دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد امریکا د پوځ څېړنې ښيي چې د کابل د هوايي ډګر...

د امریکا د پوځ څېړنې ښيي چې د کابل د هوايي ډګر د حملې مخنیوی ممکن نه و

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۶ مه) د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د خونړۍ حملې په اړه په خپله ارزونه کې ویلي چې د دې برید مخنیوی ناشونی و.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ له اوږدو څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسیږي چې د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د هغې خونړۍ انتحاري حملې مخنیوی ممکن نه و چې په لړ کې یې ۱۷۰ بېګناه افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د داعش تروریستي ډلې په غاړه اخیستی و.

د سینټکام په راپور کې، چې نن (دوشنبې / د اپریل ۱۵ مه) یې خپور کړ، راغلي چې هغه پک یا بې وېښتو سړی چې د حملې په سهار امریکايي پوځیانو لیدلی و او وروسته یې فکر کاوه چې انتحاري حمله به یې کړې وي، حمله کوونکی نه و بلکې حمله کوونکی عبدالرحمان الوګري و چې د طالبانو لاس ته د کابل او محبسونو له ورتلو وروسته د کابل له پلچرخي محبسه خوشي شوی و.

په دې راپور کې هغه ادعا هم بې اساسه بلل شوې چې ګواکي امریکايي پوځیانو انتحاري حمله کوونکی پېژندلی و او موقع یې لرله چې ویې وژني خو امر ورته نه و شوی چې ډزې پرې وکړي.

هغه بې وېښتو یا پک کس، چې مخکې ویل شوي و چې ممکن حمله یې کړي وي، سهار اووه بجې د ایبي ګېټ، یعنې هغې دروازې مخته لیدل شوی و چې اووه ساعته وروسته پکې چاودنه وشوه.

د امریکا د پوځ په څېړنو کې څرګنده شوې چې الوګري له حملې یوازې نیم ساعت مخکې د پېښې ځای ته رسیدلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب