پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهله وروستیو ورښتونو سره د افغانستان د برېښنا د تولید ظرفیت زیات...

له وروستیو ورښتونو سره د افغانستان د برېښنا د تولید ظرفیت زیات شوی

تاند( ۲ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې په هېواد کې د ورښتونو د زیاتېدو له امله د برېښنا د تولید ظرفیت زیات شوی.

د دغه شرکت رسنیزې برخې په یوه اعلامیه کې د نغلو، سروبي او ماهیپر د برېښنا کوټونو د ظرفیت لوړېدو یادونه کړې ده.

سرچینې ویلي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغو بندونو د برېښنا په ظرفیت کې یو زر او درې سوه شپیته میګاواټه برېښنا زیاته شوې ده.

 د سرچینې د معلوماتو پر اساس، زیاته شوې برېښنا یې د برېښنا د وېش په عمومي شبکه کې وېشلې او مشتریانو ته یې د برېښنا ورکولو وخت او ظرفیت لوړ کړی.

د ورږستیو ورښتونو له امله لږ ترلږه د ۶۰ تنو د مرګ ژوبلې او د سلګونه کورونو د ویجاړیدو خبرونه  هم ورکړل شوي دي.

د داسې پېښو زیانمن شوي شکایت لري، چې د جمهوري نظام برعکس د طالبانو رژیم د پېښو زیانمنو سره مرسته نه کوي او ستونزو کې یوازې پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...