دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهڅو لنډ خبرونه

څو لنډ خبرونه

د ترافیکو ریاست وايي، په افغانستان کې د اختر په درو ورځو کې ۵۰ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي.

د ترافیکو عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اختر په درو ورځو کې لږترلږه ۱۰۲ ترافیکي بېښې شوي چې په لړ کې یې ۱۸۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ترافیکو د ریاست پر اساس، په ۵۰ تنو وژل شویو کې ۱۳ یې ماشومان دي.

په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.

د اختر د درو ورځو په ترافیکي پېښو کې تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې په هرات، غزني او پکتیکا کې اوښتي دي. د ترافیکو د لوی ریاست پر اساس، په هرات کې ۱۹، په غزني کې ۱۱ او په پکتیکا کې ۱۰ تنه مړه شوي.

—————–

له اسراییل څخه خپلو لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې پر ایران ځوابي برید ونه کړي.
له بلې خوا د جرمني او اردن د باندنیو چارو وزارتونو پر اسراییل د یکشنبې د ورځې له بریدونو وروسته د ایران سفیران د احتجاج لپاره احضار کړل.
اردن د اسراییل پر خاوره د ایران د توغندو د نه لګېدو په برخه کې له اسراییل سره همکاري وکړه او له دې کبله له ځینو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
روسیې او چین هم له دواړو خواوو غوښتي چې له زغمه کار واخلي.
————–

د وروستیو سختو ورښتونو له کبله که له یوې خوا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سیلونه راغلي، او په نتیحه کې یې مرګ ژوبلې پېښې شوي او همداراز یې کورونه، کرنیزې مځکې، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي، له بلې خوا یې د وچکالۍ شدت کم کړی، تر مځکې لاندې اوبو د سطحې له لوړېدو سره یې مرسته کړې ده.

د دې ترڅنګ د افغانستان د برښناشرکت وايي چې د وروستیو ورښتونو له کبله د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو د اوبو اندازه لوړه شوې او د برښنا تولید ورسره ډېر شوی دی.

د دغه شرکت پر اساس، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار ته څېرمه د دغو درو بندونو د برښنا تولید ۳۶۰ میګاواټه ډېر شوی دی.

—————-

د ایران د کرمان ولایت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د ادارې عمومي ريیس وايي چې تېر کال (۱۴۰۲) له دغه ولایته ۸۵ زره بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

ده ټینګار وکړ چې په کرمان ولایت کې د نورو کډوالو د منلو امکان نه شته.

ویل کېږي چې په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې له چاودنو وروسته په دې ولایت کې پر کډوالو فشار زیات شوی دی.

د کرمان د کډوالو او بهرنیو اتباعو د ادارې عمومي رييس روح الله خضري ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تراوسه پورې په کرمان ولایت کې هیڅ بهرني تبعه ته د اوسیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ده دا هم وویل چې سږ کال به هغه کډوال هم له کرمان څخه وایستل شي چې د اقامت رسمي جواز لري.

—————-

د سمنګان او بلخ ولایتونو ترمنځ لویه لار د شدید ورښت او سیل له کبله بنده شوې ده.

ملي تلویزیون نن د ځايي چارواکو په قول وویل چې د دې لارې د پرانیستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تر دې مخکې د کونړ او نورستان، د ترینکوټ او کندهار او همداراز د ترینکوټ او د اروزګان د ټولو ولسوالیو ترمنځ د لارو د بندېدو خبرونه ورکړل شوي وو.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت ویندوی پرون وویل چې وروستیو ورښتونو او سیلونو شاوخوا ۸۵ کیلومتره سړکونه او ګڼ پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.

تراوسه پورې د وروستیو ورښتونو او سیلونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳ او د ټپیانو ۲۷ ښودل کېږي خو ویره ده چې تر دې ډېره وي.

په پاکستان کې هم سیلونو لږترلږه ۳۶ تنه مړه کړي او ګڼ سړکونه او کورونه یې نړولي دي.

په افغانستان کې د نړېدلیو کورونو شمېر ۶۰۶ اعلان شوی دی.

———————

د طالبانو په حکومت کې د ستندرد ملي ادارې نن وویل چې د ایران ۱۹ ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هیواد ته ورلیږلي دي.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له ایران څخه دا وارد شوي تېل یې د فراه ولایت د ابونصرفراهي بندر له لارې بېرته ایران ته مسترد کړل.

تر دې وړاندې هم طالبانو په ځلونو د ایران بې کیفیته تېل مسترد کړي دي.

د متخصصانو په باور د ایران بې کیفیته تېل، چې د سربو اندازه یې خورا لوړه وي، د سرطان په شان د ناروغیو سبب کېدای شي. له همدې کبله دوی له ګمرکي چارواکو غواړي چې په دې مسله کې لا جدي واوسي.

———————

له افغانستان سره په یو وخت په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هم شدید ورښتونه دوام لري.

نن پاکستاني چارواکو وویل چې په دغه هیواد کې ورښتونو، سیلونو او تالندو لږترلږه ۳۶ تنه وژلي دي.

تر ټولو ډېر تاوانونه په بلوچستان کې اوښتي او په دې ایالت کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ارشیف

بلوچستان ته د افغانستان په نژدې ولایتونو لکه اروزګان، هلمند، کندهار، فراه او نیمروز کې هم شدید ورښتونه شوي چې له کبله یې سیلونه جاري شوي او لسګونه کسان یې په اروزګان او فراه کې مړه کړي دي.

په افغانستان کې ۶۰۶ کورونه هم نړېدلي او سلګونه څاروي مړه شوي دي.

په پاکستان کې هم لږترلږه ۶۰۰ کورونه نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب