دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان د کډوالو د ایستلو تر دوهم پړاو مخکې ۱۰۰ تنه افغانان...

پاکستان د کډوالو د ایستلو تر دوهم پړاو مخکې ۱۰۰ تنه افغانان وایستل

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۲۷ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستان پرون (یکشنبې) تر سلو ډېر افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وایستل او افغانستان ته یې راولیږل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، دا کسان د تورخم له لارې افغانستان ته راوګرځول شول او د کډوالو د چارو په اداره کې له ثبت کېدو وروسته د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ادارو ته معرفي شول.

پاکستان دا کسان یوه ورځ مخکې تر دې چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي، له خپلې خاورې وایستل.

د پاکستان له اعلان سره سم د اپریل په پنځلسمه یعني نن د کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې په دې پړاو کې پاکستان له خپلې خاورې اته نیم لکه افغان کډوال وباسي.

دا هغه کډوال دي چې اي سي سي کارتونه لري.

پاکستان وايي چې د کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې یې، چې د اکتوبر په میاشت کې یې پیل کړ، بې اسناده کډوال په نښه کړل او ۵ لکه ۳۶ زره افغانان یې وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب