سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهله مقاومت جبهې د امرالله صالح د واټن اخیستو راپورونه

له مقاومت جبهې د امرالله صالح د واټن اخیستو راپورونه

تاند (چارشنبه، د حمل ۲۲ مه) راپورونه وایي، چې د پرزیدلي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د احمد مسعود په مشرۍ له طالب ضد وسله والې ډلې (ملي مقاومت جبهې) څخه د واټن اخیستو پر لور روان دی.

ښاغلی صالح، چې ظاهراً د پخوانۍ شمال ټلوالې په پاتې شونو کې تر ټولو ملي دریځه څېره ګڼل کیږي، په وروستیو کې یې په خپله مشرۍ د تاسیس شوي سیاسي جریان (د افغانستان زرغون بهیر) له ادرسه ځینې موضوعات خپاره کړي.

نوموړي د یاد شوي بهیر له ټولنیزو پاڼو خپاره شوي هغه استخباراتي معلومات بدرګه کړي، چې د طالبانو د واکمن رژیم د استخباراتي چارواکو هویت او محرم معلومات څرګندوي.

هغه دغه راز، د طالبانو لاس ته له جمهوري نظام څخه د ور پاتې هوایي وسیلو معلومات خپاره او منسوبینو ته یې خبرداری ورکړی، چې که طالبانو ته له خدمت کولو لاس په سر نه شي، د دوی له ګواښ سره به مخ شي.

د امرالله صالح له لوري د خپرو شویو لیستونو کره والی د مستقلو سرچینو له لوري تایید یا تکذیب شوی نه دی. طالبانو هم تایید یا رد کړي نه دي.

یو شمېر څارونکو ویلي، چې د دې معلوماتو خپرول که له یوه لوري د طالبانو د واکمن رژیم استخباراتو ته د صالح د نفوذ کولو څرګندوی دي، دا هم ښيي چې له مقاومت ډلې سره د هغه اړیکې چندانې ښې نه دي پاتې.

امرالله صالح، د دې ډلې د یو شمېر غړو او پلویانو له نیوکو سره مخ دی او تورن شوی چې ګواکې د جمهوري نظام پر مهال یې د اشرف غني په ملګرتیا کې د شمال ټلوالې خلاف دریځ نیولی و.

خپله صالح او د مقاومت جبهې سرچینو له دې جبهې سره د نوموړي د احتمالي مخالفتونو په تړاو څه نه دي ویلي.

صالح، د جمهوري نظام له پرځیدو سره سم پنجشېر درې ته لاړ او له احمد مسعود سره یو ځای یې د طالبانو خلاف د مقاومت ملي جبهې په نوم د وسله والې ډلې د جوړولو اعلان وکړ، خو دوی ژر ماتې وخوړه او پنجشېر ترې طالبانو ونیوه.

د طالبانو یو شمېر مخالفانو دغه جبهه تورنه کړې، چې یوه قوم او په ځانګړي ډول پنجشېر درې پورې د طالبانو مخالفت محدود ساتل غواړي او دا کار یې د طالبانو خلاف د مخالفانو د انسجام پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب