تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د آریانا افغان هوايي شرکت چارواکو اعلان کړی چې له دې وروسته به دغه شرکت هره اوونۍ دوې الوتنې د چین اورومچي ښار ته کوي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، عبدالولي صدیقي، په دې مناسبت په مراسمو کې وویل: «آریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان خلکو ته په هغه برخه کې خدمت کوي چې پکې فعالیت لري. د دې شرکت مسوولیت د نرخونو کنټرول، او تر ډېره بریده ګټه اخیستل دي، ترڅو شرکت له ستونزو سره مخامخ نه شي.»
احمد جان بلال، چې د دولتي شرکتونو مشري کوي، هم څرګنده کړه چې چین ته د الوتنو زیاتوالی به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ ته ګټه ورسوي.
همداراز د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، محمد نعیم، ټینګار وکړ چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او ټولنیزو اړیکو پراخوالی به پر سیاسي اړیکو مثبت اغېز ولري.
هغه وویل: «هرڅومره چې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې شي، هماغومره به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي، او ورسره به سیاسي او نور اړوند مسایل هم حل شي.»
په همدې حال کې په کابل کې د چین سفیر، ژاو شینګ، ټینګار وکړ چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پسې پراخې کړي.
د کابل او اورومچي ترمنځ مستقیمې الوتنې د ۲۰۲۳ په مې میاشت کې، درې کاله وروسته، بېرته پیل شوې.