سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازبکستان او قطر مشرانو پر ترانس افغان پروژې خبرې وکړې

د ازبکستان او قطر مشرانو پر ترانس افغان پروژې خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۶ مه) د ازبکستان ولسمشر له قطري چارواکو سره د ترانس افغان پروژې په اړه خبرې وکړې.

تریند خبري اژانس د ازبکستان د ولسمشر د دفتر پر اساس خبر ورکړ چې پر ترانس افغان پروژې د دغه هیواد د ولسمشر شوکت میرضیایف او د قطر د صدراعظم او باندنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ترمنځ په کتنه کې خبرې وشوې.

په دې کتنه کې، چې په تاشکند کې وشوه، دواړو خواوو په خپل منځ کې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

افغنستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د ترانس افغان پروژې په اړه، چې د ازبکستان ریل د افغانستان له خاورې له پاکستان سره وصلوي، موافقه وکړه خو جمهوري نظام ژر وپرزېد او دا پروژه تر یوې مودې پورې هېره شوه.

دا ریللار، چې ۷ میلیارد ډالره یې پر جوړېدو لګېږي، د اروپا، روسیې او ازبکستان ریللار د افغانستان له لارې له پاکستان، هند او د جنوبي اسیا له نورو هیوادونو سره نښلوي او د کال د ۲۰ میلیون ټنه بار د انتقال ظرفیت لرلی شي.

ازبکستان ډېر لېواله دی چې دا ریللار جوړه شي.

د فبرورۍ په ۲۱ مه  افغانستان د ریللارې ادارې اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره یې د ترانس افغان پروژې د سروې په اړه موافقه کړې ده

د دې ادارې ريیس بخت الرحمان شرافت په تاشکند کې له ازبکستان او متحده عربي اماراتو سره د ترانس افغان پروژې د تخنیکي مطالعې او سروې د پیلېدو تفاهملیک لاسلیک کړ.

د دې تفاهملیک پر اساس به اماراتي شرکت د ترانس افغان پروژې تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي مطالعې په خپل لګښت وکړي او وروسته به د پانګونې د جذب لپاره د سروې پایلې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان له لوري له مالي ادارو، هیوادونو او سوداګرو سره شریکې شي.

اټکل کېږي چې دا ریللار به په ۵ کلونو کې بشپړه شي خو شرط دا دی چې د ټاپي په برخلیک اخته نه شي.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د پایپ لاین هغه ګډه پروژه ده چې د جوړېدو په صورت کې به د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هندوستان ته انتقال کړي خو له ګڼو تفاهملیکونو او خبرو سره سره یې عملي چارې په نامعلومو دلایلو او یا هم ممکن د بودجې د نشتوالي له کبله ځنډېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب