سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهقاضي نجیب جامع له بنده خلاص شو

قاضي نجیب جامع له بنده خلاص شو

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۱ مه) راپورونه وایي، چې د طالبانو چارواکو په کابل کې د پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی قاضي نجیب الله جامع له بنده بېرته خوشې کړی.

د کابل پوهنتون استاد عبدالله اواب کامه وال په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه د نوموړي د خوشې کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د نوموړي د خوشې کېدو ژمنه رسنیزو فعالانو سره د اوړمې ورځې د روژه ماتي پر مهال د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کړې وه او عملي یې کړه.

ښاغلی جامع څو ورځې د مخه له کابله د طالبانو ځواکونو نیولی و، چې تراوسه یې دوی د نیول کېدو او خوشې کېدو دواړو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

قاضي نجیب الله جامع، چې  په رسنیزو بحثونو کې د فعال حضور په ترڅ کې یې د طالبانو د رژیم سخته ننګه کوله او ورسره یې د نجونو د زده کړو او د خلکو د سیاسي او مدني حقونو ملاتړ کاوه، په وروستیو کې یې د طالبانو پر رژیم ځینې نیوکې کړې وې.

د طالبانو لخوا په وروستیو کې د دوی پر منتقدانو سربېره، د خپلو پلویانو نیول هم پیل شوي او په کوچنیو نیوکو او اصلاحي غوښتنو یې د زندان د تمبو شاته اچوي.

3 COMMENTS

  1. نو بیا زور واکی څه ته وایی؟ د بربریت او زور واکی نظام همداسی وی چی په هغه کی سیاسی حزبونه، ټولنیز ګروپونه، میډیاګانی هر څه باید بند شی. مطلق د ظلم او استبدادی حکومت په نوم د اسلام حمارت ته څو ګټی لری. اول دا چی جاهله ملایان باید په حکومت کی په قدرت کی وساتل شی. دوم: پر خلکو دومره فشار راوړل شی چی مجبور شی د الله بندګی پریږدی او څه چی دوی وایی هغه قبول کړی. یو ملا یی مالیه اخیستل ګناه ګڼی خو دوی ورته حدیث جوړ کړی چه نه مالیه اخیستل حلال دی. داسی سل نوری فتوای ګانی

  2. ولا طالبی حاکمیت ته د شرم او ننګ خبره ده چی یو ګُلالی ځوان ( کوم چی وړمه ورځ او پرون ورځ او حتی نن ورڼ د طالب خواخوږی ګڼل کیدی او ګڼل کیږی ) زندان ته ولیږل سی چی البته بیرته خوشی کیده ئی موږ ته د خوښی خبره ده خو طالب ته د امتیاز وړ خبره نه ده.

  3. دغه نیونی د استاذانو ،مشرانو او تړل د پوهنتونو ، د نجونو د تعلیم خنډونه،د سړیو او ښځو وظایف غصبول ، د مشهور او منل شوو علماوو او معتبرو مجاهدینو خوله بندول او سپک وحشیانه عکس العملونه، له علم او ایمان سره ټکر او نور جاهلی تعصبات چي افغان او مسلمان شرموی ؛دا ټول افغانی او اسلامی ضد اجیرانه او کرایی حرکات دی کوم چی مزدور او کرایی عناصر یی د بادارانو تر اداری لاندی معزز افغانان داړی ځکه دا خلک کوم تقصیر او تخلف د ملی ګټو او اسلامی معیارونو په وړاندی نلری او دا ټول د اجنبی استخباراتو رذالت او جنایت دی ،با غیرته مومن افغان دی دناأت ته هیڅکله تن نه ورکوی نو پټ او ښکاره اجنبی کلاب نه ، مومن مجاهدین باید خپله اداره پاکه او ارذل الناس په هر لباس کی چي وی باید بربنډ او ملت یی له شر څخه وژغوری ؛رذالت او جنایت کی اطاعت نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب