شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد اختر په اړه ملاامامانو ته د حج او اوقافو وزارت د...

د اختر په اړه ملاامامانو ته د حج او اوقافو وزارت د چارواکو امرونه

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د حج او اوقافو وزارت لپاره د طالبانو چارواکو په یوه اعلامیه کې د جوماتونو ملا امامانو ته یو لړ اوامر اعلان کړي.

په دې اوامرو کې راغلي، چې ټول ملا امامان باید د اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده اختریز پيغام خلکو ته واوروي.

د دې ترڅنګ ویل شوي، چې په ټول هیواد کې د کوچني اختر د لمانځه د اداء کولو لپاره وخت سهار اووه نیمی (۷:۳۰) بجې ټاکل شوی دی.

د اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي:« ترڅو د امنيت د لا ښه ټينګښت په برخه کې له اسلامي امارت سره اړینه مرسته او همکاري وکړي(یعنې د نظام ضد تبلیغاتو، مجلسونو او دامنیت دتخریب له عواملو څخه په کلکه ډډه او ورڅخه مخنیوی وکړي). امنیت یو ستر نعمت دی، بناءً خطیبان او امامان باید ولس ته پوهاوی ورکړي

د طالبانو په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د پټاقیو او ډزو له کولو ډډه او د دوی د اوامرو عملي کولو ته غاړه کېږدي.

په ورته وخت کې د نظامي ادارو لپاره د طالبانو یو شمېر چارواکو د اختر لپاره د امنیتي تدابیرو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب