تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) له ۲۰۱۶ کال راهیسې، کله چې هند له ایران او افغانستان سره د چابهار بندر د پراختیا هوکړه وکړه، دا بندر د هند لپاره د منځنۍ او لوېدیځې اسیا پر لور یوه مهمه ستراتیژیکه دروازه بلل کېده. هند د دې بندر پر جوړولو شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالر ولګول او د هند د بندرونو د نړیوال لمیټید India Ports Global Limited له لارې یې د شهید بهشتي ترمینل اداره پر غاړه واخیسته.
خو اوس دا پروژه له سختو جیوپولیټیکي فشارونو سره مخامخ ده. پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا سختېدو له کبله د چابهار راتلونکی له خطر سره مخامخ شوی دی. راپورونه ښيي چې د چابهار لپاره د بندیزونو معافیت ښايي د ۲۰۲۶ د اپرېل تر ۲۶ پورې محدود وي، چې دا د هند لپاره د وخت تنګوالی ښيي.
چابهار، چې له هُرمُز تنګي څخه بهر موقعیت لري، هند ته دا امکان ورکوي چې د پاکستان له لارو پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته لاسرسی ولري او د دمړیوال شمال- جنوب ترانسپورتي کوریدور مهمه برخه ده. دا بندر همداراز د چین د نفوذ د مهارولو لپاره د هند د الماس غاړهکۍ«Necklace of Diamonds» په ستراتیژۍ کې مهم رول لري، په ځانګړي ډول د پاکستان د ګوادر بندر پر وړاندې.
خو د هند د ۲۰۲۶–۲۷ کال په بودیجې کې د چابهار لپاره د ځانګړې بودیجې نشتوالی د دې نښه ده چې نوی ډیلی له دې پروژې د شا تګ په حال کې دی. شنونکي وایي که هند خپله ژمنتیا کمه کړي، نو ایران به لا ډېر چین او روسیې ته نژدې شي او د هند سیمهییز نفوذ به کمزوری شي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چابهار کمزورې کېدا به نه یوازې د هند سوداګریزې لارې اغېزمنې کړي، بلکې په له یوه سیالۍ ډکه سیمه کې به د هند ستراتیژیک حضور ته هم زیان ورسوي.