Homeخبرونهامرخېل: پر کابل د پاکستان هوایي بریدونه ښکاره تېری دی

امرخېل: پر کابل د پاکستان هوایي بریدونه ښکاره تېری دی

تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۱۸مه) ‏د تېر جمهوري نظام والي، ضیاءالحق امیرخېل پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه ښکاره تجاوز او تېری بللی او ویلي یې دي چې، اسراییل او پاکستان دغه ډول کړنې ترسره کوي.

امرخېل وايي، پاکستان له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د نظامونو د ړنګېدو او کمزوري کولو لپاره کار کوي او د افغانانو یو موټی کېدل نهايي اړین دي.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د پاکستان د یرغل پر وړاندې واضح غبرګون وښيي او چوپ پاتې نه شي.

تېره شپه د پاکستان پوځ الوتکو کابل کې هوایي بریدونه کړي.

راپورونه وايي، دغه برید کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر، نورولي مسید او د هغه ملګري په نښه شوي، خو مسید ته یوه منسوب غږ کې اورېدل کېږي، چې نه دی وژل شوی.

د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې پاکستان پر افغان پلازمېنې یرغل کوي.

ضیاءالحق امرخېل ویلي، پر دې یرغل دردېدلی او له پاکستان د غچ هیله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...