تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د کینیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې یوې محکمې کینیايي پولیسو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د امریکا د رسمي غوښتنې له مخې په توقیف کې وساتي.
عبدالظاهر قدیر، چې د حاجي ظاهر په نوم هم پېژندل کېږي، د اپرېل په ۱۵مه د کینیا د جنايي تحقیقاتو ریاست (DCI) له خوا د نایروبي په یوه هوټل کې ونیول شو. د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د امریکا د متحدوایالتونو له خوا د نشهيي موادو د قاچاق، د وسلو د لرلو په تور په شمول د څو تورونو په خاطر مطلوب دی.
د امریکا د نشهيي موادو د مخنیوي ادارې (DEA) د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵مه د نیویارک ایالت د جنوبي ولسوالۍ محکمې ته د قدیر پر ضد جزايي شکایت ثبت کړی و. دغه شکایت وروسته د امریکا د حکومت له لوري د یوې رسمي دیپلوماتیکې غوښتنه سبب شوه، چې له کینیا څخه یې وغوښتل تر څو د قدیر استرداد ته اجازه ورکړي.
د دوشنبې په ورځ، د ملاماني محکمې مشر قاضي بینمارک اخوبي، د کینیا د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې قدیر دې تر هغو په توقیف کې وساتل شي څو د استرداد رسمي بهیر مخ ته ولاړ شي. محکمې ټینګار وکړ چې موجود شواهد او شرایط د امریکا د نیولو حکم او د مشکوک کس استرداد موجه کوي.
ادعاکوونکو څرګنده کړه چې قدیر د اپرېل په ۱۴مه له کابل څخه د قطر ایرویز په الوتکه کې کینیا ته داخل شوی او هلته یې دايمي استوګنځی نه درلود. چارواکو اندېښنه وښوده چې که خوشې شي، ښايي د تېښتې جدي خطر رامنځته شي او دا به هغه هڅې هم ناکامه کړي چې نور ښکېل کسان وپیژندل شي.
عبدالظاهر قدیر چې په ۱۹۷۳ کال په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، د مرحوم عبدالقدیر زوی دی، هغه چې د متحدې جبهې یو جګپوړی قومندان او د افغانستان په انتقالي ادارې کې وزیر و، په ۲۰۰۲ کال کې ووژل شو. ظاهر قدیر د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی جنرال، د ولسي جرګې غړی، د «د سولې کاروان» مشر او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال و.
د قدیر سیاسي ژوند د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حکومت پر پالیسیو د سخت مخالفت له امله ډېر مطرح و. په تېرو کلونو کې پر هغه څو ځله تورونه لګول شوي، لکه د مخدرو موادو قاچاق او د واک ناوړه استفاده، چې ده تل دا تورونه رد کړي او دا یې سیاسي هڅې بللې چې غواړي د ده اعتبار ته زیان ورسوي.
تمه ده چې د نایروبي محکمه په نژدې ورځو کې د استرداد رسمي بهیر پیل کړي. تر اوسه پورې نه په کینیا کې د افغانستان سفارت او نه هم د قدیر د مدافع وکیل ټیم د نوموړي د نیولو په اړه کوم رسمي نظر څرګند کړی.
دا پېښه، د قدیر د سیاسي تېر ژوند او د امریکا د تورونو د جدي والي له امله، ښايي هم دننه په افغانستان او هم نړیواله کچه پراخ پام ځان ته راجلب کړي.
پښتون لنډغر د اشرف غني آزار وواهه.
اوس پټکې وکړه چي په ک و ن ه دې سوباړی…😁
د تعجب ځای خو داده چي د حاجي قدير او ظاهرقدير په کوم چور ٫غلا ٫قتل او مخدي ره م ادو کي لاس نه درلود چي اوس يي امريکايانوته پته ولګيده. دا کورني حرفوي غله دي.
د تااب له ويري کينيا ته لاړ چي خپل ګسب ته دوام ورکړي. ظاهر قدير په اولسي جرګه کي په غټ اواز وويل چي زه اوس هم څلور سوه ميليونه ډالره لرم دا ډالره به دي ګورني له کومه کړي وي؟؟؟
غل، قاتل. قمارباز. لنډغر اوباش یې نیولی دی
یو وخت یې په طلوع کې مرکه وه، ویل یې یوه سړي را سره ټوکې کولي ما ورته وویل: چې زه ټوکه نه درسره لرم، هغه بیا ټوکه وکړه ما توپانچه پرې را ویاسته او مړ مې کړ.
دا نو کوم دومره شخصیت وو زه دا ځینو کسانو ته حیران یم چې په ښکاره به ورته معلوم وي چې غل دی. قاتل دی او…. بیا به هم لکه ساده هلکان خوله جینګه جینګه کوي او وایي به مه یې کوه زموږ مشر دی. که ورته ووايي چې ستاسې مشر یعنی ته هم غل یې ؟ نو بیا به درته قمسونو ته لاندې وزې.
که څوک د چا دوست وي نو باید له جرم کولو یې را وګرځوي، کنه د هغه په شویو جرمونو خو دې کالی نه اچوي، ځکه د هغوو کورنیو خلک ډیر ځوریږي کوم د دوئ له لاسه ورته تاوانونه رسیدلي دي.
اشرار سوډر حرامي غل د زرګونو قاتل د پښتنو پلورونکی ده. سي کرې هغه به ریبې. 😡دغه سوډر په کینیا کې څه کول ؟
ليکوال: عليخان
ظاهر قدیر امريکا ته د محکمي لپاره رسول شوی دئ.
ظاهر قدیرد ننګرهار اوسېدونکی دی، د تېر حکومت لوړپوړی چارواکی او د پارلمان غړی پاتي شوی دی، له هغه وړاندي يې د سرحدی قواوو د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې ده ، ظاهر قدیر د امريکا په مشرۍ د نيټو پر افغانستان د بربنډ یرغل په دوران کی د هغوئ مخلص ملګری او د ملېشو نازولی قوماندان ؤ امريکائې جنرالانوبه تل په خپلو مره کو کي همداسي ستايوو لکه په جنوب غرب کي عبدالرازق ، ټول مصارف یې د امريکا لخوا ورکيدل ، سمه د بخت غوټه يې خلاصه وه! یو په بل پسې به يې قرادادونه اخستل، حال یې هغه ميږی ته ورته ؤ چې په شاتو ( عسلو) کی يې کور وي.
رښتیا وائې : واک او قدرت د شرابو پياله ده، د هيچا خیال یې نه ساته ، داسي ناپړيتي بې ویلې چې مخاطبين به هک پک ول چې دا سړی څه مرض نیولی دی داسي اوتی بوتي ولې، ځان یې لوی او زورور جګړه مار باله ویل به يې: په ننګرهار کي هلته او دلته مي بریالي عملیات تر سره کړل هومره تروریستان (مجاهدین) مي ووژل، منطقي مو ټولې تصفيه کړې او داسې نورې ډوزې، هسي خو مشهور په دوزو ؤ، د قدرت د بيا اعاده کولو لپاره به کله د یو خائین ملګری ؤ او کله تر هغه د بل لوی خائین تر څنګ، هره میاشت یې خپله قبله بدلوله !.
هاغه 365 ملیونه ډالره چې ده په افغانستان کی د امريکا د موجوديت په صورت کي تر لاسه کړې ول، کله چې هغه په وازه خوله ، لمده ژبه د پارلمان له مایکروفون څخه په ډېر تکبر سره ادعا او اعتراف وکړچې دئ یې لرې، دائې هم وويل چې یو مياښتنی شخصي مصرف یې له ٤٠٠،٠٠٠ تر پنځو سوو زرو ډالرو پورې تخمین کېږي، ولی حقیقت دادئ چې هاغه پیسې د امريکا وې، امريکا یې د خپل ځان ګڼې، چې غلا شوې وې کومې چې ښاغلي ظاهر قدیر د خپل مقام، اداري فساد او بدمعاشي په کارولو سره په خپلو توبرو کي ساتلې وې خو متأسفانه چې دا ځل بخت ورسره یارې ونکړه او نن يې د هغه آقا ( امريکا) ترينه بېرته اخلي، د دې ښاغلی د جرمونو دعوا به ډیر ژر د عادل قاضی کورټ (court) ته وړاندې شی زما په خیال به دا پروسه لېږ وخت نه ، بلکه ډېرې میاشتې ونيسې، که د امریکائې چارواکو ټول مصارف له هغې ورځې چې دئ نیول شوی دی وسنجول شی، امريکا ته يې لېږدول وکیلانو ، عدالت ، کاغذونو ، دوسېو ، سیکیورټي مصارف ، او بيا د قاچاقو او وسلو راکړه ورکړه ګټه او بیه یې، جريمه، او… نور به بې له شکه د ده هماغه د ډالرو توبرې پوچې او سپېرې کړی.
ولی ډېرسخت به ورته هاغه د کورټ ناسته وي چې د قاضی اخيري فيصله یې مجرم وګڼې! او د عمر تر اخیرې شېبې پورې یې په “قید با مشقت ” زندان کی وساتې، د امريکا عدالت او قاضی د پاکستان عدالت او قاضی نه دی چې ظاهر قدیرد قتل په جرم محکوم شوی کس به د کوم حکومتی چارواکی په واسطه او شفاعت خوشی شي ( زه او ته سره راضي څه به وکړي خوار قاضي)، زما په اند د قاچاقو، مخدره موادو او وسلو په تور تورن شوي کسان په امريکايې عدالت کی له سختو نه تر سخته سزا وینې!!!
دې سناريو ته په پام سره د ظاھر قدير نورو شتمنو په فساد تورن د زور او غصب انډیوالانو ته لوی د خطر زنګ ګنل کېږې، هر یو په قاچاقو او جرمونو تورن د تېر حکومت چارواکو ملین او بلین ډالرې يې د امريکا مال دئ، سیګار هم د خپلو پټو څېړنو په دوران کي د دې پخلی کړی دئ، لرې نه ده چې د ټرمپ اوږد لاس به د امریکائې ډالروغلو ګریوان ته ونه رسېږي؟!
قران عظیم الشان د هغو جګړه مارو عادات او خصلتونه چې کبر او مستۍ په سر اخستی وی ، زور او غضب ښکاره کوي د شيطان ډاډينه ورسره وي بې ګناه خلګ وژنې ، دا ډول انځوروي او مؤمنان هم متنبه کوي چې د دوئ غوندي مه کېږئ:
او د هغو په څېر مه کېږئ چې له خپلو کورونو په کبر او خلکو ته دځان ښودني لپاره راووتل، په داسي حال کي چې الله په هغه څه چې دوئ ئې کوي محيط دئ. او کله چي شيطان خپل عملونه ورته ښايسته کړل او وئې ویل: نن په خلکو کي هيڅ غالبېدونکی (حريف) نه لرئ، په داسي حال کي چي زه مو ملګری يم ، خو کله چي دواړو ډلو سره ولیدل په خپلو پوندو واوښت او وئې ويل: زه له تاسو بې زاره يم، زه هغه څه ګورم چې تاسو ئې نه ګورئ، زه له خدايه وېرېږم، او الله خو شدیدالعقاب دئ.
الانفال ٤٧-٤٨
درنښت