پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهله کندهار څخه تر هرات پوري د نوري فایبر شبکې د اتصال...

له کندهار څخه تر هرات پوري د نوري فایبر شبکې د اتصال چارې پیل شوې

د افغانستان په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې د مخابراتي او معلوماتي خدماتو د پراخېدو په موخه، د نوري فایبر یوې مهمې پروژې کار رسماً پیل شو.

دا پروژه، چې د کندهار له میوند ولسوالۍ څخه پیلیږي او تر فراه رود پورې غځیږي، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا د افغان تیلیکام شرکت په همکارۍ پلې کیږي.

په کندهار ولایت کې د افغان تیلیکام مسؤول، مولوي خلیل احمد سادات، د دغې پروژې د پرانیستلو پر مهال وویل چې دغه پروژه د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي پراختیا، او د معلوماتي خدمتونو د لا ښه‌والي لپاره بنسټیز ارزښت لري.

ښاغلي سادات زیاته کړه چې د دې پروژې ټولیز لګښت ۲۵۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، او تمه ده چې په بشپړېدو سره به یې د فراه، نیمروز، او هرات ولایتونو ته هم د مخابراتي شبکې د اتصال لاره هواره شي. دا به د معلوماتي سیستمونو ترمنځ اتصال، د انټرنټ سرعت لوړوالی، او د عامو خلکو لپاره د خدماتو کیفیت ته پراخې ګټې ورسوي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دا پروژه نه یوازې د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ رامنځته کوي، بلکې د کار زمینه برابروي او د سیمې د کاروباري سکتور لپاره هم یو نوی فرصت برابروي.

د نوري فایبر دا شبکه د افغانستان د ټول هیواد د نښلولو لپاره یوه برخه ده، چې موخه یې د هیواد دننه د ډیجیټلي خدمتونو پراخوالی، د تعلیمي او تجارتي سکتورونو وده، او له نړیوالو بازارونو سره آسانه اړیکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب