دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهعمري: یوازې په طالب او ملا نظام نه شي جوړېدای

عمري: یوازې په طالب او ملا نظام نه شي جوړېدای

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۶ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمدنبي عمري نن په خوست کې د میخانیکي انستییتیوت د محصلانو د لاسي کارونو د نندارتون په پرانستونکې غونډه کې وویل چې اوسنی نظام یوازې په دیني عالم او طالب نه جوړېږي بلکې عصري زده کړو ته جدي اړتیا ده.

ښاغلي عمري د عصري زده کړو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل چې نظام په هره برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه:«نظام یوازې په ملایانو نه جوړېږي او بیا هم په تکرار وایم چې که زه او مشران تېروتنه وکړي چې نظام یوازې په ما مجاهد یا ملا صاحب جوړېږي، دا تېروتنه دې په دوی مبارکه وي او موږ ورسره موافق نه یوو.»

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سفارت سرپرست بدرالدین حقاني هم په دې مراسمو کې عصري زده کړې مهمې وبللې او ویې ویل چې د هیواد ستونزې په عصري او دیني علومو کې د متخصصانو په روزلو حل کېږي.

د طالبانو اکثره کابل مېشتې چارواکي د عصري علومو پر اهمیت ټینګار کوي خو عملاً د طالبانو حکومت د ټولنې نیمايي نفوس یعنې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع کړي دي.

که څه هم ویل کېږي چې اکثره طالب مشران په تېره بیا د دوی د کابینې غړي د نجونو له زده کړو او کار سره مخالف نه دي خو د واک اصلي کړۍ، چې په کندهار کې ده، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخالفت کوي. دوی د نجونو د زده کړو د مخالفت لپاره هیڅ راز شرعي یا دیني دلیل نه وړاندې کوي خو کله چې په تکرار ورڅخه وپوښتل شي بیا کلتور پلمه کوي.

څرګنده نه ده چې دا ستونزه به د طالبانو حکومت کله حل کوي. باور کېږي چې تر څو طالبانو نجونو او ښځو ته خپل لومړني حقونه نه وي ورکړي، هیڅ دولت به ونه کړای شي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

1 COMMENT

  1. ولا عمری ساب خبره خو دا ده چی زموږ د ۲۰۰ وروستیو کلونو مشرانو لویه ستونزه دا وه چی په « یوازی » توګه ئې غوښته حکومت وګړی چی د « یوازی » معاملې نتیجه نو همهغه « احتلام » وی او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب