خبریاله: ډيوه شینوارې/کابل
فاطمې په تیر کمکی اختر کې له خپل کوژدن (نامزاد) څخه ډيرې ډالۍ ترلاسه کړې وې خو په سږنی اختر یې کوژدن جلا وطن دی او دا تمه نه لري چې د اختر ډالۍ دې ورته ورسیږي.
په افغانستان کې د دود له مخې کوژدن په اخترونو کې خپلو جوړو ته مختلفې ډالۍ رانیسي او ورته یې استوي.
فاطمه د لوګر اوسیدونکې ده او خاوند یې څو میاشتې وړاندې په قاچاقي لارو د اروپا په منزل وتی، نوموړې د اختر د دودنو په اړه تاند ته وویل: «زه د ډالیو پروا نه کوم، یوازې خاوند مې دې ژوندی وي، په لارو چې د افغانانو له حالت نه خبرېږم نو ډيره پرېشانه کیږم، الله دې په خیر خپل منزل ته ورسوي او یا دې په خیر خپل کور ته راولي، زما ډالۍ نه دي پکار.»
سږ کال ډيرې نجونې د فاظمې غوندې د ډالیو انتظار نه باسي، او لامل جلا وطني او یا په وطن کې بې کاري ده.
د کابل اوسیدونکې حیا محسیني بیا د خپل کوژدن بد اقتصادي حالت ته ځوریږي او وایي: «زه د دود پروا نه لرم، او نه غوړام چې په خپل کوژدن مې بوج زیات کړم چې خامخا دې ماته د اختر د ډالیو لپاره پیسې پیدا کړي، زه پوهیږم چې هغه اوس کار نه لري او په لاس ګاډي چې څومره ګټي د دوی د ډوډۍ نه کیږي.»
د زهرا په وینا زیات شمیر ځوانان بیکاره دي او تمه نه کیږي چې سږ اختر دې څوک هم خپلو جوړو ته ډالۍ رانیسي.
په افغانستان کې د اختر په دودونو کې یو دود دا دی چې کوژده شوي هلکان خپلو جوړو ته د اختر ډالي رانیسي چې په دغه ډالیو کې کالي، بوټونه، سره زر، نغدې پیسې، وچه میوه او نور د زینت توکي شامیل وي او زوم یې د خپل خسر کور ته د ډالۍ په شکل استوي.
خو سږ کال ممکن دا دود کمرنګه اوسي لکه د نورو دودونو چې کرار کرار له منځه تلونکي دي.