پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد قزاقستان د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته...

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د قزاقستان مرستیال صدراعظم، سریک ژومانګارین، نن (دوشنبې) کابل ته راورسېد چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د دې سفر په ترڅ کې، ټاکل شوې چې ژومانګارین له طالب مشرانو سره وګوري او د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال په مهمو موضوعاتو بحث وکړي. دا سفر همداراز د قزاق-افغان سوداګریز فورم له جوړېدو سره هم‌مهاله دی، چې ټاکل شوې سبا (سې‌شنبه) ترسره شي، او د دواړو هېوادونو دولتي استازي او د خصوصي سکتور مشران پکې ګډون وکړي. یاد فورم به د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیت په برخو کې د همکاریو فرصتونه وڅېړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د قزاقستان مرستیال صدراعظم او ورسره پلاوی ته یې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د نورالدین عزیزي، او یو شمېر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو له لوري په رسمي ډول هرکلی وویل شو

له دې سفر وړاندې، قزاقستان افغانستان ته بشري مرستې استولي دي. دا مرستې، چې ټولټال ۲۲۰۰ ټنه وزن لري، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ریلګاډي په تمځي کې تسلیم شوې دي.

 په دغو مرستو کې نباتي غوړي، اوړه، وریجې، ژمي او دوبي ته مناسبې خېمې، او کمپلې شاملې دي. همداراز، تمه ده چې د حیاتي درملو یو بل پېټی هم په راتلونکو ورځو کې د هوايي له لارې افغانستان ته یووړل شي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د چارو د سرپرست غزېز اکباسوف په وینا، آستانه نه یوازې په بشري برخه کې، بلکې په کان‌کیندنه، ترانسپورت، لوژستیک او کرنه کې هم له کابل سره د همکارۍ ژوره اراده لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې قزاقستان افغانستان د یوه مهم سیمه‌ییز شریک په توګه ګڼي، چې لا هم د دغه هیواد پوره اقتصادي ظرفیتونه نه‌دي کارول شوي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان د ثبات او اقتصادي مشارکت لپاره د تجارت او زیربنایي پراختیا له لارې نوې هڅې پیل کړي دي. د قزاقستان لپاره دا سفر یوه مهمه موقع هم ده څو سیمه‌ییز اتصال ته وده ورکړي، په ځانګړې ډول د هغو نوو ترانزیتي دهلیزونو د جوړېدو په رڼا کې چې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا او نورو سیمو سره نښلوي.

په کابل کې د قزاقستان په جوړېدونکي نندارتون کې به د قزاقستان د ۴۰ شرکتونو توکي نندارې ته وړاندې شي، چې پکې به خوراکي مواد، ساختماني مواد، درمل او مصرفي جنسونه او صادراتي ظرفیتونه به معرفي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب