پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد افغانستان په تړاو د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو...

د افغانستان په تړاو د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پلمنځي ټلیفوني خبرې.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ (د اپریل ۲۱مه) په جلا ټلیفوني تماسونو کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان وضعیت، د مهاجرو د ستنولو لارو چارو، او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو لمخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړه.

په بیان کې زیاته شوې چې دواړو لوریو د افغان مهاجرو د ستنولو د اسانتیا، له افغانستانه د ترهګرۍ د خطر د کمولو، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي، او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو بحث وکړ.

دغه راز په یوه بل خبر کې ویل شوي چې، ښاغلي عراقچي د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس سره هم ټلیفوني خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یو لنډ بیان کې ویلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ، د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو او “ځینو نړیوالو مسایلو” په اړه هم بحث کړی دی. د سویس د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په پروسه کې هر ډول مرستې ته دوام ورکړي.

دا ټلیفوني تماسونه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې سیاسي تحولات، د افغان مهاجرو وضعیت، او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ مسایل ګرځېدلي دي.

1 COMMENT

  1. داسې ښکاری چې دغه ماشومکان دڼړیوالو قوانینو څخه خبر نه دی که خبروای نو په هیڅ صورت دغه ډول غیر انسانی ، بشری کرکه اوتبعیض، ناوړه بربریت، له څلورو کتابو بهر بوږنونکی ظلم او افراطیت نه کاوه.
    تاسې لاړشی دالهی ارشاد د مهاجرینو دحقوقو او اجتماعی مدنی موقف په هکله ولولی بیا پته درته لګیږی. ملا حسن خو له وخې قرآن نشی لوستې او دابل خپل مقام یو طلاېې چانس بولی.
    عراقچی اوډارچی افسانه وایی ولس بلکل ګونګ او کوڼ دی ‘څه چې دیګی کې وی هغه پهڅوڅۍ کې راوځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب