لیکنه: طالب منګل
شاعر هم لکه نور انسانان کله خوښ وي،کله ویریږي، کله خاندي، کله مینه کوي،کله کرکه کوي، او کله د چا ستاینه چې دا هر څه په عاطفه پورې تړلي دي.
عاطفه د زړه غبرګون دی، او چې د شاعر په زړه کې غبرګون او د احساس راپاریدل موجود وي، نو شعر یې هم همداسې وي.کله چې یو شعر درد وښیي، لوستونکی نرم کړي، یا لوستونکی اعتراض ته وهڅوي همدا د شعر عاطفه ده. عاطفه هم په خیال کې وي او هم په ساده کلمو ، انځورونو او شیانو کې،خو په عموم کې د عاطفې موضوع مینه ده او پرې سوځیدل عاطفه ده.
اوسني شاعران عاطفه پالي خو ځینې یې روزي او په خپل شعر کې ځای ورکوي، او په ټوله شاعرۍ یې خوره وي.
یوه خبره ډېره مهمه ده، چې شعر عاطفه زیږوي او هم په عاطفه لیکل کیږي، نو ځکه باید ووایم چې د هر شاعر شعر له عاطفې سره تړلی دی، خو هر شعر عاطفه نه ده، او داسې شعرونه لرو چې ان هیڅ عاطفه نه لري، خو خلک یې لولي او خپل پیغام ترې اخلي.
خو دلته موږ په شعر کې په ژوره عاطفه، عاطفي محاورې، عاطفې تخنیکونو او ماډل پېژندنې په اړه بحث کوو.
ددې لپاره د کبیر ریحان د شعرۍ عمومي نمونې ټاکو ، ځکه د هغه په شاعرۍ کې موږ دا ماډل کولای شو یو څه بشپړ جوړ کړو او که اړتیا شوه، د یو شمېر نورو شاعرانو په شعرونو به هم وغږیږو او یو په یو به یې د پام وړ مضوعات تشریح کړو.
کبیر ریحان وايي:
پهٔ ژوند کې چې پهٔ چا باندې زړهٔ سوی نه کوې مړ یې
د بل پهٔ خوږېدو چې اسویلی نه کوې مړ یې
وادهٔ ته اتڼ زده کړه فاتحو ته ایتونه
لهٔ چا سره چې مړی او ژوندی نه کوې مړ یې
هغه داسې ټپې کوي چې خاص دې پکې غواړي
ریحانه چې پهٔ دې وخت کې غورځی نه کوې مړ یې
دا بیتونه روښانه وي، چې دا د اخلاقي، انساني عاطفي شاعري ده، ځکه ریحان د مینې او رحم نشتوالی داسې ګڼي لکه ژوند چې هیڅ نه وي.
یعنې ددې بیتونو مرکزي مفکوره دا ده چې که څوک د بل انسان درد احساس نه کړي، له بل انسان سره د غم او خوشالۍ په شیبو کې شریک نه وي، نو دا کس یوازې ساه اخلي او ژوندۍ نه دی.
په دې بیتونو کې عاطفي تخنیک په شرطي بڼه کارول شوی دی، لکه چې وایي (په چا باندې زړه سوی نه کوې مړ یې) نو لوستونکی دلته ازموینه کوي، بل دا چې لوستونکی مجبور دی چې په چا زړه سوی وکړي کنه نو مړ حسابیږي،همدا ددې شعر قوت دی.
کبیر ریحان دا خبره نوره هم پیچلي کوي لکه:
یاره ماښام شو اذان شروع دی
د عشق او مینې بیان شروع دی
دا دی زه راغلم او تۀ لا ژاړې
له شنه اسمانه باران شروع دی
ستا د سپین مخ؛ له پلوشو نه
ریحان غزل تا عنوان شروع دی
مخکې مې وویل چې په دې بیتونو کې یو څه پیچلتیا شته، خو له دې مخکې د ویلو ده، چې په پورته بیتونو کې فضا ډېره ښه جوړه شوې ده٬،چې عمومي فضا ماښامیزه ده او بیا (ماښام، اذان، باران او ژړا) هغه څه دي چې ټول یو ځای د نرمې، پاکې، روحاني مینې فضا جوړوي.
خو پیچلتیا دا ده چې په دې بیتونو کې وخت او احساس یوځای شوي دي لکه:
یاره ماښام شو اذان شروع دی
د عشق او مینې بیان شروع دی
دې بیت کې دوه شروع یو بل ته مخامخ دي، چې یو روحاني غږ اذان دی او بل انساني احساس عشق دی.
یعنې دا بیت روح او بدن، اسمان او زړه یو ځای کوي چې همدا ډېر معاصر تخنیک دی.
شاید یو شمېر لوستونکي داسې فکر وکړي چې دا بیتونه یوازې یو اعلان دی او کومه عاطفه نه لري، دا دوی دا فکر تر ډېره سم دی خو اصلي پیچلتیا هم همدلته ده.
ځکه دا بیتونه په اعلان کې نه شمېر کیږي چې یو محاوروي خطاب لري او بل تصویر سازي هم په کې شوې ده، لکه (له شنه اسمان، باران شروع دی) دا دا مانا نه لري چې شاعر مالومات وړاندې کوي، چې باران شروع شوی دی بلکې دلته باران د اوښکو انعکاس دی، د زړه صفا کېدل دي، بل دا بیتونه داخلي ډرامه هم لري لکه ( دا دی زه راغلم او تۀ لا ژاړې) دلته که وګورو حرکت شته چې راتلل دي، عمل شته چې ژړا ده او مکالمه هم شته نو دا د شعر ډرامه ده. دا موضوع اوس یو څه په بله زاویه کې څیړو بیا به د ددې زاویې، تخنیک او عاطفې محاورې موضوع نوره هم واضحه شي.
کبیر ریحان وایي:
که یاري چیرته له زړه نه دې کوله
ماتوه یې مه، چـې ژمنه دې کوله
صدقه دې له دې نیمې، نیمې ژبې
واړې وایه! څـه پوښتنه دې کوله؟
وې چې ځوان وې، شاعري دې داسې وه چې
د ټپونـو درملنه دې کوله
شاعر په دې بیتونو کې یوه خبره ډېره واضحه یادوي او هغه دا چې که اړیکه د زړه له کومي وي، نو ماتول یې خیانت دی، او نیمه خبره تر ټولو ستره دروغ دي ځکه ریحان په دې باور دی چې مینه لوبه نه ده او نه ژمنه کوم تفریحي شی دی چې ته یې په نیمه کې پریږدې او زموږ احساس ته پاملرنه ونه کړې.
په دې کې عاطفي تخنیک شته ځکه کله چې (که یاري چیرته له زړه نه دې کوله) دا شاید یو شرط وي او له زړه که یاري شي نو بیا مسولیت ګرځي خو هغه په دې بیتونو کې د نصحت ژبه هم کاروي لکه ( ماتوه یې مه، واړې وایه)دا یو نازک امر دی.
په وروستي بیت کې زماني تقابل ډېر واضح دی ځکه پخوانی شاعر چې و هغه د زخم درملنه کوله او شفا وه خو اوسنی حالت په خپله دده شاعري زخم دی دا یو خوندور ادبي تخنیک دی.
د ریحان صیب یو څو نور بیتونه:
د زړه په وینو مې مزې وکه ښې ډېرې وکه
ځه ګلې خیر دی بهانې وکه ښې ډېرې
زاړې دې وي نوې وعدې وکه ښې ډېرې وکه
خپلو دروغو ته جامې وکه ښې ډېرې وکه
ګومان مې نه شي چې مې دومره په اسانه هېر کړې
ګني په ځان دا تجربې وکه ښې ډېرې وکه
که دې د نوک د پرې کولو توان په زړه کې لرم
ریحانه ماته بیا ښېرې وکه ښې ډېرې وکه
له دې مخکې چې دا شعر کې موجوده ماډل وڅیړو یو څه باندې باید پوه شو او هغه دا چې عاطفي او محاوره وي شعرونو ماډل په پیژندلو کې یوازې یو بیت بسنه نه کوي بلکې د بیتونو یوه ټولګه غوره کیږي، ځکه دا هره څه ښه واضح کولای شي خو یو شمېر داسې بیتونه هم وي چې دا زوایه په پام کې نیولی شي خو ددې لپاره د بیتونو تر منځ عاطفه باید وساتل شي که یو بیت عاطفي وي او نور دا احساس تعقیب نه کړي نو د عاطفي شعر د ماډل پېژندنه سخته وي
همدې خبرې ته په پام اوس پورته بیت یو څه تشریح کوو.
په دې بیتونو کې درد په طنزي اعتراض بدل شوی دی، چې عمومي فضا یې سړه قهرجنه، مایوسه خو ذهنا هوښیاره ده.
په دې کې طنز دا دی چې شاعر کله ووایي چې (ښې ډېرې وکه) دا ظاهرا اجازه ده خو باطنا ملامتي ده.
یا دا چې شاعر وایي (د زړه په وینو مې مزې وکه) مطلب دا چې وینې درد دی او مزې خوند دی نو دلته درد د خوند په ژبه ویل کېږي، دا ژوره عاطفي پاراډوکس ده.
یا چې وایي (خپلو دروغو ته جامې وکه ښې ډېرې وکه) دلته شاعر یوازې دروغ نه غندي، بلکې د دروغو سینګار افشا کوي. دا ټول بیتونه طنز کیدلای شي ، خو مسخره په کې نه شته او بیتونه هم محاوروي بڼه لري، د کبیر ریحان صیب دا شعر د ماتې شوې مینې هغه درد دی چې په موسکا خبرې کوي.
ددې تر څنګ یوه بله خبره هم د کولو ده او هغه دا چې زه دا نه تایده وم چې دا او هغه عاطفي شاعر یا شاعران دي بلکې موږ په شعر کې د عاطفې خبره کوو او دا مناسبه هم نه ده چې د شاعر په اړه ووایو چې پلانکی فلسفي یا سیاسي او یا عاطفي شاعر دی٬ دا خبره بېلابېل لاملونه او دلایل لري چې په یو بل بحث کې به پرې خبرې وکړو.
په هر صورت دلته د ټاکل شوې موضوع په اړه د کبیر ریحان درې نور بیتونه هم راوړو:
تنها دې پاتې وای په هیچا دې مین نه وای
خو د ولور له پاره ورک دې له وطن نه وای
غربت چې ستا په ګریوانه منګولې ښخې نه وای
زما دې نیمه د ګردي کمیس لمن نه وای
ته دې اوزګار وای او زما سره په کور کې دې وای
زه دې اوزګاره شپه او ورځې له میچن نه وای
که وګورو دا درې بیتونه د ټولنیزې عاطفې ډېر ژور او دردناک مثال دی. دلته مینه یوازې شخصي احساس نه دی، ځکه شاعر وایي که فقر، ولور او مهاجرت نه وای، نو مینه به هیڅکله نه قرباني کیدله.
په دې بیت کې لوړ قوت دا دی چې ریحان وایي زموږ احساس نه دی ناکام شوی بلکې موږ شرایطو ناکام کړي یوو، کنه احساس لرو او موږ په کې بریالي یوو.
زه فکر کوم په دې بیتونو کې ټوله عاطفه (که) او( نه وای) په لفظونو ولاړه ده. ځکه دا یو ډول شرط ښودل شوی دی، مثال که دا نه وای زه به تنها نه وای، غربت به نه وای او اوزګار به هم نه وای.
زه وایم دا د عاطفې یو حد دی ځکه تقریبا دا عاطفه ټول شموله ده چې ټول له شرایطو شکایت کوي.
دا بیتونه تصویرونه هم لري لکه (ګریوانه منګولې د ګردي کمیس لمن) خو دلته دا د ګردي کمیس لمن د فقر استعاره ده.
کبیر ریحان یو بل کمال دا هم لري چې عاطفه یې مسلسله په څو بیتونو وېشلې ده او که له منځ یې سم انتخاب ونه کړو نو لوستونکي ته عاطفه محاورې او ماډل زاویه ښه نه روښانیږي. مطلب دا دی چې ځینې وخت یو بیت نه شي کولای چې د ټولې کیسې او عاطفې استازیتوب وکړي، بلکې هر یو بیت د بل بیت بشپړوونکی وي، خو د ریحان دا لاندې بیتونه که ولولو نو بیا یو څه نور هم خبره واضحه کیږي:
ستا ښایست ته سولیز وطن په کار دی
په جنګونو کې قیمت د اشرفۍ ځي
خښته خښته یې په مینه جوړه کړې
د افغان د خولو بوی مې له دوبۍ ځي
لکه شمعه د دریاب تر مینځ ولاړ یې
نه درتلی شم په هوا او نه کشتۍ ځي
دې بیت کې سیاسي عاطفه ښودل شوې ده، خو چې شاعر وایي چې (ستا ښایست ته سولیز وطن په کار دی) دا مطلقه استعاره ده ځکه ښکلا یوازې په سوله کې ژوندۍ پاتې کېدای شي. خو چې په جنګونو کې قیمت د اشرفۍ د تللو خبره کوي دا نیم بیتی ډېر دروند سیاسي طنز لري.
دا یو مهم انتقادي تخنیک دی٬ خو (وطن او مهاجرت،خښته خښته یې په مینه جوړه کړې او یا د افغان د خولو بوی مې له دوبۍ ځي) دا ژور تصویرونه دي خو دوبۍ یوازې د ځای نوم نه دی بلکې د مجبوریت کار او پردیتوب لپاره سمبول هم کارول شوی دی.
په دې بیتونو کې فلسفي تشبیه هم شته لکه چې وایي (لکه شمعه د دریاب تر مینځ ولاړ یې) دلته شمعه رڼا ده خو ډېره نازکه رڼا او دریاب ډېر لوی دی چې بې رحمه ښودل شوی دی ، دروېش درانی وایي:
زمونږ د احساساتو سره هر چا لوبې وکړې
واکدار دې، که جانان دې، که وختونه سرخوړلي
شاعران ډېر وخت په خپلو شعرونو کې د یوازیتوب عاطفه هم وړاندې کوي٬ لکه د لقمان بشرمل دا بیت:
د مینې ورځ ده او زه کور کې پروت یم
څوک شته چې ور شم ورته ګل یوسم؟
په دې بیت کې چې شاعر په کور کې د پاتې کیدو خبره کوي دا د بې وسۍ٬ د زړه تشوالي او د نه ګډون خبره کوي.
په دویم نیم بیتي کې چې وایي( څوک شته چې ور شم ورته ګل یوسم) زه فکر کوم دا درې عاطفي پوړونه لري٬ یو یې تمه ده چې شاید یو څوک وي٬ بل یې شک دی چې شاید څوک نه وي او بل یې اعتراف دی چې احتمالا یو څوک شته چې شاعر ورته ګل یوسي.
په دې بیت، کې د عاطفې یو وړوکی څرک دی او هغه دا چې شاعر د ګل وړل غواړي٬ مینه څرګندول غواړي او مهمه دا چې عاطفه ورکول غواړي٬ دا دا مانا لري چې زړه یې ژوندی دی خو مخاطب نه شته چې عاطفه څرګنده کړي.
په دې بیت کې محاوره هم شته چې شعر د خبرې او پوښتنې په څیر ښکاري او همدا محاوره ده.
شاعر قدرت الله درمان همدا عاطفه بیا په یو بل ډول وړاندې کوي:
خلک یاران لري عکسونه اخلي
ما له ځان غېږ تاو کړي سم یخ دی
د پخواني البم عکسونه ګورم
لږ د لمبو خواته کېنم یخ دی
په دې بیتونو کې له ځان غیږ تاواول ډېر قوي عاطفي تصویر دی٬ دا د مطلق یوازیتوب نښه ده٬ ځکه شاعر د بل د نشتوالي تشه پخپله ډکوي.
کله چې وایي (سم یخ دی) دا یوازې د هوا خبره نه ده٬ دا د زړه یخوالی دی.
که وګورو په دویم بیت کې کوم اعتراض نه شته او نه هم کوم شکایت کوي٬ همدا سادګي یې عاطفي وزن زیاتوي.
ښاغلي یونس تنویر په یوه لیکنه کې وایي( تر ډېره شاعري په مضمون کې نه رامنځته کېږي. موضوعات په زمانو، زمانو سولېدلې دي. شاعري د ژبې او کلماتو طرز دی. څه چې په لفظ کې رامنځته کېږي د ښې شاعرۍ تر ټولو لوړ معیار تشکیلوي. دا په دې مانا، چې لفظ د شاعرۍ لپاره یو توکی نه دی، بلکې بنسټ دی.
تنویر زیاتوي چې زه فکر کوم، مضمون د شعر لپاره یو توکی دی او ښه شعر په یوه توکي نه رامنځته کیږي، بلکې په بنسټ رامنځته کیږي او د شعر لپاره بنسټ لفظ دی او لفظونه سحرګر وي، چې ګرامري ژبه مسخه کوي او حقیقت په تخیلاتو ولاړوي.
تنویر زیاتوي انسان د عاطفي تمرکز په اساس شعر نه را ولاړوي، بلکې د دروني جذبې په اساس شعر لیکي. که چیرې دروني جذبه د الفاظو استادانه کمال و نه لري، نو بیا به هم شعر ونه شي لیکلای. شعر یو لوی ریاضت او یو لوی فن دی.)
د تنویر صیب دا نظر مې ځکه راواخیست چې د اوسنۍ شاعرۍ روح ته ورننوځي او پاخه خبره یې کړې ده خو زه یو څه ورزیاتوم تر څو دا خبره یو څه بشپړه او واضحه شي.
یو دا چې دی لفظ بنسټ دی، خو زه وایم هر لفظ نه بلکې ژوندی لفظ بنسټ دی او بل دا چې مینه، مرګ، وطن او درد دا ټول پخواني نومونه دي نو که مضمون زوړ وي، د شاعر تجربه نوې وي، زه وایم دا خبره ډېره مهمه ده او هغه دا چې ژړا یوه بې شعوره جذبه ده خو شعوري جذبه بیا شعر دی.
همدې لیکنې ته د تبصرو په برخه کې ښاغلی محمود ایاز بیا لیکلي وو، چې (شعر د تخیل ژبه ده د عاطفې او جذبې نه را زېږي هغه هم د داخلي کیف په صورت کې.)
دا ټول نظریات دي او موږ دا نظریات هغه وخت په سمه توګه په نورو منلی شو، چې په خپله یې په شعر کې د ننه وڅیړو، موږ تل شعر اوریدلی دی خو د هغې اړخونو مو نه دي څیړني او په اساسي توګه یې مفهېم نه دي ښودل شوي، چې بېلابېل ماډلونه جوړ کړي، زما له دې یو هداف همدا دی، چې بېلابېل ماډلونه جوړ او د پښتو شاعرۍ اصلي جوهر یو څه وپيژنو.
په هر صورت، زه په دې باور یم چې شعر د عاطفي تمرکز له مخې نه راولاړېږي خو که مهار شي شعر لوړه وي.
زه وایم چې شعر نه په مضمون جوړېږي، نه په احساس خو شعر هغه وخت جوړیږي چې د ننه جذبه د استادانه لفظ له لارې په کنټرول شوې عاطفه بدله شي.
پورته چې کوم بحث تر سره شو له دې دا مالومیږي چې په اوسنۍ شاعرۍ کې عاطفه او محاوره نه یوازې د بیان وسیلې دي، بلکې د شاعرۍ د جوړښت بنسټیز عناصر هم ګرځېدلي دي. کله چې عاطفه د محاورې له لارې وړاندې کېږي، شعر له اعلان، شعار او خطابت څخه ژغورل کېږي او د ژوند بڼه خپلوي. همدا لامل دی چې د کبیر ریحان په شاعرۍ کې عاطفه مسلسله، کنټرول شوې او په بېلابېلو تخنیکونو چې مخکې مو پنځه واړه تشریح کړل لکه شرطي جوړښت، طنزي اعتراض، تصویر، تضاد او فلسفي تشبیه په تخنیکونو یې ویشلی شو، چې دا کار تر ډېره د عاطفي، محاوروي ماډل بشپړ تصویر وړاندې کولای شي.