سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+تېرې پنځه لسیزې؛ د سیاسي نظربندیو لنډ یادښت

تېرې پنځه لسیزې؛ د سیاسي نظربندیو لنډ یادښت

مدثر آزاد
په افغان تاریخ او په تېره په وروستي لنډ پنځوس کلن پېر کې، د ولسمشرانو، ګوندونو مشرانو، مخورو، چارواکو او منصب دارانو نظر بندیو یا سیاسي څار لاندې کسانو راتلونکی او برخلیک ښه نه و.
که د دې لنډ یادښت پیل له محمد داوود هم نه، له تره کي وکړو نو کله چې ۱۳۵۸ کال په وږي مياشت کې نورمحمد تره کی هاوانا (د کيوبا پلازمېنه)  کې په يوه غونډه کې د ګډون په موخه کيوبا ته لاړ. د بېرته راتګ پر مهال يې په مسکو کې له برژنیف او يو شمېر نورو شوروي چارواکو سره وکتل، هغوی ورته د حفیظ الله امین د نیت په تړاو وویل خو تره کی بیا هم راغی، له څه موده جنجال وروسته روسیې امین ته پام زیات کړ او هغه واک ته ځان ورساوه، کله چې ورسید، تره کی یې څه وخت لپاره نظر بند کړ، امین روسیې ته وویل تره کی لا ژوندی دی، روسیې ورته وویل؛ څه چې دې خوښه وي هغه ورسره وکړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه وخت د مخابراتو ګارد رئيس عبدالودود، د  ګارد سياسي درستیزوال روزي او د ګارد رئیس محمد اقبال هغه درې کسان وو چې د نور محمد تره کي په وژنه کې يې لاس درلود. عبدالودود بیا وروسته په کابل کې آنيس ورځپاڼې ته په خپل اعتراف کې ويلي و، چې د تره کي په خوله مو بالښت کېښود، خوله يې وچه شوه، د اوبو غوښتنه يې کوله خو روزي ورته اجازه ورنه کړه چې اوبه وڅښي. موږ يې په خوله بالښت ايښی و او فشار مو پرې راوړلو؛ څو شيبې وروسته تره کی ارام شو او مړ شو. هغه مو په موټر کې بهر کړ او په هغه قبر کې مو دفن کړ چې له وړاندې د کابل په آبچکان قول کې ورته برابر شوی وو.
حفیظ الله امین هم چې کله واک ته له رسېدو وروسته د بېلابېلو دسیسو ښکار کیږي، په  تاج بېک ماڼۍ کې له مسمویدو وروسته څو ساعته نظر بند او بیا د روسانو له لوري وژل کیږي.
ببرک کارمل چې له حفیظ الله امین وروسته واک ته ورسېد او د روسیې کلک ملاتړ ورسره و، د ۱۳۶۵ کال د ثور د میاشتې په ۱۴مه د خلق دیموکراتیک ګوند عمومي منشي له څوکۍ لرې شو او د همدې کال په لړم میاشت کې له ولسمشرۍ څنډې ته او پر ځای یې محمد نجیب الله واک ته ورسید.
کارمل له خپلې استعفا وروسته څو کاله په مسکو کې و او د ګوند د غړو د فشار له امله د ۱۳۷۰ کال په اوړي کې کابل ته راستون شو چې هره ورځ به ورسره زرګونو کسانو لیدنه کوله او بیا په ۱۳۷۱ کال کې د حکومت له نسکوریدو او د مجاهدینو د حکومت له رامنځ ته کیدو سره د جنرال عبدالرشید دوستم په ملاتړ د افغانستان شمال ته ولاړ.
هغه څه موده په مزارشریف کې د جنرال دوستم تر څارنې لاندې تېره کړه، په هغو کلونو کې چې هغه د ازبکستان سره په پوله په حیرتان ښارګوټي کې نظربند و، کارمل خورا ګوښه و او د دې ښارګوټي له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکه نه درلوده. ویل کیږي، کارمل هغه کلونه ډیر ستړی او مایوسه و.
هغه څو کاله هلته پاتې شو او مسکو ته له خپل وروستي سفر مخکې ورته شوروي حکومت ویزه هم نه وه ورکوله چې په مسکو کې د خپلې کورنۍ لیدو ته ولاړ شي.
خو د شوروي له سقوط وروسته ولاړ او همالته د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.
ډاکټر نجیب الله هم چې د مجاهدینو په واک ته رسیدو سره یو ځای بل ځای او بیا د ملګرو ملتونو په دفتر کې سیاسي نظربند و، هلته یې له ډیرو محدودو کسانو سره د لیدو اجازه درلوده چې په سر کې یې د وخت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، بینین سیوان و. ډاکټر نجیب الله هم د وتلو هڅه کړې وه خو په کابل هوایي ډګر کې چې د دوستم له ځواکونو سره و اجازه یې نه وه ورکړې.
شهرت ننګیال په دولس ګرامه ماغزه کې لیکي چې یو ځل د پاکستان سفیر هم د ډاکټر نجیب الله لیدلو ته ورغلی و او پاکستان ته د تګ بلنه یې ورکړې وه خو په تونده لهجه د ډاکټر نجیب الله له لوري ځواب شوی و. (که منلي یې وای شاید اوس ژوندی وای). ډاکټر نجیب الله د مجاهدینو د رژیم تر پرځیدو پورې، چې شاوخوا ۵ کلونه یې دوام وکړ، نظر بند پاتې شو او بیا اعدام شو.
په اوسني امارت کې چې د سیاسي نظر بندۍ په کتار کې کوم لوړپوړي چارواکي دي، په سر کې یې پخوانی ولسمشر حامدکرزی، څو ځل ولسمشرۍ ته نوماند او يو ځل ځان ولسمشر بللی او ځان ولسمشر اعلان کړی؛ عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي امیر، ګلبدین حکمتیار دي.
دغه درې مشران هم په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې له ورته محدودیتونو سره مخ شوي چې په تېرو پنځو لسیزو کې پورتني ولسمشران او ګوندونو مشران ورسره مخ شوي.
کرزي ته د بهرني سفر اجازه نشته، کورنۍ نه شي لیدلی، ملاقاتونه یې محدود دي، څرګندونې او رسنیزې مرکې یې تر څار لاندې دي او تر سخت فشار لاندې ژوند کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم له ورته محدودیتونو سره مخ دی او پاتې شوه د ګلبدین حکمتیار قضیه؛ هغه یو ځل د طالبانو له رهبر سره د لیدو خواهش کړی و، چې رد شو بیا پرې په خپل کور او جومات کې خطبه بنده شوه او څه موده مخکې خو بیا په ډېر زور او جبر  له خپل هغه کوره چې د تېر حکومت (د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال، له جمهوریت سره) د سولې مذاکراتو په ترڅ کې ورکړ شوی و ترې و ایستل شو او بل ځای ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني په منځکړیتوب واستول شو چې د هغه درناوی هم شاید د پلار جلال الدین حقاني سره په یوه سنګر کې د پاتې کېدو او یا د “جهادي مشر” موقف ته د احترام له امله وي.
د افغانستان اوږد تاریخ پر خپل ځای، خو نږدې او معاصر تاریخ ته یې په کتو موږ د سیاسي نظر بندیو له پایلو ښې خاطرې نه لرو نو د ولسمشر کرزي په ګډون به د دغو مشرانو سرونو ته د خیر دعا کوو چې نه خو په شته نظام کې سر و بایلي او نه هم د نظام د نسکوریدو په ګډوډۍ کې سرونه له لاسه ور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب