یکشنبه, فبروري 22, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پاکستان کې بېوزلي کابو ۲۹٪ ډېره شوې

په پاکستان کې بېوزلي کابو ۲۹٪ ډېره شوې

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۳ مه) د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بې‌ساري ګرانۍ، کمزورې اقتصادي ودې، د آی‌ایم‌ایف تر څار لاندې د درې ژغورنیزو مالي پروګرامونو، د کووېد-۱۹ وبا، د اسعارو د ارزښت ړ سختې ټیتېدا او د دوو لویو سېلابونو له امله، په پاکستان کې د بې‌وزلۍ او نابرابرۍ کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

 د دې وضعیت په پایله کې، د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال لپاره د بې‌وزلۍ کچه ۲۸.۹ سلنې ته رسېدلې ده.

د بې‌وزلۍ د اټکل کمېټې د معلوماتو له مخې، د پاکستان له شاوخوا ۲۴۰ میلیون نفوس څخه نژدې ۲۸.۹ سلنه، یعنې شاوخوا ۶۰ میلیونه او ۹۴ لکه (6,94,00,000) کسان، د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

جنګ ورځپاڼې د شنبې په ګڼه کې د بې‌وزلۍ د اټکل کمېټې د معلوماتو پر اساس لیکلي، د بې‌وزلۍ د زیاتېدو د شدت له پلوه، سند ایالت د ټولو صوبو په سر کې دی، ځکه چې د پاکستان پیپلز ګوند (PPP) تر مشرۍ لاندې په دې ایالت کې د تېرو شپږو کلونو په ترڅ کې د بې‌وزلۍ کچه ۸.۱ سلنه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۹ مالي کال کې دا کچه ۲۴.۵ سلنه وه، خو په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۳۲.۶ سلنې ته رسېدلې ده.

په کلیوالو سیمو کې د بې‌وزلۍ کچه له ۲۸.۲ سلنې څخه ۳۶.۲ سلنې ته لوړه شوې، او په ښاري سیمو کې له ۱۱ سلنې څخه ۱۷.۴ سلنې ته رسېدلې ده.

په ټول پاکستان کې تر ټولو بې‌وزله ایالت بلوچستان دی، چېرې چې د بې‌وزلۍ کچه ۴۷ سلنه ده.

 له دې وروسته په خیبر پښتونخوا کې ۳۵.۳ سلنه، په سند کې ۳۲.۳ سلنه او په پنجاب کې ۲۳.۳ سلنه خلک د بې‌وزلۍ ښکار دي.

د ۲۰۱۸–۱۹ مالي کال د معلوماتو له مخې، په هماغه مهال په بلوچستان کې د بې‌وزلۍ کچه ۴۱.۸ سلنه، په خیبر پښتونخوا کې ۲۸.۷ سلنه، په سند کې ۲۴.۵ سلنه او په پنجاب کې ۱۶.۵ سلنه وه.

د پلان جوړونې وزارت د هېواد د عاید او بې‌وزلۍ اړوند تازه شمېرې خپرې کړې دي، چې د ۲۰۲۴–۲۵ پر بنسټ ترتیب شوې دي.

د راپور له مخې، په حقیقي میاشتني کورني عاید او لګښتونو کې هم کموالی راغلی دی.

د ګرانۍ، اقتصادي فشار او د پېرد-وس د کمښت له امله، حقیقي میاشتنی عاید له ۳۵ زره ۴۵۴ روپیو څخه ۳۱ زره ۱۲۷ روپیو ته راټیټ شوی، او کورني لګښتونه هم له ۳۱ زره ۷۱۱ روپیو څخه ۲۹ زره ۹۲۹ روپیو ته کم شوي دي.

که څه هم، په اصلي شمېر کې عاید له ۴۱ زره ۵۴۵ روپیو څخه ۸۲ زره ۱۷۹ روپیو ته او لګښتونه له ۳۷ زره ۱۵۹ روپیو څخه ۷۹ زره ۱۵۰ روپیو ته لوړ شوي دي.

د راپور له مخې، د تېرو اتو کلونو پر ترڅ کې د کورنیو او بهرنیو اقتصادي شرایطو له امله پر کورنیو لګښتونو سخت فشار راغلی او بې‌وزلي زیاته شوې ده.

 د ۲۰۲۴–۲۵ د بې‌وزلۍ په سروې کې د بې‌وزلۍ کرښه د میاشتې ۸۴۸۳ روپۍ ټاکل شوې، حال دا چې دا کچه په ۲۰۱۸–۱۹ کې ۳۷۵۷ روپۍ وه.

د نابرابرۍ کچه په ۲۰۱۹ مالي کال کې له ۲۸.۴ سلنې څخه په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۳۲.۷ سلنې ته لوړه شوې ده.

په ایالتونو کې سند یو ځل بیا تر ټولو مخکې دی، چېرې چې په شپږو کلونو کې د بې‌وزلۍ کچه ۸.۱ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۵ کې ۳۲.۶ سلنې ته رسېدلې ده.

د بې‌وزلۍ د اټکل کمېټې په دې ارزونو کې د کورنیو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو متخصصان شامل دي. دا اټکلونه د پاکستان د احصایې ادارې له‌خوا د ۲۰۲۴–۲۵ د کورنیو یوځای اقتصادي سروې (HIES) پر بنسټ چمتو شوي دي.

په ټوله کې، په پاکستان کې د بې‌وزلۍ کچه په ۲۰۱۹ کال کې له ۲۱.۹ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۲۸.۹ سلنې ته لوړه شوې، چې د شاوخوا اووه سلنه پواینټونو زیاتوالی ښيي.

د پاکستان پورونه تر ۱۳۸ میلیارد ډالرو واوښتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...