دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهکندهار کې امنیتي اندېښنې؛ چارواکي: خلک دې اختر په ډاډه زړه ونمانځي

کندهار کې امنیتي اندېښنې؛ چارواکي: خلک دې اختر په ډاډه زړه ونمانځي

تاند (چارشنبه، د حمل ۲۲ مه) له هغې وروسته چې ځینو رسنیو د طالبانو د کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده او نورو چارواکو د امنیتي اندېښنو خبرونه خپاره کړل؛ د دې ولایت لپاره د طالبانو ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي، چې اختر دې په ډاده زړه ونمانځي.

په کندهار کې د طالب مشر د امنیتي اندېښنو ادعاوې له هغې وروسته خپرې شوې، چې ویل کیږي هغه په فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له زیات شوي څارګر فعالیت او په ځمکه کې د داعش ډلې د بریدونو احتمال اندېښمن کړی.

د روژې په وروستیو اوونیو کې داعش ډلې په کندهار کې له نوي کابل بانک څخه د معاش ترلاسه کوونکو طالبانو د وژلو په هدف د یوه خونړي ځانمرګي برید مسوولیت ومانه.

په دې برید کې د طالبانو تر څنګ د ګڼو ملکیانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړل شوی و.

اوس د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې ځواکونو ته یې د امنیت ساتلو ځانګړي اوامر ورکړي او خلک له کومې اندېښنې پرته په دې ولایت کې اختر نمانځلی شي.

طالب چارواکو د افغانستان په نورو سیمو کې هم د اختر لپاره د خاصو امنیتي ترتیباتو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب