شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان ته د نوي ځانګړي استازي د ګومارلو موضوع تر...

ملګري ملتونه: افغانستان ته د نوي ځانګړي استازي د ګومارلو موضوع تر کار لاندې ده

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بل ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع تر کار لاندې ده.

هغه په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې زر به یې په اړه معلومات شریک شي.

دا استازی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه وروستني پرېکړه لیک له مخې په پام کې ده وټاکل شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل بهیر مخته یوسي.

د طالبانو رژیم او په امنیت شورا کې یې متحدینو د دغه استازي د ګومارل کېدو سخت مخالفت کړی او څو ځله یې دا هڅه ننګولې ده.

طالب رژیم ټینګار لري، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستندوی دفتر( یوناما) په موجودیت کې د بل استازي د ګومارلو اړتیا نشته.

دوی دا خبرداری هم ورکړی، چې که داسې کوم استازی وګمارل شي، طالبان به ورسره همکاري ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکو بیا په دې اړه د هڅو پر دوام ټینګار کړی او ویلي، چې په دې برخه کې یې خبرې روانې دي.

د دغه استازي له ټاکلو سره د طالبانو د رژیم د مخالفت تر ټولو لوی دلیل دا ګڼل شوی، چې استازی په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو د همغږۍ مسوولیت هم لري، خو طالب رژیم وایي چې دوی پر ټول افغانستان واکمن دي او چا سره د مذاکراتو او ګډ حکومت جوړولو لپاره نه دي تیار.

د طالبانو مخالفان او نړیوال بیا باور لري، چې طالبان د قدرت له انحصار او اوسنۍ نا قانونه بڼې سره د منلو او خلکو ته د خدمتونو او اړتیاوو برابرولو جوګه نه دي.

1 COMMENT

  1. د تاند د همېشنیو خدمتونو او پر وخت خبرونو له امله د زړه له تله مننه کوو. لطفا د انګریزي S چې د نامه په سر کې راځي، په اېس مه تلفظ کوئ. د دغه سړي نوم (Stéphane Dujarric) دی، په پښتو کې باید سټېفان دوجارېک وویل/ولیکل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب