سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهکابل مېشتو چارواکو د اختر په مناسبت په خپلو ویناوو کې څه...

کابل مېشتو چارواکو د اختر په مناسبت په خپلو ویناوو کې څه وویل؟

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۲ مه) د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملاحسن اخوند د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، هغه افغانان چې له هیواده وتلي باید خپل هیواد ته راستانه شي او له هغه فرصته استفاده وکړي چې د دوی حکومت ورته برابر کړی دی.

ده همداراز وویل چې افغانان اوس د امنیت له کبله په ډاډه زړه اختر لمانځلی شي.

خو ملا حسن اخوند دې ته اشاره ونه کړه چې ملیوینونه ښځې او نجونې به تر کله له کار او زده کړو محرومې وي او یا کله به داسي شرایط رامنځته کېږي چې نړۍ د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د اختر په مناسبت د طالبانو اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په خپله وینا کې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د یووالي غوښتنه وکړه.

د ريیس الوزرا اداري مرستیال ملاعبدالسلام حنفي بیا په خپله وینا کې هیله وکړه چې اوسنی اسلامي نظام باثباته پاته شي او په نهایت کې افغانستان د نړۍ او سیمې له پرمختللیو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شي.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اختر لمونځ په خپل دفتر کې له یو شمېر وزیرانو او په کابل کې مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو سره جلا وکړ او وروسته یې وویل چې حکومت یې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

3 COMMENTS

  1. ملا سېب حسن. د ښه نېت او امنېت نه دی نړۍ مننه هېله ده چی پاچاهی مو ارامه او اوږدمهاله وی خو که رېښتېا وواېم په بېرته درتګ کی به می لوی تاوان وی. که زه زر ځله سهوه شم نو تر ټولو لوېه سهو به می د ماشومانو سره بېرته ستنېدل وی او دا سهوه نه کوم ځکه چی اوس پنځوس کلن ېم. ښه او بد، حق او ناحق ،مجاهد او خلقی، طالب او امی، عالم او جاهل دا ټول ښه پېژنم. الله دی توفېق درکړی چی هلته د نورو ضرورت مندو افغانانو خدمت وکړی.

  2. چون د ما دا لاندینې خبري د ټرلیبانو په ضد دي، نو پوره باور لرم چې ټانډوال به یې پاکي نکړئ.
    له ملا حسن څخه پوښتنه دا دي چې، هغه کوم خلک چې د مجبوریت له مخي درسره اوسیږي هغوې ته هغه حقوق ورکړي، کوم چې الله ج ورکړئ. دا کفایت کوئ.

  3. ته خرکُس یی، عصاب دی خراب شوی څنګه بیرته درشو هلته چی نه کار شته نه روزګار، نه پاکی د څښاک اوب، او نه برق. تر ټولو مهمه دا چی زما د بچیانو تعلیم به څنګه کیږی. او خرکُسه څه وخت به هوښیار کیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب