تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د ننګرهار او پکتیکا په څو ملکي سیمو، په شمول د یوې دیني مدرسې او ګڼو کورونو، هوايي بریدونه شوي، چې په نتیجه کې یې لسګونه بېګناه ښځې، ماشومان او ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض او د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو سرغړونه ده
د طالبانو دفاع وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه د دوی ملي او شرعي مسولیت دی او په مناسب وخت به د مناسب او حساب شوي ځواب خبر ورکړل شي.
خبرپاڼه وايي، د تېرو څو تجاوزونو په دوام، دا ډول بریدونه د هېواد او ولس پر وړاندې څرګند جنایت ګڼل کېږي او د طالبانو دفاع وزارت د افغانستان د حریم د ساتنې لپاره هر قانوني او ملي اقدام ته چمتو دی.
په ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونه