لیلا خرم په کابل ښار کې په یوه روڼ اندې کورنۍ کې زیږیدلې، خپل لومړنۍ زده کړې یې په رابیا ښوونځي او ثانوي زده کړې په ملالۍ عالي لیسه کې سر ته رسولي او د کانکور د آزموینې له لارې یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته لار ومونده.
لیلا خرم د داکتر نجیب الله د حکومت په اواخرو کې له خپلې کورنۍ سره د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته مهاجره شوه او هلته یې په یو لړ فرهنګي فعالیتونو لاس پورې کړ چې د هغو له جملې څخه د (تنظیم زنان مسلمان) په نامه د یوې ټولنې فرهنګي مسؤوله شوه او د (پیام زن مسلمان) مجله یې چلوله، وروسته دا مجله په میاشتنۍ اونیزه «نسأ» واوښته چې د هغه مدیریت هم د دې په غاړه و او وروستی مسؤولیت یې د وطن د خپلواکه میاشتنۍ مجلې مشره وه چې دوه کاله یې دوام وکړ او بیا د مالي ستونزو له امله بنده شوه.
لیلا خرم د ښوونځي له دورې څخه له شعر او لیکوالۍ سره بلده وه، شعرونه، لنډ داستانونه، ادبي کره کتنې او سیاسي او ټولنیزي مقالې یې لیکلي چې وخت په وخت د مهاجرت د وخت په رسنیو په تیره بیا سهار ورځپاڼه او وطن مجله کې چاپ شوي.
لیلا د خپلې لیکوالۍ په یو بل پړاو کې د افغانستان د لرغوني تاریخ او پښتنو د اړیکو په هکله کار پېل کړ، د آریانا او پښتنو په هکله یې څیړنې ومړی او د استاد حبیب الله رفیع د کتابونو او د ارواښاد کهزاد د تاریخي څېړنو په مټ یې د تاریخ او آریایي ژبې ناپیژندلو برخو ته لاسرسی وموند. د دې څېړنو یوه برخه د وطن مجلې په بېلا بېلو ګڼو کې خپرې شوې.
لیلا خرم څه رسمي دنده نه لري؛ خو په کور کې د ورځنیو سیاسي او ټولنیزه ناخوالو او کله کله هم د تاریخي مسایلو په هکله لیکني کوي چې ډېرې په ویسا ورځپاڼې کې خپریږي.
چاپ شوي آثار:
– خواب فردا (د پښتو او دري شعرونو ګډه ټولګه)
– بیمار لمر (د پښتو او دري شعرونو ګډه ټولګه)
– از آزادي بیان تا اسارت ذهنی (په ویسا ورځپاڼه کې د فرهنګي مقالو ټولګه)
– ګزارش خبری (د دري طنزونو ټولګه)
نا چاپ آثار:
– د اویستا او آریانا نومونو اصلي تلفظونه او مفاهیم،
– د اویستا د یو څپرکي (نهمې یسنا) د متن پښتو تلفظ، لوست او تفسیر،
وردګ یوه غرنی شنه او سمسوره سیمه ده چی په ژمی کی ډیره سړه او په اوړی کی نرمه او ملایمه هوا لری. د وردګو خلک کښتګر او بزګر دی او ځمکه یی د غرونو د زیاتوالی له امله لږ ده.
د وردګو خلک چی د وردګو قوم په نوم یادیږی، د ځینو افسانوی روایاتو پر بنسټ اکثرا ځان سیدان او عرب بولی چی د یو افسانوی سیدبابا (سید محمد ګیسو دراز) اولاد بلل کیږی؛ خو د تاریخی روایاتو په اساس وردګ ټبر د پښتنو د دریو سترو تبرونو(سړبنی، غرغښتی او کرلاڼی) وروستی یعنی کړلانی څانګی پوری منسوب دی چی د خټک، اپریدی، ځاځی، ځدران، وزیر او …. ګډه څانګه ده.
– په تاریخی منابعو کی د وردګو د نوم شتون او څرنګوالی:
داکتر مجاور احمد زیار د وردګو ټبر او وردګ د نوم په باره کی داسی لیکی:
په پښتنو کی بیا وردګ ډیر زور پر عربی والی او نسب اچوی او ځانونه کورت قریش او سیدان بولی او څو کرښی وروسته نظر ورکوی :
( حال دا چی دغه ټبر د کړلانی پښتنو د یوی پښی په توګه څو پیړی د مخه له سویل ختیزو سیمو څخه اوسنی سیمی ته لیږدیدلی او په زړه پوری یی بیا دا چی د غلجی پښتنو ګاونډیانو په منځ کی یی تر اوسه خپل ګړدودی ځانګړتیاوی خوندی ساتلی ..)
او یا: دا هم په زړه پوری ده چی د یو هندی لرغونپوه د شننی له مخه وردګ نوم هم د خوات دری سره تړاو لری او هغه دا چی دلته د خروشتی ډبرلیکونو تر څنګه بودایی بوتان هم موندل شوی او په زړه هندی (ویهارا) بوت او (دک) تونی مکانی ورستاړی دی چی په دی ډول (وردګ) له آره (ویهارادک) و.
(پښتو او پښتانه د ژبپوهنی په ړڼا کی / ۲۰۶ مخ)
د پوهاند زیار دا لومړی نظر چی ګواکی وردګی تبر څو پیړی مخکی د سویل ختیځ څخه دی سیمی ته لیږیدلی، د پوښتنی وړ دی؛ ځکه آریایان د تاریخ په بهیر کی دایم د شمال لوری څخه جنوب او لویدیز ته لیږدیدلی دی یا هم د دښمنانو د یرغلونو له امله لیږدول شوی. بل دا چی وردګی ټبر په کرلانی پښتنو پوری منسوب دی چی کرلانی آریایان د افسانوی (کرلان ) د تعبیر نه وراخوا کر او کښت لرونکو خلکو ته ویل کیږی یعنی هغه آریانی څانګه چی میشته وه او د ځمکی کرنه یی مشغولتیا وه؛ نو په دی حساب شااوخوا نور کرلانی پښتانه ښایی د همدی سیمی او همدی خلکو څخه مخ په ختیځ او سویل تللی وی، نه دا چی د هغو ځایونو څخه دلته راغلی وی .
د ویهارا او وردګ د نوم د هندی اصالت په برخه کی باید ووایو چی د سانسکریت اصلی بڼه په خپله د پخوانی پښټو یو شرقی لهجه ده او په هغو کی چی وروسته هر څه مفاهیم د هندی مذهبی پوهانو له خوا راغلی، ټول آفاقی اصطلاحی او مذهبی تعابیر دی نه اصلی – لغوی معناوی؛ نو ځکه د دی هندی ژبپوه دا تعبیر هم د ویهارا په برخه کی یو مذهبی تعبیر دی چی لغوی ریښه نه لری . ویهار په سمی لغوی تجزیه کی د بښ + اوار = اور نه مرکب او د بښ اور (بښلی اور = نسل او ځای په معنی ) دی چی وروسته اصطلاحی بهر (بیرون – خارج) مفهوم تری زیږیدلی او بیا د هغه نه (بهار) زیږیدلی؛ خو د وردګ په نامه کی نه (بښ اور) بلکه یوازی اور (یا هم ور) د دګ = ځمګه ځای ګی سره تړل شوی .
د وردگو د سیمی تاریخی ارزښت:
د وردګ سیمه او وردګی ټبر د لرغونی آریایی افغانستان په تاریخ کی ستر مقام او ځای لری؛ خو همداسی چی پښتانه د خپل ټول ټولنیز او تاریخی اهمیت سره چی په دی ستره منطقه او حتی نړی کی لری ،نومورک پاتی دی، همداسی د وردګ سیمه او وردګ خلک هم د افغانستان په لرغونی تاریخ کی تت او نومورکی پاتی شوی، په داسی حال کی چی د وردګ سیمه د تاریخ له پیل څخه د بخدی – پښتی (اوسنی بلخ) نه پس د مدنیت او مرکزیت (پایښت او اوسیدا) دویم ټاټوبی دی .
د اوریانی یا آریایی توکم له لومړنی تر ټولو ستر بنسټ ځای او استوګنځای (بخدی)نه وروسته د آریانی توکم د یوه ستر ټبر(کرلان = کرښن) د دایمی اوسیدا ځای همدا د هندوکش په جنوبی لمنو کی پروت وردګ او د هغو شا او اخوا دی.دا د اوسیدا، پایښت او نه کډی کومه فلسفه چی نن په تحریف شوی توګه د اوستا ترنامه لاندی د لرغونپوهانو په لاس کې پرته ده ،هم په غالب ګمان په همدی سیمه وردګ کی مینځ ته راغلی. همدا سیمه ده چی کډوالو اوریانو په لومړی ځل د دایمی اوسیدنی د پاره پکی خټین کورونه او کوډی جوړ کړل او هغو ته یی ور یا ورونه ورکړل تر څو د ګرمی او سړو نه تری په امان کی واوسی.
د وردګ د نوم تجزیه:
د وردګ د نوم اصلی بڼه او لغوی مفهوم به څه وی؟ دا نوم په دوو بڼو تجزیه کولای شو :
ور+ دګ چی ور= دروازه او دګ د پخوانی شکل ځګ – ځایګ – ځای ګی – دهګ – دګ) اوسنی بڼه او د ځای په معنی دی کوم چی په اوسنی اردو کی د (جګه) او اوسنی دری کی د ده – دهک په ډول تلفظ کیږی .
د دی ترکیبی نوم لومړنی کلمه (ور) که په همدی تلفظ سم وګڼو، د استوګنی او بهر تر مینځ د سرحد او فاصلی علامت دی. د اوسیدنی د ځای مینځ ته د ننوتو او بهر کیدو محافظه وسیله او د اوستا (اوسیدا) د لوستل شوی متن په اساس دا (ور) یا (ورونه) او خټینی کوډلی په همدی غرنی سیمه (وردګ) کی د افسانوی پیامبر او لیکوال زرتښتر له خوا جوړ شوی؛ نو که دا د وردګ لومړی کلمه (ور) وګڼو هم سبب او دلیل به یی همدا پورتنی مساله وی .همدا رنګه که دا (ور) په اصل تلفظ کی اور یا ایریا ویر هم وبولو، بیا به یی هم سبب او دلیل همدا د کورونو جوړونه او د خلکو دایمی استوګنه وی؛ ځکه (اور) په خپل وار پښتو ژبه کی د خپل لغوی مفهوم تر څنګ د اور او نغری پر شا اوخوا د کورنی نسل او اولاد اوسیدا او ګن کیدلو اصطلاحی مفهوم په ځان کی لری. په دی ترتیب د دی ځای نوم د همدی مېشتو خلکو په خوله اوردګ یا وردګ شوی یعنی مېشت نسل د استوګن نسل او اور ځای ځایګی یا ورلرونکی کور او کورنی ځای او ځآیګی .
په تاریخ کی د (وردګ) د نوم شتون:
په اوستا کی : په تیرو پآڼو کی ما د وردګ د نوم او ځای په اړه داسی نوی خبری وړاندی کړی، چی تر اوسه د هیڅ یو مورخ یا تاریخی منبع له خوا نه ویل شوی او نه اشاره ورته شوی؛ خو زه د خپلو ادعاوو په تایید داسی اسناد وړاندی کولای شم چی ښاغلی پوهان او مورخین به یی په لږ څه غور او دقت راسره ومنی . مخکی له دی چی زه خپلو خاصو لاس ته راوړنو ته ورشم، لازمه ده د اوستا (اوسیدا) د متن هغه ځای چی ارواښاد کهزاد ( تاریخ افغانستان ) کتاب کی یی ژباړه را وړل شوی او پکی د وردهکا د نوم یادونه شوی کټ مټ نقل کړم:
کاوی ویشت اسپه (کبیر) به (درواسپه) عقب رودخانه (دی تیا) صد اسپ هزار نر ګاو و دوهزار ګوسفند قربانی کرد و خواهش نمود که به من آنقدر توانایی بده که حمله (اشته اروانت) پسر ( ویسپا تور و واشتی) را که بر همه ظلم کرده و خود آهنی و یخه کلفت دارد هفت صد شتر مال غنیمت را می برد رد کنم و حمله های ارجت اسپه رهزن قوم (هیونی) را رد کنم و حمله های (درشنیکا) پرستش کننده شیاطین را رد بتوانم. سپین جوروشا پرستش کننده شیاطین را کشته بتوانم و اقوام وردهکا را از تحت اطاعت هیوناها بیرون کشیده بتوانم و از هیوناها پنجاها و صدها و هزارها و میلیونها میلیارد ها میلیارد ها را به قتل برسانم.
دا ژباړه تر ډیره حده یوه تحریف شوی او غیرحقیقی ژباره ده؛ خو بیا هم پکی د (وردهکا) نوم د نورو نومونو په شان واضح لوستل شوی او په یو ځای او یوی ډلی خلکو باندی اطلاق شوی کوم چی د یرغلګرو هیونانو څخه په کړاو کی وو.
( زه په خپل ناقص نظر د ډیرو دلایلو په اساس په دی لنډ متن کی اصلا د جنګ او جګړی یا دونه رد وم دا چی دلته اصلا ښایی جګړه یاده شوی نه وی.)
د وردګو د خیالی نیکه په نوم کی ګیسو ! ولی ؟
د اوستا (اوسیدا) د نهمی یسنا (یا: نهمی ایښونی ) په هغه بند کی چی د کرښه اسپه یا معمول ( ګرشاسپه ) په باره کی دی په لاتین رسم الحظ کی د ګیسو غوندی کلمه غالبا په تحریف شوی بڼه داسی په یوه جمله کی لولو:
Yauua gaēsuš gaδauuarō
(۸ مخ) چی د همدې کتاب (مقدمه ای بر دستور زبان اوستایی ) په بله برخه کی د همدی جملی په زند (زوند) ژبه تفسیر کې بیا داسی لیکل شوی دی:
Gēswar ud gadwar
او د دی پارسی ترجمه بیا لیکل شوې: (دارای موی مجعد) ګرزدار(۹ مخ) دا هماغه تحریف شوی افسانوی مفهوم دی کوم چی د وردګو افسانوی بابا (سید محمد ګیسو دراز) نوم تری زیږیدلی دی .
په داسی حال کی چی د اوستا د منځ دا جمله په ډیره آسانی داسی لوست کیدای شی:
یوه ګیسوش ګزه ورو ـ یوه ګیسښوش ګده ورو ـ یوه ګیښو ګډه ور (یا: اور)
په اوسنی پښتو: یوه ګیښی (ګوښی) او ګډ وریا اور
په دری: یک آتش (نسل و خاندان) جداګانه و مشترک یا یک درب جداګانه و مشترک چی په ډیر احتمال اشاره د وردګو سیمی او استوګنځای ته ده کوم چی کرښه اسپه د لومړی ځل د پاره د خپل اور او نسل د میشتیدنی له پاره غوره کړی و.
دا جمله د جنوبی کرلانی (کرښنی لهجی یوه واضح پښتو جمله ده کوم چی په هغو کی اوسنی ګوښی د ګیښی په غږ لیکل شوی او د ډول ډول را نقلوونکو د خاصو لهجو یا د رسم الخط د محدودیت په اساس یی په مرور د زمان د (ښ) غږ په س اوښتی او بالاخره نننیو څیړونکیو هغه د اوسنی پارسی د ګیسو سره پرتله کړی او ژباړلی.
په زند لهجه کی چی اصلا هماغه د اوستا (اوسیدا) د نوم عمومی مفهوم دی د زوند ـ (ژوند) په بڼه بیا دا اصیل پښتو کلمات په لږ ډیر وضاحت او روښنانی لوستل کیږی .
په پورتنی جمله کی (یوه) کلمه واضحا لوستل کیږی.د ګیسو د کلمی په باره کی مو خبری وکړی. د ګزه یا ګډه په باره کی هم د لهجو د توپیر یا د لیکنی تحریف علتونه موندلی شو. د (ور) د کلمی په اړه چی هماغه د وردګ د نوم لومړی برخه جوړوی بیا هم همدا دوه امکانه موجود دی چی دواړه بالاخره په هماغه یو مفهوم پای ته رسی: ور یا اور د وور په تلفظ . او دا ګوښی او ګډ ور یا اور بی له کوم شکه همدا اوسنی وردګ دی چی د بیتن د دریو تنو زامنو (تری تنو) نه د یوه زوی کرښه اسپه کور او اور همدلته استوګن شوی و.
2- د اوستا په تفسیر (زند)کی:
هغه ژبه چی ژب پوهانو د (زند) په نوم یاده کړی او پښتو د (زند) خور یا د (زند) څخه راوتلی ژبه ګڼی، پښتو ولوست شوه ځکه دا (زند) کومه مستقله ژبه نه بلکه د پخوانی پښتو غربی لهجه ده چی د اوستا (اوسیدا) تفسیر پری لیکل شوی. په داسی پښتو چی د اوسنی پارسو ډیر لږ څرک په ځان کی لری او لا یی خپل بنیاد او ریښی طریقه او ګرامری سیستم بیخی بدل کړی ندی . د هغو په یو لنډ پراګراف کی چی د همدی ( نهمی یسنا) د یو بند تشریح او تفسیر دی ما دوه ځایه د (وردګ) نوم ولوست په دی ترتیب :
ušē byā nagīh ēd kū:Čiyōn kustig abāg mardē wardag ē giz abāg hōm ē wardag u-š ē wardagih ēd kū tā hōm nē xwarēd pad dēn astawān nē bawēd, hōm xwarēd kār andar yazišn
(د مقدمه بر دستور زبان اوستائي کتاب ۱۱۸ مخ)
که دا متن په اوسنی پښتو لفظ په لفظ ولولو نو داسی به وی:
(وشی به یی نښی ښه کوچیان کښت یی و بښا ، ماړه دی وردګی کیری وبښا هوم یی وردګ وشی وردګی ښه که ته هوم نغواړی یا نخوری په دین د اوسیدونکو یا استوګنونه به وی ، هوم غواړی یا خوری کرنه ډیری زیږی یا کرښنه دی ډیر کیږی.)
تفسیر: دلته په واضح شکل راغلی چی:
کوچیان ( کډوال) آریایی خلک دلته استوګن شول او هومی بوټی یی کښت ور ډیر کا ( ور وبښا ) نو ښی نښی به ورته وشی ( حاصلاتو اوغلی نه په استفاده به دوی ښه شتمن شی ) نو بیا ورپسی داسی ادامه ورکوی:
که ته هوم نه غواړی هغه نخوری او استفاده نه تری کوی هغه نه کښت کوی نو د اوسیدونکو خلکو په دین او طریق به سم نه وی یعنی ته به هم کوچی وی او استوګن بزګر به نه وی ځکه دوی چی استوګن شوی هم دهمدی بوټی (هومی) له برکته دی او که هومی بوټي غواړی هغه کښت کوی هغه خوری نو زیږنه به دی ډیره شی د اولاد او نسل د زیږون څخه نیولی د ځمکی تر حاصلاتو او مالچر پوری . د هومی د بوټی تر ټولو ستره مشخصه هم په وار وار همدا ښودل شوی چی د زیږون قدرت او توان ډیروی هم په انسان هم په حیوان اوهم په نبات کی.
د دی واضح پښتو پخوانی متن او بیا آسانه مفهوم او تفسیر نه علاوه په دی چی د یو ډیر ستر راز څخه پرده پورته کیږی چی هغه د پهلوی ـ زوند د ژبی او بیا د هغو په سر کی د اوستا ( اوسیدا ) د متن د ژبو پښتووالی دی او دا چی که د اوسیدا متن دی او که تفسیر (زند) په اصل کی هماغه مرکزی اصیله پښتو او د هغو زړی لهجی دی. یو بل لوی حقیقت هم چی ښکاره کیږی هغه د ( وردګ ) سیمی او وردګ تبر تاریخی اهمیت دی .په دی ژباړه کی چی اصلا ترجمه هم نه بلکه د اوسیدا د متن او مرکزی لهجی څخه د پښتو نورو لهجو کی د هغو تفسیر او تشریح ده په ښکاره وینو چی هغه ځمکه او ودۍ چی زرتښتر پری دریدلی او د خپل تبر او استوګنو خلکو د ژوند، کر او کښت د پراخیدو او ښه کیدو د پاره د هومی پوټی غواړی او په تخیلی او شاعرانه بڼه ( او ښایی مذهبی هم ) تری د مرستی خواست کوی له وچکالیو څخه سر ټکوی او بیا د هغو په مقابله کی د هوم بوټی ډیرښت په واروار غواړی او خلک هم د هغو نه ګټی اخیستو ته تشویقوی همدا د اوسنی وردګ ځمکه او سیمه ده چی په خورا واضح ډول یی نوم دلته راغلی دی.
د پاسنیو حقایقو په ړنا کی ښایی وردګی ټبر په سم او معقول تاریخی اساس داسی معرفی کړای شی:
وردګ په ریښه کی د هغی سیمی او ځای نوم دی چی بخدی ( بښتی ) څخه را کوچیدونکو تربرونو اوریانوڅخه د یوه د اور د دایمی میشتی ځای شو . دا ټبر د بیټن (د شهنامی اوبتن ) د دریو زامنو ( تری تنو ) نه د یوه ( کرښه اسپه = د کرهنیزی اسپی خاوند ) چی افسانوی تاریخ کی د ګرشاسپه په نوم یاد شوی او کابلی پهلوان هم ورته ویل شوی ، اور دی.
کرښه اسپه د هندوکش په جنوبی ستوغو لمنو کی د خپل ټبر او کورنی د اوسیدو د پاره ځای خوښ کړ. په دی غرونو کی یی د هومی بوټی وموند. د هغو کښت او حاصل یی ډیر کا او د کرښنی په غرض یی د غویانو په ځای چی هغه هسکو مېنو ته یی- پورته کول سخت کار و د آسونو او اسپو څخه کار واخیست د هومی د بوټی په ورکولو یی هغوی ته د هغوی نسل ډیر قوی او نریمن کا. د ده ( کرښه اسپه ) نه پس د ده زوی د ټبر مشر شو ( اورښه یا په اورښه ) چی د پوردشسپه = په اورښه اسپه لیکل شوی دی.
د وردګ او کابل تړنه : د وردګ سیمی په لرغونی تاریخ کی په یوه پراخه ساحه تر کابل پوری تر ډیره وخته خپل مرکزی اهمیت وساته او په همدی لړ کی دی چی د خپلی یوی برخی ( اوسنی کابل ) په نوم کی د هغی تاریخی او مرموزی کلا نوم (کاوور) اثر اچولی چه تر اوسه یی راز او تاریخی ارزښت پلټل شوی او څیړل شوی نه دی. کوم چې د دی ورانی کلا په اړه به نه یوازی د وردګو د تاریخ بلکه د کابل د نوم او د تاریخ پوهنی د پاره به هم ډیر مهم او ارزښتناک وای .
د اوستا د ویدیوداد برخه کی د شپاړلسو مشهور و ځمکو څخه چی نوم یی اخیستل شوی اوومه نومیالی سیمه د (ویکره ته) په نامه یاده شوی چی د روایاتو په بنسټ په دی ځمکه دښمن بت پرستی رواج کړه چی ګواکی دا آفت د زرتښتر د زوی ساوشیانی په لاس د مینځه لاړ. دا اوومه ځمکه غالبا د کابل حوزه نومول شوی . موږ د ویکره ته نوم د وردګه یا وردهکا د یو اوښتی شکل په شان بللی شو په هر حال کله چی د کابل حوزه ورته لیکل کیږی دا سیمه به د وردګ او شاوخوا نورو نژدی ولایاتو حخه پرته ونه بللی شو.
په سانسکریت منابعو کی د وردګ د نوم یو تت څرک:
د هندوانو د یو دینی کتاب (اوپانیشاد) په تحریف شوی متن کی یو نوم د (سمورتک ) په نامه داسی یو ستر پوه مذهبی سپین ږیری یا دشوی چی په مذهبی بزرګی کی د (سنیاس) تر حده مخکی تللی و ( دلته هم ښایی د همدی بل تحریف شوی نوم څخه راښکاره شی کوم چی دوی یی معنی لیکلی سنیاس: د دنیا تارک، له دنیا نه ګوښه شوی او دا نوم په خپله یو پښتو تحریف شوی ترکیب دی د ( ښه نه ایسی ـ ښه نه ایشی ) په ډول چی د زړه وهلو او خوښ نه راتلو مفهوم ادا کوی او د اوسنی پښتو په کرلانی لهجه کی هم معمول دی)
د دی مذهبی پوه سپین ږیری نوم چی سمورتک لیکل شوی ولو که په بل ډول تلفظ شوی هم وی په ډیر احتمال د آریانا او اوسنی افغنستان له غرونو څخه رابهر شوی او د هند پر ټیټو ځمکو استوګن شویو آریایی کورنیو څخه یوه هماغه کورنی ده چی ښایی د وردګو له سیمی رابهر شوی وی او ټیټو او سمو ځمکو په سر یی دایمی اوسیدا غوره کړی وی او د خپلو کرلانی نیکونو په شان به یی کر اوکښت هلته پیل کړی وی؛ نو ځکه دوی ته د سمی وردګ نوم ورکړل شوی . دا قومونه ښایی د کرښی اخوا کرلانی لکه ختک ،اپریدی، وزیر، بنګښ، ورکزی او نور وی . ( اوپانیشاد – ۳۶ ۲ مخ )
د معاصرو زردشتیانو په تحریف شوی او مسخه شوی فرهنګ (فرهنګ بهدینان) کی هم یو داسی تحریف شوی نوم وینو چی کیدای شی د هغو اصلی بڼه (وردګ) وی. کله چی د زردشتیانو د ژبی په قاموس (فرهنګ بهدنیان) کی لولو:
فرودگ جشنی است که در کرمانشاه بر پا میشد و امروز هنوز در یزد و تهران مرسوم است. در این روز عموم زردشتیان از زن و مرد برای آمرزش روان گذشتگان به پای دخمه میروند و مراسم آیینی را بجای میاورند .
دا فرودګ کیدای شی په ډیر احتمال د همدا وردګ لهجوی او تحریف شوی نوم وی او موږ کله چی د خپلو څیړنو په ترڅ کی دی نتیجی ته رسیږو چی وردګ سیمه د اوستا یا اوسیدا د بنسټګر ګرښه اسپه او د هغو د لمسی زردښتر د ابتکارونو او لیکنو لومړنی ټاټوبی دی؛ نو دا به هم د احتمال څخه لیری نه وی چی دا اورپالونکی به یی د زمان په تیریدو د یو دود په شان د خپلو نیکونو د پالنی د جشن په توګه ونمانځي؛ ځکه چی دوی ته یی د ځایي او پایدار ژوند او اوسیدا فرهنګ پریښی دی.
يادښت: د افغانستان د سیمو په نومونو کی یو لړ داسی نومونه شته چی په دوو دریو ځایونو کی په تکراری توګه ایښودل شوی ولو که په لږ غږیز توپیر؛ خو که د غږیزو توپیرونو عواملو کی لږ سوچ وکړو؛ نو د نومونو یووالی به راته جوت شی. په تیره د شمال او ختیځ یا سویل سیمو په ځینو نومونو کی دا شباهتونه وینو. د مثال په توګه د تخار ولایت د (ورسج) ولسوالی چی په همدی بڼه یوه سیمه په لږ څه توپیر د (ورسک) په نوم په ختیځ کی لرو همداسی د بدخشان یوه ولسوالی ( وردوج ) په نوم هم کیدای شی د وردګ د نامه سره یو شی وګڼل شی او د دی څلور واړو نومونو په آخر کی د ج او ک یا ګ راتلل مهم ټکی نشی بلل کیدای؛ ځکه موږ په ډیرو نورو جغرافیایی نومونوکی هم د عربو جغرافیه څیړونکو په کتابونو کی داسی ډیری معربی شوی بیلګی موندلی شو چی هلته د (ج) غږ د(ګ)په ځای کارول شوی او لیکل شوی او غالبا د (ورسج) او (وردوج) نومونه به هم د ج غږونو سره اصلا د ورسک او وردګ معربی بڼی بللی شو.
که دا احتمال او ګمان مو سم وی؛ نو د لرغونی وردګ شتون په بدخشان کی هم لیدل کیږی چی ښایی تر اوسنی وردګ زوړ وی .او د اوستا نه مخکی وردګی خلک د هغو ځایه دی سیمی ته را کوچیدلی وی.
ماخذونه:-
۱- تاریخ افغانستان، استاد احمد علی کهزاد،
۲- مقدمه ای بر دستور زبان اوستائی، محمد تقی راشد محصل،
۳- فرهنګ بهدنیان، سروش سروشیان،
۴- اوپانیشاد، دارلشکوه،