شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغان هندوانو او سیکانو پخوانی استازی نریندراسینګ خالصه هیواد ته راستون...

د افغان هندوانو او سیکانو پخوانی استازی نریندراسینګ خالصه هیواد ته راستون شو

تاند (دوشنبه، د حمل ۲۱ مه) د افغان سیکانو اوهندوانو یو مشر او په پخوانۍ ولسي جرګه کې د دوی استازی ناریندرا سینګ خالصه هیواد ته راستون شو.

ښاغلی خالصه د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته کاناډا ته تللی و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون په قول د خالصه د بېرته راستنېدو خبر ورکړ خو ده په خپله تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ډېر افغان هندوان او سیکان له هیواده ووتل خو په وروستیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت د سیکانو او هندوانو استازو ته ژمنه ورکړه چې د دوی شتمنۍ به له غصبه ورته خلاصې کړي او دې مسلې هندوان او سیکان هیله من کړي دي.

په افغانستان کې اوس د پاته هندوانو او سیکانو شمېر شاوخوا ۷۰۰ اټکل کېږي حال دا چې پخوا لسګونو زرو ته رسیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب