Homeخبرونهافغانستان کې پر انلاین صرافیو او سوداګریو بندیز

افغانستان کې پر انلاین صرافیو او سوداګریو بندیز

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو د یوې اعلامیې له خپرولو سره، په افغانستان کې پر انلاین صرافیو او سودګریو د بندیز خبر ورکړی.

د بانک په اعلامیه کې راغلي، چې دوی هیچا ته د داسې صرافۍ او کاروبار جواز نه دی ورکړی او دا ډول کړنې غیر قانوني دي.

سرچینې له خلکو غوښتي، چې د دا ډول کاروبارونو زیانونو ته په کتو سره، خپله هم له دې صرافۍ او سوداګرۍ ډډه وکړي.

ویل شوي، چې د طالبانو امنیتي ادارو سره هم دا خبره شریکه شوې او د دا ډول کاروبارونو د مرکزونو د تړلو غوښتنه ورڅخه شوې ده.

دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې مخکې وخت پر وخت خلکو د انلاین سوداګرۍ او صرافۍ په نوم د دوی د پیسو او لوټ تالان خبر ورکړی او شکایتونه یې ورڅخه کړې دي.

یو شمېر څارونکو، د افغانستان بانک دا پرېکړه ستایلې او له خلکو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې هوښیار وي او پرې نه ږدي چې څوک یې د ګټو په نوم پیسې ولوټي او تاوان ور واړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...