فلسطینیان او اسرایل د خپلو مؤخو لپاره بیلابیل دلایل لري. کله یوه خوا مظلومه او کله بله خوا ظالمه وي. ګوروعربي هیوادونه څنګه چې لازمه ده، د خپلو ګټو په خاطر د فلسطینانو حمایت نه کوي. د دې تر شا هم تاریخي مخینه یا شالید شته دی. که څه هم اردن فلسطینانو ته ځآی ورکړې و او د اردن نه به یې په اسرایلو حملې کولې خو د فلسطینانو ملیشې چې تعداد یې زیات و، کوښښ وکړ چې د اردن پادشاهي ونیسي. د ۱۹۷۰زکال د سپتمبر په میاشت کې د فلسطینانو او د اردن د پادشاه تر منځ جګړه پیل شوله. دغه میاشت د تور سپتمبر په نوم یادوي. پنځلس زره فلسطینان ووژل شول. د سلو زرو په شاوخوا کې بیکوره او لبنان ته وشړل شول. همداسې د نورو عربي هیوادونو ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې جګړې شوي او د یو بل د ځمکو ادعا لري. په کویت د عراق حمله، د بحرین او سعودي بحران، سوډان او نورو سیمو کې هم داسې جنجالونه شته دی.

هوښیار ملتونه هغه دي چې د نورو اهدافو لپاره خپل هیوادونه په نیابتي جګړو کې ښکیل نه کړي. افغانستان چې د نړۍ د بل هر هیواد نه په خاصه توګه په تیرو پنځو لسیزو کې د نیابتي جګړو قرباني دی، باید د دنیا او هم د خپل تاریخ نه او په خاصه توګه د تیرو پنځو لسیزو جګړو نه چې زمونږ ژوندی تاریخ دی او د اکثرو افغانانو په حافظه کې دا جګړې ثبتې دي، عبرت واخلي. هغه هیوادونه او سیمې د نیابتي جګړو قرباني کیږي چې په خپلو منځو کې اختلاف ولري او د ملي منافعو په عوض سمتي، قومي، ژبني، مذهبي او شخصي منافعو ته ترجیح ورکوي. فلسطینان ځکه قرباني دي چې په خپلو منځو سره اختلاف لري. اسرایل ځکه نیابتي جګړو کې راښکیل دی چې اسرایل هم په خپلو منځو ژور اختلاف لري. ایران هم په نیابتي جګړو کې ځکه ښکیل دی چې اخوندي رژیم اقتدار غصب کړیدی. افغانستان هم ځکه د نیابتي جګړو ډګر دی چې یوه ډله او یا یو شخص قدرت په اختیار کې درلود او لري.

افغانان که د تاریخ نه زده کړه ونه کړي، افغانستان په دې موقف او قوت کې نه دی چې د دنیا پالیسې او سیاسي مسیر ته تغیر ورکړي. د افغانانو لپاره به دا مهمه وي چې د سمیې او نړۍ په نیابتي جګړو کې ځان ښکیل نه کړي. دا کار یوازې هغه وخت کیدلې شي چې ټولې خواوې په ریښتیاسره د افغانستان ثبات وغواړي او د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره په شریکه کار وکړي. تر څو ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په خپل هیواد کې د کار، ژوند او سیاست مساوي حقوق ولري. یو بل نفې نه کړي. د قدرت انحصار باید د قدرت د دوام سیاست نه وي. که نورهیوادونه د افغانانو اتحاد نه غواړي، د هغوي نه ګیله هم نه ده پکار ځکه هر هیواد د خپلو ګټو لپاره کار کوي. افغانان باید د نورو هیوادونو سره د روابطو په درشل کې خپلو ګټو ته ترجیح ورکړي. نو اوس دا د افغانانو پورې اړه لري چې ایا په خپلو منځو کې سره د تفاهم ژبه پیدا کولې شي او که نه؟ که افغانان په خپلو کې د تفاهم ژبه پیدا نه کړي، افغانان به هیڅکله د نیابتي جګړو د خبیثه دایرې نه ځآنونه خلاص نه کړې شي. کله به افغانستان د نړیوالو نیابتي جګړو او کله به د سیمه ایزو نیابتي جګړو ډګر وي او افغانان به د دغه جګړو لکه د پخوا پشان قرباني وي.

———————-

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر او د ننګرهار پخوانی والي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب