تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د قزاقستان مرستیال صدراعظم، سیریک ژومانګارین، د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره په کابل کې د کتنې پر مهال وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د ریللارې په یوه پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.
دا خبره د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
د قزاقستان مرستیال صدراعظم، سریک ژومانګارین، له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه د خبرو لپاره نن کابل ته راغی.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د چارو د سرپرست غزېز اکباسوف په وینا، آستانه نه یوازې په بشري برخه کې، بلکې په کانکیندنه، ترانسپورت، لوژستیک او کرنه کې هم له کابل سره د همکارۍ ژوره اراده لري.
نوموړي ټینګار وکړ چې قزاقستان افغانستان د یوه مهم سیمهییز شریک په توګه ګڼي، چې لا هم د دغه هیواد پوره اقتصادي ظرفیتونه نهدي کارول شوي.