تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د افغان طالبانو او پاکستان کې د بلوڅ آزادي پالو پر ضد د داعش ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، چې په وروستیو کې یو شمېر طالب جنګیالیو پاکستان کې د داعش پر ضد فعال فعالیتونه وکړل او د دغې ډلې یو شمېر مشران یې په نښه کړل.
خلیلزاد داسې مهال د طالبانو پر ضد پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي تېره اوونۍ مسکو کې وویل، چې د سیمې ځینې هېوادونه داعش روزي او تجهیزوي.
زلمي خلیلزاد پر کابل د پاکستان د تېرې شپې هوایي برید د جګړې پراخېدل بللي او ویلي یې دي چې دا ډېر خطرناک اړخونه لري.
که څه هم طالبانو پر کابل د تېرې شپې برید کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر وژل کېدل رد او تایید کړي نه دي، خو خلیلزاد ویلي، چې افغان طالبان د ټي ټي پي په تړاو نرم دریځ لري.
راپورونه وايي، چې پر کابل د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر، نورولي مسید وژل شوی، خو نورولي مسید ته منسوب دا ردوي.
خلیلزاد یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د حل لاره نه ده او خبرې اترې یې وړاندیز کړې دي.
د ا ا امارت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دتوجه لپاره:
السلام علیکم!
ښاغلی مشره: افغانستان په ټوله دنیا کی هغه لمړنی ملک دی چه په سلو کی ۹۹،۵ فیصده مسلمانان پکښی ژوند کوی. کله چه انګریزان زمونږ د خاوری څخه ووتل او بیا د پنجابستان ( پاکستان) په نوم یو ناچله ملک د جناح په نوم یو انګریز ډوله سړی ته په لاس ورغی، دغه انګریز پیدایشی سړی زمونږ سره دوکه وکړه، او زمونږ ورونه او خاوره یی په زور او جبر سره په پنجابستان( پاکستان) کی یرغمله کړه.
اوس دغه انګریزی پنجابستان د یوی خوا زمونږ د یر غمل شوو ورونو نسل کشی شروع کړیده او دبلی خوا زمونږ په افغانستان کی چه هر حکومت راشی هغوی ته د منلو نه دی. او زمونږ نسل کشی ته یی په پټه او ښکاره تر ټولو سخته ملا تړلی ده.
او د هر ملک دهشت ګر او تروریستان په تیره بیا داعیش یی په شیطانی حرکاتو په خپله غیږ کی زمونږ د له مینځه وړلو لپاره نیولی، او هره ورځ زمونږ د لس هاوو افغانانو وینه په لر او بر افغانستان کی تویږی او دوی پنجابستان تری خوند اخلی.
نو په دغه اساس تاسو عالیقدر مشر ته افغانان په طمع دی، چه ستاسو له خوا مونږ ته اعلان وشی چه خپله خاوره او خپل ورونه تری واپس خپل کړو.
نن زمونږ لپاره یو ډیر طلایی او نظامی چانس دی چه خپله خاوره تری واپس واخلو. ځکه مونږ د جګړی د تکتیکونو ښه تجربه لرو، ښه د سره تیر ځوانان لرو، ښه جرأت لرو، او بیا د دغه داعیشی ملک په مقابل کی زمونږ د هر ځوان وینه سل ځله جوش اخلی او شاتګ مو په جذبه او ایمان کی نشته، د لر او بر د ټولی جغرافی سره ښه بلد یاستو، د ګوریلایی او مخامخ جګړی ښه توان، تکتیکونه او ښه اسلحه لرو، او همداسی د جګړی د پرمخ بیولو په سلهاوو تجربی لرو.
بلی داعیشی پنجابستان کله کله مونږ ته دا هم وای چه تاسو زمونږ جګړه نه ده لیدلی، تاسو د انګریز، شوروی او امریکا سره جګړه کړیده، دغه ملکونه زمونږ څخه کمزوری دی.
نو د پنجاب دغه خبره به هم عملا په جګړه کی وګورو، چه د دوی د جنګ څخه هم تجربه لاسته راوړو لکه د بنګالیانو سره چه یی کړی وه، او د ۷۰ زره فوجیانو وردیانی یی تاریخ جوړ کړه.
دا سمه ده چه داعیشی پنجاب یو څو جنګی الوتکی او راکیټونه لری، خو تعداد یی داسی نه دی چه د یوی میاشتی جګړه وکړای شی. د دوی راکیټونه د ګوتو پهٔ شمار دی. او هیڅکله پیاده اشتشهادی جګړی ته تاب نشی راوړلای، د دوی فوجیان مونږ ته معلوم دی، دا دوی دی چه وای مونږ داسی فوجیان لرو.
د دغه ټولو پورته اشارو او معلوماتو په بنسټ افغانان د علی قدر مشر څخه خواست کوی، چه بسم الله کړه او مونږ ته اعلان وکړه چه د دغه نړیوالی سرطانی او داعیشی دانی او ناسور څخه هم افغانان او هم نور نړیوال خلاص کړو.
که نه نو الله ج مه کړه افغانستان به یو څو کاله وروسته بیا داسی خودجوشه د ۴۰ کلن جګړی عادت لرونکی ځوانان بیا ونه لری، او هم به د لر او بر په جغرافیه بلد او اشنا خلک ونه لری. نن هغه وخت دی چه ټول افغانان په جمع یا سل فیصده افغانان دغه شیطانی او داعیشی کاذب ملک ته په هغه اندزه په قهر دی، چه مقایسه او میثال یی په اوسنی نړی کی زه پرتله کولای نشم.
لنډه دا چه بیا به په راتلونکی نسل کی د قهر او خودجوشی جذبات ساړه او راتلونکی نسلونه به مو بیا راته ازار او ښیراوی کوی.
ښاغلی مشره ښه فکر په وکړه، وخت لکه سره زر دی.
ورونو دغه زما خواست تر مشر ملا صاحب ضرور ورسوی، په تیره بیا شاغلو لوړ پولو طالیبانو ته وایم، که دغه زما خواست مو ونه رسولو نو غاړه مو په ورځ د قیامت بنده او د راتلونکی نسل ازار او ښیراوی دیی درپسی وی.
کیدایشی ځینی ورونه زما د دغه خواست سره جوړ نه وی، نو زه دغه ورونو ته وایم، چه د حل لاره تاسو وښایاست، ایا دغه داعیشی پنجابی کاذب حکومت په افغانستان کی تر اوسه کوم حکومت منلی؟ اوس خبره تر دیی راورسیده چه زما د پلازمونی او پایتخت په سر راته په هوا کی ګرځی. هیله ده چه فکر وکړو، مونږ او تاسو بله هیڅ چاره نه لرو.
والسلام
لر او بر یو افغانستان
مرګ د بی ننګي نه ښه دی.
د ماضی ټولی خپلمنځی خبری هیری کړی.
یو افغان یو افغانستان