Homeخبرونهحامدکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي

حامدکرزی: پاکستان دې د ښه ګاونډیتوب لار غوره کړي

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۳مه ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه هیواد باید د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي.

حامدکرزي تازه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه ډول بریدونه د پاکستان د ناسمو پالیسو ښکارندويي کوي.

هغه ویلي چې، پاکستان باید د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او متمدنه لاره خوښه کړي.

په ورته مهال د بشري حقونو نړیوال سازمان هم پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او په اړه یې باید خپلواکه څېړنه وشي.

دغه سازمان نن یک شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې بریدونو کي یوازې او یوازې ملکي کسان او حتی کوچنیان په نښه شوي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې، په دې تړاو باید له پاکستان پوښتنه وشي.

دغه غبرګونونه داسې مهال ښودل کېږي چې، د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا دولس بچې په پکتیکا او ننګرهار کې پر ملکیانو هوایي بریدونه کړې دي چې، لسګونه کسانو ته چې ماشومان او مېرمنې په کې شاملې دي مرګ ژوبله اړولې ده.

د وروستیو مالوماتو له مخې یوازې په ننګرهار کې ۱۷ ملکیان وژل شوي چې، ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي او تر۱۰ پورې نور بیا ټپيان دي.

2 COMMENTS

  1. ښه ګاونډيتوب خو هغه و، چی تا ورته په اخلاص د افغانستان طیاری تسلیمولی او د میجرانو ترجماني دي کوله

  2. ایا پخوانی ولسمشر حامد کرزی باید اړ شي چې د پاکستانیانو د چلند په اړه خپلې اندیښنې او څرګندونې په عامه توګه څرګندې کړي:
    رښتـيا؟ کرزی صاحب ،ته جدي یی؟؟ پاکستان باید د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي؟
    دا سیاسي وضعیت اوسنی حالت تر پوښتنې لاندې راولي، یا لکه څنګه چې دوی په تاریخي ډول پیژندل شوي دي چوپ پاتې شي؟
    تر ټولو لومړی، ولې یو ولسمشر شل ځله پاکستان ته سفر کوي او د دښمن هیواد سره خبرې کوي، او بیا هم خپل هدف ته په رسیدو کې پاتې راځي، زه به داسې ولسمشر ته یو ناکام لوبغاړی ووایم، یوازینی شی چې هغه شاید پوهیږي، هغه د کثافاتو په تورو کڅوړو کې رشوت اخیستل دي، زه به هغه ته وړاندیز وکړم چې چپ خاموش او ارام شي، د افغانستان خلک اوس تا او خواجه عبدالله ښه پیژني،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...