سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد جېش العدل ډلې په برید کې لږترلږه ۵ ایراني سرتېري وژل...

د جېش العدل ډلې په برید کې لږترلږه ۵ ایراني سرتېري وژل شوي

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) د ایران خبري اژانسونه وايي چې په سیستان او بلوچستان ولایت کې یې لږترلږه ۵ امنیتي ځواکونه له جېش العدل ډلې سره په نښته کې وژل شوي دي.

ایرنا دولتي خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د ۵ سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا نښته د سیستان او بلوچستان ولایت په سیب او سوران ښار کې شوې ده. دا ښار د پاکستان په پوله کې دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا په دې نښته کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۶ تنه ښودلی دی.

جېش العدل د برید مسوولیت منلی دی.

دې ډلې، چې ایران، پاکستان او امریکا یې ترهګره بولي، تېره اوونۍ د سیستان او بلوچستان په راسک او چابهار ولسوالیو کې د سپاه پاسداران او پولیسو پر مرکزونو خونړي بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب