تاند【دوشنبه د ثور ـ غوري لومړۍ】د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، نن (دوشنبه) د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل وو.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، په دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ ملیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې په دې کمپاین کې له واکسیناتورانو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د پولیو یاد کمپاین په بریالیتوب ترسره شي.
افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري اخراج سره د ماشومانو د منظم او پر وخت نه واکسین کېدو هم اندېښنې پیدا کړې دي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ټولټال ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.
دا پېښې په کندهار، هلمند، ارزګان، کونړ او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې وې.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۲۱مې نېټې پورې، افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. لومړۍ پېښه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ کې ثبت شوه، چې یوه ۵ کلنه نجلۍ یې اغېزمنه کړې وه.
دغه راز د نورو دوو پېښو دقیق ځایونه او نیټې تر اوسه نه دي مشخص شوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان د اپرېل په ۱۰مه راپور ورکړی چې افغانستان کې درې WPV1 پېښې ثبت شوي دي.