تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) راپور ورکړی چې له پاکستانه تر اوسه تر ۱۷۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د دفتر مرستیال ویاند، فرامرز برزین، ویلي چې دغه کسان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر څلورمې پورې افغانستان ته راستانه شوي دي.
ده زیاته کړه:
«د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د همدې کال د اکتوبر تر څلورمې پورې، تر ۱۷۱ زره ډېر کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.»
په همدې حال کې، د کډوالو د چارو د تنظیم عالي کمېسیون پرون وویل چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستان او ایران څخه تر ۷۷۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.
خو له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال چې اوس هم په پاکستان کې اوسیږي، د اجباري ایستلو او نیونو له امله شکایت کوي.
له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د اجرائیوي کمېټې په کلنۍ غونډه کې د پاکستان استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بهیر کې له اسلاماباد سره همکاري وکړي.
د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې، د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارتونه (ACC) او د ثبت شواهد کارتونه (PoR) لغوه کړي او په زوره یې سلګونه زره افغان کډوال ایستلي دي.
وایی چي پاکستان په یوه ورځ په زرګونه افغانان وایستل، که دادیوه خبرپه توګه پورته کوي خویوخبردی چي دخلګوتر غوږو ورسیږي خوکه دګیلي یادترحم په خاطرداخبربیابیا لیکي نوزماپه اندخودپاکستان څخه دهرقسم ترحم توقع درلودل دڅان تیرایستل دي ، په جهان کي موهرقسم شخصي،دکلیوپه سویه ،مذهبي اوحتی ددولتونواوحکومتونوترمنځ دښمني اوریدلي اولیدلي دي خو په دغه سویه چي دابدبخته ئی دافغانستان سره په خاصه ډول ددواړوخواو دپښتنوسره ئی رااخستي ده اوکوي یی نه مي ده لیدلي بیا هم موږورڅخه ددوستي اووروري هغه هم دمسلمانی وروري توقع ځني لرو اوکله خوترضرورت اظافه توقعات ځني ساتولکه دعالي تحصیلاتودپاره په زرهاوو محصلین لیږل ،ځانونه خطاباسو .که دافغانستان چارواکي دپاکستان سره په سیاست کي موفق سول په جهاني سیا ست کي به موفقترین وي هرقدم ورسره په خورا احتیاط اخلي .کامیابي موغواړم