Homeخبرونهپه کندهار او نورو ولایتونو کې د اختر لمونځ په امن کې...

په کندهار او نورو ولایتونو کې د اختر لمونځ په امن کې ادا شو

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۲ مه) په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امامتۍ د کوچني اختر لمونځ د زرګونو کسانو په ګډون ادا شو.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه کې د لمانځه عکس خپور کړی خو په خپله د هبت الله اخوندزاده تصویر پکې نه لیدل کېږي ځکه چې عکس له لېري اخیستل شوی دی.

طالبانو د اختر تر لمونځ مخکې په کندهار کې کلک امنیتي تدابیر غوره کړي و او ځینو رسنیو ویلي و چې طالبان د داعش د حملې اندېښنه لري.

نه یوازې په کندهار بلکې د افغانستان له هیڅ ولایت څخه د کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی. په کابل او نورو ولایتونو کې هم خلکو د اختر لمونځ له هر راز امنیتي پېښو لېرې ادا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...