واتیکان اعلان کړی دی چې پاپ فرانسیس، د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر، نن سهار د اپریل ۲۱مه د ۸۸ کلنۍ په عمر وفات شوی دی.
کاردینال کوین فارل په یوه رسمي اعلامیه کې د پاپ د وفات خبر تایید کړی او لیکلي یې دي:
«ګرانو وروڼو او خویندو، په ډېرې خواشینۍ سره اعلان کوم چې زموږ مقدس پلار، فرانسیس، نن سهار ۷:۳۵ بجې د پلار کور ته ولاړ. د هغه ژوند د خدای او د هغه د کلیسا خدمت ته وقف شوی و.»
پاپ فرانسیس په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې چې پاپ بندیکت شپاړسم استعفا ورکړه، د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو، او لومړنی پاپ و چې د سویلي امریکا له وچه څخه ټاکل شوی و.
د هغه روغتیا په وروستیو کلونو کې د رسنیو او د هغه د پیروانو تر پاملرنې لاندې وه.
پاپ فرانسیس د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د برونشیت (سینه بغل) له امله په روغتون کې بستر و.
هغه پرون د ایسټر یکشنبې د لمانځه مشري وکړه او د امریکا د مرستیال ولسمشر جې.ډي. وینس سره یې ولیدل.
واتیکان په مارچ کې اعلان کړی و چې پاپ فرانسیس سینه بغل دی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.