یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ایران د کورنیو چارو وزارت له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل...

د ایران د کورنیو چارو وزارت له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هیواد ته لاړ شي

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هیواد ته ستانه شي او اباد یې کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبې) یې خپره کړې، ویلي چې په مسلسل ډول به بې جوازه بهرني اتباع د اړوندو ادارو له لوري خپل هیواد ته وګرځول شي. نور په ایران کې د افغانانو د منلو امکان نه شته.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي:«دا بیان د افغانستان دښمنۍ د رامنځته کولو لپاره د ځینو سایټونو د هڅو په ځواب کې صادر شوی دی.»

دغه وزارت د دې موضوع جزییات نه دي څرګند کړي. معلومه نه ده چې منظور یې کوم سایټونه دي چې په ایران کې افغانستان دښمنۍ ته لمن وهي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د تهران ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي ريیس احسان حیدري رسنیو ته ویلي و چې بې اسناده کډوالو ته هیڅ راز رفاهي اسانتیاوې نه ورکول کېږي او باید له هیواده وایستل شي.

ښاغلي حیدري همداراز ویلي:«د تهران ولایت د بهرنیو اتباعو د ادارې د پرېکړې پر اساس، که چا بې اسنادو بهرنیو اتباعو ته کار ورکړی وي، د قانون له مخې له دواړو سره چلند کېږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب