پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهمارچ د ټولو ثبت شویو مارچ میاشتو د تودوښې ریکارډ مات کړ

مارچ د ټولو ثبت شویو مارچ میاشتو د تودوښې ریکارډ مات کړ

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د اروپايي اتحادیې د اقلیمي بدلون ادارې، کوپرنیک اعلان وکړ چې تېر مارچ له کله چې په نړۍ کې د هوا د درجې ثبت پیل شوی، تر ټولو توده مارچ میاشت وه.

د کوپرنیک یوې غړې سامانتا برګس نن (سې شنبې) وویل، په وچه او د سمندر پرمخ د هوا د تودوالي ټول پخواني ریکارډونه مات شوي دي.

په متوسط ډول په دې میاشت کې د هوا تودوښه د سانتي ګراد ۱ اعشاریه ۵۸ لوړه ثبت شوې ده.

د ۲۰۲۲ کال له جون څخه د سمندر پر مخ هره میاشت د ورتېر کال د ورته میاشتې برتله د هوا د تودوښې درجه لوړه شوې او دې وضعیت تراوسه دوام کړی دی.

دا شرایط د هغه وضعیت خلاف دي چې د نړۍ مشرانو د ۲۰۱۵ د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې پرې سلا کړې وه او ټاکل شوې وه چې د کاربون لرونکو سونګ موادو په وسیله د هوا د ککړونکو موادو د مصرف په کمولو د تودوښې اندازه کنټرول شي.

څېړونکي وايي، د ۹ کاله پخوا د غونډې د بریاوو د خوندیتوب لپاره باید په نړۍ کې د ګلتوني ګازونو اندازه نیمايي ته راکمه کړل شي خو عملاً د دې ډول ګازونو تولید دوام لري

ملګرو ملتو خبرداری ورکړی چې نړۍ به په ۲۰۳۰ لسیزه کې لا توده شي او تر اوس به یې متوسطه درجه د سانتي ګراد یو اعشاریه ۵ زیاته شي.

اغلې سامانتا برګس په تېرو ۲۰ میاشتو کې د سمندرونو د سطحې د هوا تودوښه «کاملاً غیر عادي» وبلله.

د سمندرونو پر مخ د هوا تودوښه د انسانانو د ژوند لپاره ډېر اهمیت لري.

د صنعتي کېدو د دورې له پیله د سمندرونو اوبو، چې د کُرې ۷۰ سلنه یې پوښلې ده، د کاربوني ککړتیاوو له کبله ۹۰ سلنه رامنځته کېدونکې تودوښه جذب کړې او دنیا یې تر دې دمه د انسان د ژوند جوګه کړې ده.

په پاکستان او هندوستان کې سږ کال تودوښه په تېرو ۶۱ کلونو کې بې سارې وه. په دواړو هیوادونو کې د تودوښې درجه د ۶۱ کاله پخوا پرتله له ۶ تر ۸ درجې توده وه او چارواکي د کرونا د یوې نوې څپې احتمال هم مطرح کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب